لندن کې افغان سفارت کې د ملي سرود پر ځای د جمعیت ګوند ترانه غږول شوې

افغانستان

لندن کې افغان سفارت کې د ملي سرود پر ځای د جمعیت ګوند ترانه غږول شوې

1545

لندن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په سفارت کې د شمال ټلوالې د پخواني مشر، احمد شاه مسعود او د شهید د اوونۍ د نمانځلو غونډه جوړه شوې وه. غونډه کې لندن کې مېشتو یو شمیر افغانانو ګډون کړی و.

د غونډې په پېل کې د ملي سردو پر ځای د کورنیو جګړو پر مهال د جمعیت ګوند یوه ترانه غږول کیږي چې تالار کې ناست کسان ورته د احترام په موخه ودرېږي. د دود له مخې باید د افغانستان ملي سرود غږول شوی وای، خو د ملي سردو پر ځای د جمعیت ګوند پخوانۍ ترانه غږول شوې ده.

دغه راز له سردو سره هممهاله په لوی سکرین باندې د جمعیت ګوند بیرغ هم لیدل کیږي.

د سفارت دغې کړنې په ټولنیزو شبکو کې د فعالانو غبرګونونه راپارولي او دغه کړنه یې غندلې ده.

محمد طیب جواد لندن کې افغان سفیر دی. هغه کندهار کې زیږېدلی او شیعه مذهبه دی. له دې وړاندې د کرزي د واکمنۍ پر مهال اووه کاله امریکا کې د افغانستان سفیر و.