ناسا: ستر اور غورځوونکی «يلو سټون» امريکا ګواښي

سيمه او نړۍ

ناسا: ستر اور غورځوونکی «يلو سټون» امريکا ګواښي

1377

د هوا پېژندنې امريکايي ادارې «ناسا» پوهانو خبر ورکړی دی، چې د يوه ستر اور غورځوونکي چاودېدل به نړۍ له ډېرو بدو پايلو سره مخ کړي او پر ځمکه د کوم ستوري له رالوېدو ډېر زيان به پېښ کړي.

يادې ادارې نړۍ له يوې نږدې پېښېدونکي ګواښه وېرولې ده، چې د ځمکې له غېږې به راووځي.

د ناسا د پوهانو له خبرې سره سم د ځمکې غېږ کې شاوخوا ۲۰ ستر اور غورځوونکي (اتشفشان) شته، چې هره شېبه يې د چاودلو وېره شته. ناسا وايي چې په يادو شلو کې تر ټولو ډېر خطرناک اور غورځوونکی «يلو سټون» دی چې د امريکا په وايومنګ ايالت کې دی.

پوهانو ويلي دي، چې د دا ډول اورغورځوونکي ياغي کېدل به د مليونونو انسانانو ژوند واخلي.

ناسا ټينګار کړی، چې پوهان يې اوسمهال پر داسې پلان کار کوي چې يلو سټون پرته له دې چې وچاودي ويلې کړي. هغوی ارزوي چې د تودو اوبو چينو کې له شته اوبو څخه څومره اندازه د «يلو سټون» د سړولو لپاره کارولی شي.