پښتون ناول ليکونکی سعد الدين شپون مړ شو

ناولونه

پښتون ناول ليکونکی سعد الدين شپون مړ شو

166

پښتون ناول ليکونکی، شاعر او د ادب استاد، سعد الدين شپون په امريکا کې د ويرجينيا يوه روغتون کې له اوږدې ناروغۍ او درملنې وروسته وفات شو.

شپون چې په پښتو کې نثر کې د نوي طرز مخکښ ليکوال وو، څو ناولونو يې د ادبياتو نړۍ کې مشهور کړی و. د هغه شين ټاغی، ښايستو، و نه و يو شپون او نور کتابونه د پښتو ادب کې ځانګړی مقام لري.

شپون چې اوس د څلور اتيا کلنۍ په عمر وفات شو، د کابل پوهنتون کې يې د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې په پښتو ادبياتو کې لېسانس کړی و او له امريکا څخه يې ماستري تر لاسه کړې وه. شپون دغه راز د کابل پوهنتون او ځينو بهرنيو پوهنتونو کې استادي کړې وه.

رسنۍ ليکي چې د سعد الدين شپون مړی به کابل ته راوړل کېږي او په خپل هېواد کې به خښېږي.