د احمد شاه مسعود له وژونکو سره د درې ساعته ملاقات خاطره

د پرون کيسه

د احمد شاه مسعود له وژونکو سره د درې ساعته ملاقات خاطره

1597

د ۲۰۰۱ کال د جولای د میاشتې لومړۍ شپې ورځې وي چې د دفتر د مشر له لوري د یوه تلیفوني تماس په وسیله راته وویل شوو چې سبا دوه تنه ژورنالیستان غواړي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي وکیل احمد متوکل صاحب سره مرکه وکړي، ته به د بهرنیو چارو وزارت نماینده ګې ته چې د کندهار ښار په کمپاونډ – كابل كندهار- په دو راهي سیمه کې يې موقعیت دی د ژباړونکي په حیث ورسره ولاړشي.

دغه دوه ژورنالیستان د کندهارښار په ګریشک اډه د باب السلام په نوم میلمستون کې ميشت وو كوم چې به هغه مهال په القاعده تنظيم پوري مربوطو عربانو لخوا کارول کیده.

زه سهار اته بجې باب السلام ته ورغلم هلته دواړوه ژورنالیستان او د ابوهاني المصري په نوم د هغوی راه بلد د میلمستون په انګړ کې منتظر وو، هغوی دری واړو ځانونه ښه تیار کړي، لوکسې دریشې یې اغوستې او ږیرې يې تازه چټ وهلې (خرییلې) وې.

زه ما له ورسیدو سره سمدستي هغوی موټر ته راپورته او مخ په کمپاونډ مو موټر ته حرکت ورکړ.

د كندهار ښار مدت چوک په سیمه کې چېرته چې د ټرافیک ګنه ګوڼه تر بل هرځای زیاته وه د امر بالمعرف ریاست مخ ته د امر بالمعروف د موظفینو له لوري ودرول شوو، ځکه ابوهاني چې لما سره د موټر په مخې سیټ کې ناست و ږیره او بریت يې پاک خرييلي، تر هغه وروسته په شاتني سیټ کې دواړو خبریالانو هم كلين شو لرله او د موټر په ډکۍ (ټول بکس) کې لویه ټلویزوني کمره وه چې دا ټول هغه مهال د امر بالمعروف له نظره په اشد محرماتو کې حسابيدل.

امربالمعروف والو مونږ د همدغو محرمات ثلاثه و له وجې د عمومي روډ پر سر را ايسار او د موټر له څلورو دروازو څخه یې له هر یوه څخه بيل، بيل تحقیقات شروع کړل، څوک یاستئ؟ چیرته ځئ؟ له کومه راغلئ؟ دا کمره څه کوئ ؟ او …

مشکل دا وه چې نه لما او نه هم له خبریالانو سره د امر بالمعروف ریاست لپاره څه اجازه لیک و نو وډار شوم چې په مشکل واوښتلو، بس ما هم ځان عرب كړ او په عربي مي ورته مراسل ، مراسل (ژورنالیست) او د متوکل، متوکل نوم مي اخیست، یعنی مونږ ژورنالیستان یو او د خارجه وزیر متوکل صاحب دفتر ته ځو …

هغوی چې د متوکل صیب نوم وارویده په خپل منځ کې یې په کندهارۍ لهجه یوه او بل ته وویل: (ایله يي کئ د متوکل ګرده مراجعین داغسي ژرخرییلي بلاوې وي …)

بس نور مونږ هم خپل مسیر په مخه واخیست او تقریبا نه بجې وي چې د متوکل صیب دوئ دفتر ته ور ورسیدو، هلته مو ښه راغلاست د رحمت الله اغا صاحب لخوا وشو، لږ ګړئ وروسته متوکل صاحب راغی او له مختصر روغبړ وروسته سمدستي مرکه شروع شوه.

د متوکل صیب له وضعیته لکه څرنګه چې ما درک کړې وه داسې مالومیده لکه نه چې دې خبریالانو خوند ورکاوه او نه یې هم مرکې، خو د دیپلوماتیک مجبوریت له مخې یې همداسې په نه زړه د هغوی د پوښتونو ځوابول پیل کړل.

ځکه متوکل صاحب د دې پلوی و چې هرڅوک بهرنیو چارو وزارت ته ورځي هغه باید د یاد وزارت د مربوطه د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې د ټاکل شویو مراحلو تر بشپړولو وروسته ورشي، خو دا چې متوکل صاحب په دې شپو ورځو کې د بهرنیو چارو وزرت د اصلی مقر (کابل) په ځای په کندهار کې و نو یادو ژورنالیستانو په اسلام آباد کې د افغانستان له سفارت څخه د ویزو تر لاسه کولو او کندهار ته په رسیدو سره سمدستي له نوموړي سره د مرکې کولو لپاره د بهرنیو چارو نمایندګي ته ورغلل، چې له همدې امله یې ورتګ او مرکه کول دواړه پر نوموړی درانه تمام شول او له هغوی سره د لیدو په مهال یې په شونډو باندې حتی هغه دیپلوماتیکه موسکا هم نه ښکاریده.

د مرکې لپاره ۲۵ سوالونه مخکي ترمخکي په دریو کاپیانو کې ترتیب شوي وو، هماغه و چې لومړۍ کاپي يي ماته، دوهمه متوکل صیب او دریمه د کریم په نوم خپله هماغه ژورنالیست واخیستله او ځان يي داسې معرفي کړ:

زما نوم کریم، ملګری مي عابد د بلجیم هیواد اوسیدونکي تونسي الأصله بلجیمیان یو، مونږ په اوروپاکې له – المرصد الاسلامي للاعلام – خبري رسنۍ سره کار کوو او هغه په ټوله نړۍ په تیره اوروپا کې د مسلمانانو د اړونده قضایاوو په اړه تحلیلونه او رپوټونه نشروي، مونږ غواړو د افغانستان د وروستیو پیښو په اړه هم د طالبانو او هم د مخالفینو له مشرانو سره مرکې ولرو.

او نور يي خپلې پوښتنې په ترتیب سره پیل کړې.

کریم به هره پوښتنه د هماغه کاپي له مخې په عربي ویله، مابه هغه په پښتو ژباړله او متوکل صیب به ځوابوله، د پوښتنو په ځوابولو کې متوکل صیب داسې ښکاریده لکه له نه زړه چې یې ځوابوي، یانې په مجموع کې یې ټوله مرکه په مزاج نه وه برابره؛ ځکه یې هم ځوابونه پڅ اولنډ وو او هم تر مرکې خلاصیدو سمدستي وروسته له مجلسه ولاړ شو، مونږ ته یې په نظر دا راکړل چې زه عاجل مصروفیت لرم، خو ما چې کله ولیده نوموړی په بل اطاق کې له انډیوالانو سره په عادي بانډار سر ګرم و…

په هرصورت مونږ هم لیږ شیبه وروسته د ښار په لور حرکت وکړ، ابوهاني لما سره د مخې په سیټ کې کیناست او په ټوله لاره یې د پخواني جهاد کیسې او پخوانې خاطرې راته ویلې، ابوهاني چې اصلي نوم يي مهند شبانه د مصر هیواد اوسیدونکی او په پخواني جهاد کې د استاد سیاف د تنظیم مربوط البنیان المرصوص عربي مجلې مسؤل مدیر و.

زما او ابو هاني لومړنی ملاقات په ۱۳۶۸ هجري لمریز کال کې د پخوانی جهاد په مهال د زابل ولایت مرکز قلات ته نیږدي د مجاهدینو لخوا د قلات د محاصرې پر مهال قلات ته څیرمه د خالا په کلي کې شوی و.

نوموړی هغه مهال په زابل ولایت کې د میشتو عرب مجاهدینو مسؤل و، په افغانستان کې د کمونیستي نظام ترسقوط وروسته ابوهاني بوزنیا هرزګونیا، له هغه ځایه صومال او وروسته چیچنیا ته ولاړی.

نوموړي په بوزنیا کې د اوسیدو په مهال هلته له یوې بوزنیايي میرمني سره واده وکړ.

ابو هانی تکړه لیکوال او د عربي ژبې مشهور ادیب و.

په افغانستان کې د پخواني جهاد پرمهال د استاد سیاف له نیږدي او باوري کسانو څخه و، له استاد سیاف سره يي خاصه مینه او له هغه سره یې د پخوانۍ پیژنګلوي په اساس بلجیمي ژورنالستانو ته له احمد شاه مسعود او استاد رباني سره د ملاقات زمینه برابره کړې وه.

ابوهاني په خبرو اولیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند و.

نوموړي به د پخواني جهاد پر مهال د استاد سیاف مربوط البنیان المرصوص عربي مجلې په ورستۍ پشتي (ټایټل) د – من أوراق الخلافة ـ تر عنوان لاندې دائمي کالم لیکو او هغه به یې په سیدي الخلیفه (ښاغلي خلیفه) جملې پیل کاوه.

شیخ ابوعادل عزام د مکتب الخدمات مرستیال به ویل چې -له سیدي الخلیفه – څخه د ابوهاني موخه خپله ښاغلی سیاف چې هغه مهال به عربانو عمرثالث او ځینو به خلیفة المسلمین باله دی.

په هرصورت ما او ابوهاني د خارجه وزارت له نماینده ګي تر ښاره پورې ډیرې پخواني خاطري سره یادې کړي خو بیلجیمي ژورنالستان کریم او عابد دواړه په شاتني سیټ کې خاموش ناست او هریو خپل لورته د موټر له بندو آینو (هندارو) څخه د کندهار ښار تماشه کوله.

ما هغوئ درى واړه بیرته باب السلام ته ورسول او زه خپل استوګنځي ته راغلم.

د سپتمبر په نهم د سنبلې په ۱۷ چې کله له نړیوالو رسنیو څخه خبر خپور شو چې دوو تنو خبریالانو د شمالي ټلوالې پر مشر احمدشاه مسعود سر ښندونکی برید کړی او نوموړی په مرګوني حالت کې تاجکستان ته رسول شوی زما اروا هم په دې نه وه شکه چې دا برید دی هماغه خاموشو بلجمیانو کړی وي کوم چې امر بالمعروف والو په چوک مدت باندې د ږیرې نه لرلو په جرم سره لمر ته درولي وو.

وروسته چې د احمد شاه مسعود د مرګ او ژوند د اوازې په منځ کې د سپتمبر په ۱۱ د نیویارک او واشنګټن خونړۍ پیښې وشوې او له امله يې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ هم ړنګه شوه د بلجیمي کریم او عابد په اړه مي په رسنیو کې ډیر تفصیلات ترلاسه کړل چې د هغوی کورنۍ څه مهال له خپل پلرني هیواد تونس څخه بلجیم ته تللې؟

څه ډول يې د هغه ځای تابعیت ترلاسه کړي ؟

چیرته يي زده کړې کړې؟

څه ډول له جهادي فکر سره آشنا شول؟

څرنګه افغانستان ته راغلل، له کومې لارې پنجشیر ته ورسیدل او هلته يي څه ډول پر احمدشاه مسعود سرښندونکی برید ترسره کړ؟.

مسعود خلیلي چې هغه مهال په هند کې د استاد رباني د حکومت سفیر او د احمدشاه مسعود او بلجیمي خبریالانو ترجماني کوله د هغې لحظې د یواځینې ژوندې پاتې شوې شاهد په توګه داسې وايي:

تقریبا د غرمې یولس نیمې بجې وې چې احمد شاه مسعود خپل دفتر ته راغی او ماته يي وویل چې دوې اونۍ کیږي دوه ژورنالیستان راته د مرکې په نیت منتظر دي نن غواړم ستاسي په موجودیت کې له هغوی سره وګورم، هماغه و چې زه او دی دواړه له یادو خبریالانو سره د مرکې په نیت دفترته ورغلو او هلته څنګ په څنګ سره کیناستو.

وروسته د انجنیرعارف په ملتیا دوه تنه ژورنالیستان اطاق ته را دننه شول، لومړي هغه یې ښه سپینه څیره او جګه ونه لرله او دوهم یې مغولې شکله چاغ او ځواکمن ځوان و.

ما تري وپوښتل چې تاسي له کومې ورځپانې سره کار کوئ؟

هغوی راته وویل مونږ له ورځپاڼې سره نه؛ بلکې په اروپا او لندن کې د ځینو اسلامي مراکزو لپاره رپوټونه او مرکې تیاروو.

خلیلي وايي چې ما مسعود ته وویل چې دا دواړه خبریالان نه دي، خو ده ویل پریږده يي چې خپل کار وکړي.

هماغه و چې احمد شاه مسعود له هغوی څخه د پوښتنو پاڼه واخیسته او هغه يي تر نظر تیره کړه، سوالونه یې ټول د اسامه بن لادن په اړه وو.

که تاسو له طالبانو څخه کابل ونیسئ له اسامه بن لادن سره به څه کوئ؟

تاسي ولي اروپا ته د سفر په مهال وویل چې اسامه بن لادن ښه مسلمان نه دی؟

ایا تاسو هغوی ته د یوه لیډر په سترګه نه ګورئ؟

خلیلي وايي دغو پوښتنو زه بلکل په غوسه کړم، خو مسعود هغوی ته وویل چې بس مرکه مو شروع کړئ، کمره مین سمدستي د کمري په عیارولو بوخت شو او داسې حرکات يي کول لکه یو پهلوان چې وي نه کمره مین.

هغه د کمري پايي دومره ټیټې نصب کړې چې زه په دې چورت کې شوم چې هغه ولي کمره مسعود ته دومره ورنیږدې کړه؟ ځکه د ده او د مسعود ترمنځ دومره فاصله وه چې اصلا په هغې کې عکاسي ناشونې وه.
د کمري ترعیاریدو وروسته مسعود ویل پوښتنې شروع کړئ!

هماغه و چې کریم لومړۍ پوښتنه داسې پیل کړه :

تاسو د افغانستان روان وضعیت څرنګه ارزیابي کوئ؟

خليلي وايي ما لا د افغانستان کلمه نه وه پوره کړې چې درز شو او یوه شین رنګه لمبه پرې راغله له ځان سره مي وویل چې دا مي د ژوند وروستۍ لحظه ده نو مي الله الله ویل پیل کړل او له دې سره مي یوه کمزوری لاس پر سینه را ولویده چې ممکن هغه د احمدشاه مسعود لاس و، نور بیحاله شوم، لیږ وروسته چې را په حال شوم په یوه پوځي الوتکه كې مي څنګ ته د احمد شاه مسعود په وینو لت پت جسد پروت و چې له انفجاره سمدستي وروسته وژل شوی و.

ځکه د انفجار اصلي هدف دی و چې دقیقا يي ټول تمركز د ده په سینه او زړه باندې و.

………………………………………….

اوس چې له هغه مهاله پوره اولس کلونه تیر شوي د سپتمبر د ۹ په تعقیب د هغه د ۱۱ خونړۍ پیښه هم رامنځته شوه، امریکایانو همدا پیښه د افغانستان د اشغال لپاره پلمه وبلله، پر افغانستان یې برید وکړ، د بیوزله افغانانو ډیرې وینې یې وبهولې، دوي هم ورکې ډیرې ککرۍ وخوړي خو په افغانستان کې یې د سپتمبر د پیښې د عاملینو کوم څرګ ونه شو لګولی.

دوی نور هم د اشغال اوږدولو نیت لري، خو په نویو پلمو سره؛ ځکه پخوانۍ پلمې ترې هیرې شوې…

وبه ګورو چې دا لایتناهي خونړۍ سیناریو به کله او د چا په ګټه پایته رسیږي.

د لیکوال له فېسبک پاڼې.