کابل د مسعود د ورځې نمانځنه

راپورونه

کابل د مسعود د ورځې نمانځنه

159

نن کابل کې د پخواني قومندان احمد شا مسعود د شپاړسم تلین او د شهید د اوونۍ نمانځغونډه جوړه شوې چې په همدې مناسب په ټول هیواد کې عمومي رخصت دی.

هغه غونډه چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې، ګڼو حکومتي او غېر حکومتي کسانو ورته ویناوې وکړې. د شمال ټلوالې د وژل شوي قومندان مسعود، ورور احمد ولي مسعود غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل دغه ورځ یې د ملي وفاق د ورځې په نوم نومولې ده.

بل خوا، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم غونډې ته وینا وکړه. هغه وویل چې مسعود ددې مستحق و چې د ملي اتل لقب ورکړل شي. سیاف وویل چې مسعود د جهاد له پیله بیا تر پایه د جهاد سنګر پریښی نه و. سیاف د دولت له مخالفینو د سولې غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې ځینې افغان او شوروي لیکوال لیکي چې مسعود د جهاد د پیل په درییم کال له شوروي پوځیانو سره اور بند وکړ. مسعود د کابل په کورنیو جګړو کې، چې کابل ښار په کې وران او زرګونه خلک په کې ووژل شول، هم ګډون درلود. دا د کرزي په مشرۍ د نوې ادارې له جوړېدو وروسته و چې د حکومت له لوري مسعود ته د ملي اتل لقب ورکړل شو چې یو شمېر خلک او د مسعود مخالفین یې د ملي اتل په توګه نه مني، خو د مسعود پلویان یې بیا د یوه ملي اتل او ستر مشر په توګه ستایي.

کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د شمال ټلوالې دغه مشر کابل پریښود چې یوازې پنجشیر او د شمالي ولایاتو ځینې سیمې په ولکه کې وې. طالبانو د افغانستان ۹۵ سلنه خاوره کنترولوله.

مسعود وروسته د دوه تنو عرب خبریالانو له خوا ووژل شو.

نن چې د مسعود ګڼ شمیر پلویان کابل ښار ته راوتي، عامو ښاریانو یې له چلند څخه شکایتونه کړي دي. د مسعود ځینې پلویان لیدل شوي چې له وسلو سره د ښار په واټونو کې ګرځي او د ښار عامه نظم یې ګډ وډ کړی دی.

ټولنیزو شبکو کې زیاتره خلکو حکومت ملامت کړی چې د دغه ډول اشخاصو په مخه نیولو کې پاتې راغلی دی.

پرون هم داسې راپورونه ورکړل شول چې د مسعود د پلویانو د موټرو کاروان درې ماشومان په موټر وهلي دي. تیر کال هم د مسعود پلویان کابل ښار کې له درنو وسلو سره لیدل شوي وو چې د خلکو د خپګان او ځورونې لامل شوي وو.