د برما افغان پاچاهان

د پرون کيسه

د برما افغان پاچاهان

492

 ليکوال: خان برمازيد

ژباړه: هارون ساپی

د برما د اراکان تاريخي سيمه د بنګله دېش د چټاکنګ له شمال ختيځ سره پوله لري.
هغه مهال چې په ۱۵۵۳ ز کال کې اسلام شاه سوري مړ شو؛ نو د افغانانو تر منځ شخړې پيدا شوې. سلطان فېروز خان چې ماشوم و، د پاچا په توګه وټاکل شو؛خو بيا د خپل کاکا، مبارز خان له لوري د پاچاهۍ په درېيمه ورځ ووژل شو.
مبارز خان د سلطان محمد عادل خان په نوم پر تخت کېناست. بل خوا، د بنګال والي محمد خان سور د سلطان شمس الدين محمد شاه غازي په نوم، خپل ځان د بنګال خپلواکه پاچا اعلان کړ.
شمس الدين په ۱۵۵۴ ز کال کې چټاکنګ ونيوه او خپلو جنرالانو ته يې امر وکړ چې د اراکان پر خوا پر مخ لاړ شي. د شمس الدين جنرالان په همدې کال د اراکان ايالت ته ننوتل او د اراکانيانو پاچا د افغان پاچا واکمنۍ ته غاړه کېښوده. شمس الدين په ۱۵۵۵ ز کال په خپل نوم سکه ووهله. د دغو سکو څو دانې يې په برېټش موزيم کې شتون لري. دغه سکې هغو سکو ته ورته دي چې مشهورو سياحانو لېن پول، رايټ او مارسېډن خپرې کړي دي.
له شمس الدين وروسته غياث الدين پنځه کاله (۱۵۵۵-۱۵۶۰) د اراکان پاچا و. هغه هم پر خپل نوم سکه وهلې. اراکان ايالت پنځه کاله د بنګال د پښتنو واکمنو تر ولکې لاندې و.
دا چې له غياث الدين وروسته به پښتنو واکمنو څومره اراکان تر خپلې ولکې لاندې ساتلی وي، په اړه يې بشپړ مالومات نه شته.