افغانستان به ۳ کاله وروسته په تجارت کې پاکستان ته محتاج نه وي

راپورونه

افغانستان به ۳ کاله وروسته په تجارت کې پاکستان ته محتاج نه وي

2891

جګړې ځپلی افغانستان له اوږدې مودې راهیسي نږدې ۹۰ سلنه پاکستاني وارداتو ته اړ دی، خوراکي توکې. لباس او درمل هغه څه وو چې تل يې افغانان پاکستان ته اړ کړي و.

بل پلو افغانستان د وچو، لندو میوو او نورو صادراتو په برخه کې د پاکستان بدیل منډيي نه لاره، دا وخت چې د نړیوال تجارت په برخه کې افغانستان د کراچۍ بندر بدیلې لارې پیداکړې دي، نو ښايي دا به دا فغانستان د تجارت په برخه لوی بدلون را مېنځ ته کړې.

د ایران چابهار بندر، د قزاقستان او ازبکستان له لارې ترافغانستانه د ریل ګاډي ترانسپورت، همدارازله ترکمنستانه نه هرات ته د ریل پټلۍ به افغانانو ته د توکو په صادرولو کې اسانتیا او ارزاني داوړه رامینځ ته کړي، چابهار بندر که له یوې خوا له هنده افغانستان ته تجارت ارزانه او اسانه کرزوي، خو بل خوا د عربي خلیج نه د وارداتو په برخه کې هم له بندرعباس نه افغانستان ته نږدې دی.

افغانستان چې پخوا به په تجارتي برخه کې له نړیوالو اوبو سره د کراچۍ او د ایران د بندرعباس له لارې وصل کیده اوس به له چابهاره وصلیږي چې د کراچۍ د بندر په نسبت ۷۰۰ کیلومتره او د بندرعباس په نسبت ۹۰ کیلومتره د افغانستان مرکزته نږدې دی، چې امله يې د سوداکریزو چارو د ماهرینو له قوله په يو کانټینر مال کې له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ ډالرو مصرف کمیږي.

د ځمکي لارې د ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان دي، چې د اور ګاډي په وسیله به د افغانستان هرات ته د روسیې او منځني اسیا تجارتي توکي واردوي او د قزاقستان او ازبکستان له لارې به د افغانستان د بلخ ولایت د حیرتان بندرته د چین نه مالونه وړي او راوړي.