ریچارډ اولسن: طالبان د پاکستان د اهدافو لپاره جګړه کوي

افغانستان

ریچارډ اولسن: طالبان د پاکستان د اهدافو لپاره جګړه کوي

1397

تیره ورځ په امریکا کې د ستراتیژیک نړیوال مرکز لخوا په افغانستان کې د ټرمپ د نوې ټګلارې په اړه غونډه جوړه شوې وه.

په غونډه کې ډیری بحث د طالب وسله والو پر خوندي ځایونو وو چې د غونډې ګډونوالو د طالب وسله والو اصلي مرکز او مرستندوې پاکستان یاد کړ.

په غونډه کې یو تن ګډون ولا چې پخوا یې د پاکستان او افغانستان لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي په توګه کار کړی وو وویل:« په افغانستان کې طالب وسله وال ټول د پاکستان له خوارې اداره کيږي او هلته ورته پټنځایونه جوړ کړي، طالبان کوم هدف نه لري یواځي د پاکستان د اهدافو لپاره په افغانستان کې جګړه پر مخ بیایي.»

اولسن د ټرمپ په نوې تګلار نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې جګړه نور هیڅ فایده نه لرې دغه هیواد کې د مشکل ته د حل درسیدو لپاره يواځنۍ لار دخبرو ده، له خبرو پرته په دغه هیواد کې سوله ناشونې ده.