بین الافغاني حل خپلواکو څېرو ته اړتيالري

نظر او تحليل

بین الافغاني حل خپلواکو څېرو ته اړتيالري

654

بین الافغاني حل خپلواکو څېرو ته اړتيالري.

 

د سولې او بین الافغاني روغي اساسي ريښې د دواړو لورو په ارادو په پورې تړلي دي، نړيوال او کورني خپلواک څيړونکې اوس دې پایلې ته رسیدلي چې طالبان د افغانستان د داخلي عواملو يو زیږنده حرکت دی چې نه خارجي استخباراتو ایجاد کړی اونه د خلق ـ پرچم په څیر نورو واک او ځواک ته رسولی.

 د اچي د خپلې واکمني پر مهال د طالبانو دا خلي اوخارجي سياست سم و که ناسم؟ په دې اړه له بحثه تیریږو، خو دا خبره هم باید ومنو چې د امریکا اونورو متحدينو له خوا د طالبانو واکمني په زور چپه کړای شوه او امريکا پر هيواد ځان ته تابع د خپلې خوښې يوه ډلګۍ واکمنه کړه او تقریبا په تیرو ۱۶ کلونوکې په کابل کې هغه څه کیدل چې څه واشنټن غوښتل اولايې غواړي او جګړه د باګرام امریکايي فوځي قومانداني رهبري کړه او لا يې رهبري کوي.

د اهغه خبرې دي چې نه ترې اوسني جمهور رئيس ډاکتر صیب غني اونه هم پخواني دولتمشر ښاغلی حامد کرزي انکار کولای شي او نه هم نور د دولت پخواني او اوسني مهم چارواکي .

که موږ د اجرتیانو او خیاطانو له مجبورانه انکاره صرف نظر وکړو او په خلاصه فضا کې بې لورې قضاوت وکړو، نو طالبان له اوسني واکمن دولت نه ډیره خپلواکه ډله ده ، د طالبانو د نه خپلواکي  په اړه تر ډیره د پاکستان د اغیز خبره کیږي، چې د دې د ترديد لپاره همدا کاپي ده چې د پاکستان له تشویق او فشار سره سره يې د هغوي په فرمایشونو د سولې جریانات په لغته ووهل او نوراطراف يې د سولې د خبرو لپاره غوره کړل.

خو په پاکستان کې پټیدل او اوسیدل د تیرو سلو کلونو د قضایاو په رڼاکې څيړل پکار دي، ولسونه، کلچر، دین او نور مشترکات د دې لپاره ځانګړی عوامل دي چې هم د پاکستان له زيږيدو وړاندي او هم وروسته دغه سیمه د افغان اسلام پالو د پټ فعالیت تاریخ لري، که هغه د مغلو يا هندې او پنجابي سیکانو په وړاندي د سیمې د یاغيانو جګړې وې او که د انګریزي ښکيلاک په وړاندې د سيمې د مجاهدینو ګډ فعالیت و.

ساده او اسانه دليل دا ده چې د افغانستان په ګاونډ کې بل داسي اسلامي او سُني میشته هيواد نشته، چې یرغل ضد يا دولت ضد سني مسلمانان يې ځمکه او ولس د ځان په ګټه وکاروي.

ځکه خو دا د دغو ياغيانو يو داسې مجبوریت دی چې که  د پاکستان حکومت غواړي اوکه نه، دا کار هم طالب، هم القاعده او هم ازبکي او چينايي یاغیان او دولت ضد ډلې کوي.

خو طالب د نړیوالو توندو لارو یا جهادي ډلو په په نسبت ملي او ولسي رنګ لري ، د يوه هیواد واکمنان پاتې شوي دي او د کوم نظام، حکومت او يا هيواد پر ضد نه دې ایجاد شوي، بلکې د یوه پاشلي هیواد او داخلي ګډوډي د کنترول په موخه د خپلو خلګو د ساتني لپاره يو داخلي پاڅون و؛ ولس يې تر شا ودريد او واک ته ورسیدل، چې بيا د خارجي تجاوز په پایله کې له واکه لیري کړای شول.

چې له همدې امله نړیوال او ګاونډیان هغوې ته د نورو یاغي ډلو په نسبت يوجلا تصور لري او ورسره تعامل يا ورباندې فشار هم د نورو وړوکو او سخت دريځو ډلو په څېر د ځانونو په ګټه نه ګڼي.

پاکستان په افغان ضد جګړه کې د امریکا په ایتلاف کې و، له امریکا سره په مرسته کولو کې يې زیاتي پیسې او امتیازات اخیستي او مهم طالب چارواکې يې يا پخپله امریکا ته سپارلې ، يايې له امریکاسر د هغوي په نيولو او وژلو کې مرسته کړې، نو یقینا د پاکستان په خاوره کې د طالب شتون يواځې د طالب استراتیژیکه مجبوري ده او څومره چې طالب په فوځي برخه کې قوي کیږي ، نودا مجبوري يې کمیږي، چې په مقابل کې پاکستان هم د طالب په وړاندي د احتیاط ضرورت احساسوي.

ځکه خو پاکستان په طالب ضد مبارزه کې د امریکا ملګري په مرموزو ډولونو کوي، چې په دې کې استخباراتي، سیاسي او اقتصادي پلانونه ټول کارول کیږي.

خو دا چي په دې جګړه کې پاکستان له امریکا سره ولي څپڅپاند دريځ خپل کړی، ځکه چې پاکستان په افغانستان کې هره ورځ له نويو ستونزو سره مخ دی، چې په دې کې د هند زیاتېدونکی نفوذ هم پاکستان دې ته هڅولی چې له ا مریکا سره د دولت ضد ډلو په وړاندي مبارزه کې پر لومړني اخلاص له سره کتنه وکړي

تر کومه ځایه چې خبره د بین الافغاني تفاهم ده، نو په دې کې تر اوسه  د افغان حکومت دریځ خپلواک نه دی، هغوي د امریکا پر استراتیژي تللو ته مجبوره دي او امریکا له پاکستانه په داسي يو حل کې مرسته غواړي چې هغه ته بین الافغاني حل نشي ویل کیدای، په دې برخه کې د پاکستان پر اصلي طالبانو وس نه رسي، نو ځکه ورته تر خپل نفوذ لاندې نوې څیرې او ډلې تراشي، چې نتیجه يې له بد نه بدتر او د بین الافغاني حل پرځای  تشه استخباراتي لوبه ده.

که د مري مذاکرات و، که د محمدرسول په مشري انشعابي ډله وه او که کابل ته د حکمتیار ورلیږل او هڅول و، دې ټولو هڅو تر اوسه د بن الا فغاني تفاهم او رښتیني حل پرځای استخباراتي او تبلیغاتي رول لوبلی، چې پایله يې بریالۍ نه ښکاري، ځکه چې واک په خپلواکه توګه د افغانانو په واک کې نه و اونه دی!

بل خوا پاکستان هم په دې لوبو کې بري ونه موند، ځکه چې د طالبانو په نوم انشعابي ډله هم په بشپړه ډول پاکستان ته نږدې پاتې نه شوه، عبدالمنان نیازي له ملي امنیت سره يو ځای شو او د پاکستان پرضديې  شعارونه ورکړل، خو د محمد رسول مرستیال لاهم د پاکستان تر اغیز لاندی دی.

دغه ډله چې د پاکستان، افغان دولت او امریکا مشترکه لوبه وه او س يې مشترکه نه ده  اونه دا ډله له تبلیغاتي شوشا ور هاخوا کومه اغیزمنه بڼه او وجود لري.

نتیجتاً سړی ویلای شي چې تر اوسه چې د سولې په نامه کومې هلې ځلې شوې، یوه يې هم د بین الافغاني تفاهم په چوکاټ اومفهوم برابره نه ده، نه هم پکې افغانان چندان اختیار لري.

د يوه عیني شاهد له قوله د حزب اسلامي او دولت ترمېنځ د سولې د خبرو په پيل کې چې له پاکستانه د ښاغلي حکمتیار په استازتوب کوم پلاوي تلل راتلل نو يو ځل يې په ترکیب کې د حزب اسلامي  يو ساده او جزباتي قوماندان هم تللی و، چې کله دغه قوماندان صیب د معصوم ستانکزي او حنیف اتمر په مخ کې وویل چې د حکمتیارصیب يوه عمده غوښتنه د خارجي قواوو وتل دي، دې خبرې ته کوربنو وخندل او قوماندان ته يې وویل چې ستاسي د راتلو خبر موږ ته د امریکا سفارت راکړی او داهرڅه د هغوي په خوښه او فرمایش روان دي، نو دا ډول خبرې او غوښتنې زموږ اوستاسو ترسویې لوړې دي!

اوس باید دا حقیقت ټول ومنو چې خپلواک او رښتینی بین الافغاني تفاهم چې د بین الافغاني حل لومړی سټیج دی، دا نه په زور کیږي اونه په استخباراتي او تبلیغاتي چل ول سره.

دا وخت چې داوړه لوري د سولې د خبرو د ناکامیدو پړه يو پربل اچوي، نو د رښتیني حل د تلاش پر ځای تر ډیره فضا تبلیغاتي ده، چې له امله يې د سولې په ټول جریان د جعلتوب ګمان کیږي.

څومره مصارف او وخت چې په دې تبلیغاتي او غیر واقعي جریاناتو ضایع شو، که د دې نیمه برخه توجه هم د رښتینې بین الافغاني روغي لورته شوی وای نو ښايي اوس یوحل ته رسیدلي وای.

امریکا او افغان دولت په دې ډول لوبو د طالبانو غورځنګ او افغان ولس دواړه بې باوره کړل او د رښتینې سولې حثیت ته يې ډیر دروند او اوږد مهاله زیان واړاوه.

د طالبانو سره په اصلي خبرو پرمختګ پرون هم ممکن و اونن هم ممکن دی، ځکه چې د طالبانو غورځنګ کومه وړه استخباراتي ډله نده اوکوم خلګ چې پکې استخباراتي مزاجه او خرڅیدونکي وو هغه پخپله امریکايانو او افغان دولت د پاکستان په توسط رسوا کړل او میدان ته یې را ویستل، چې له امله يې طالبان نورهم مضبوط او پاخه شول!

د طالبانو غورځنګ په اساسي توګه ولسي رنګ او ملي پښتوانه لري، کوم طالب مشران چې امریکا د پاکستان په مرسته له مینځه وړي اکثره يې د دې غورځنګ هغه څیرې دي چې له خپلو خلګو اود خپل هيواد له حالاتو او مزاج سره بلد دي. خپل هيواد او خپل خلګ درانه ليدل غواړي او له باندنیو استخباراتو سره نه يواځي حساسیت لري، بلکې دهغوي ژور پلانونه يې درک کړي او د مخنوي په چل يې هم تر نورو ښه پوهیږي

نو ځکه خو سړی ویلای شي چې له افغانانو سره د امريکا غټه جفا داده چې طالبان په پاکستان وهل غواړي او پاکستان هغه طالبان له مېنځه وړي چې افغانستان او د افغانستان خلګوته ښې ارادې لري.

که موږ دې ته انتظار کوو چې په تبلیغاتي او استخباراتي لوبو به طالبان مات او تقیسم کړو او د سولې له نامه به دهغوي د ماتولو او له مینځه وړلو کار واخلو، نودا تصور تردې دمه سرچپه پایله لري، طالبان مو په دې سره نورهم هوښیار اوتصفیه کړل.

 د طالبانو اصلي او بنسټګر مشر ملامحمد عمرمجاهد چې له اوله يې پاکستان ته قدم را وانخست خو د خپلو پیروانو لپاره يې ډیر ځیرک خلک په خپل ژوند کې مشران کړل، هغوي د سیمیزو استخباراتو له جالونو په ډیره هوښیاري خپل تحریک وساته، چې کله د ملامحمد عمر له وفات نه وروسته دهغه نایب او د طالبانو سیاسي او فوځي نابغه ملا اختر محمد منصور مشر شو، نو سمیزو استخباراتو نورهم هغه ته د خپل تحریک د پخوالی چانس ورکړ، ځکه چې تر خپل نفوذ لاندي طالبان يې په ښکاره د هغه مخالفت ته ودرول، چې په نتیجه کې هغه ته له طالب غورځنګ نه  د دغو کسانو د شړلو جواز په لاس ورغی، منصورهغوي له شورا او نورو دندو محروم کړل، پرځای يې اعتمادي او وفادار خلګ په غورځنګ واکدار کړل، چې په دې سره د هغه له مرګه وروسته هم طالب غورځنګ پخو او خپلواکو څیرو ته ورپاتي شو.

 په ځلاند کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو خپل نظر دی،د ادارې توافق ورسره شرط نه دی