د منګنیزو کپسول کولای شي چې یوه میاشت کې مو لوړ فشار کې کموالی راولي

روغتیا

د منګنیزو کپسول کولای شي چې یوه میاشت کې مو لوړ فشار کې کموالی راولي

411

څیړونکو د خپلو څیړنو پایله کې ویلي چې د منګنیزو کپسول خوړل کولای شي چې لوړ فشار مو راټیټ کړي.

امریکایي څیړونکو ویلي، که د وینې د لوړ فشار پخواني ناروغان هم د ورځې درې سوه ملي ګرامه د منګنیز کپسول وخوري، نو د دوی په فشار کې به پام وړ کموالی راشي، خو ډاکټرانو بیا هم تاکید کړی چې دغه کپسول دې له یوه تکړه ډاکټر سره له مشورې کولو وروسته وکارول شي.

ډاکټرانو ویلي چې د منګنیزو د کپسولو او ګولیو پر ځای به د هغو سبزیانو او میوو خوړل ډېر ګټور وي، چې منګنیز ولري. دوی وایي چې د وینې د لوړ فشار له پاره د پلیو، بادامو، پستی او کاجو خوړل ګټور دي. دغه راز وچه میوه او کب (ماهي) هم کافي اندازه منګنیز لري.

دغه څیړنه د امریکا د انډیایا پوهنتون څیړونکو په ۲۰۲۸ کسانو کړې او په کې ثابته شوې چې   یوې میاشتې پورې د درې سوه ملي ګرام په اندازه د منګنیز کپسولو خوړل کولای شي چې د وینې فشار کې کموالی راولي.