د داعش مشر ابوبکربغدادي رښتيا افغانستان ته راځي؟

ګنګوسې

د داعش مشر ابوبکربغدادي رښتيا افغانستان ته راځي؟

3060

په داسي حال کې چې له څو میاشتو پرله پسې ګنګوسو وروسته چې د داعش د ډلي د مشر ابوبکر بغدادي د وژل کيدو په اړه وې، د امريکايي سرچينو ورستيو معلوماتو په ډاګه کړې چې ابوبکر بغدادي نه د عراق په موصل کې وژل شوی اونه هم دسوریې د "رقه" په ښارکې.

 بلکې د عراق او سوريې په سرحدکې د فرات په دره کې ژوندی اوسي، خو دا چې امريکا ته د هغه ځای معلوم دي اوبيا يې هم نشي په نښه کولای يو بل سوال دی!

د دې خبر له خپريدو لږ وړاندي د ایران اوسوريې ځیني خبرې سرچینو په يو ناتائيد شوي خبر کې ویلي و، چې ښايي بغدادي له سوريي او عراق نه وتلی وي او په نورو هيوادونو کې يې د داعش  وړو وړو ملاتړو ډلو ته د ځان ساتني په موخه پنا وروړي وي، له دې سره سم په سوريه کې د اعش ته يوې نږدې سرچینې دعوه کړې وه چې ښايي د داعش مشر له سوريي او عراق نه وروسته ليبيا او يا افغانستان غوره کړي.

 په جلال اباد کې د داعش يوه پلوي د ځلاند همکار ته ويلي، دوي تمه لري چې بغدادي به افغانستان ته راشي، که څه هم دا خبره تر اوسه تشه فرضیه او يا ګنګوسه ګڼل کیدای شي، خو ډیر ځله د سمیزو او نړيوالو استخباراتو تر پلانونو  وړاندي همداسي ګنګوسي پيليږي چې بيا وروسته رښتينې بڼه خپله کړي.

بل خوا که چیرې د داعش دغه او يا کوم بل دوهم مقام افغانستان ته د راتلو پلان ولري او يايې مزل پيل کړي وي، نو دا به يوازي د پاکستان له بلوچستان ايالته د افغانستان شرقي او جنوبې سرحدونو ته راځي، چې په دې صورت کې به د پاکستان په خاوره کې د هغوي لپاره د پاکستاني همکارانو ملګري او وفاداري اړینه او حیاتي وي.

 په ننګرهارکې د داعش د ځايي قوماندان عمر عبدالخالق وراره د ځلاند همکار ته ویلي چې د ننګرهار د استخباراتو ادارې له دوي سره د خارجي ملګرو په راننه کولو کې له دې وړاندي څو ځله همکاري کړې چې بیا يې هم تمه کیدای شي. ځلاند ددې موضوع د تائید لپاره هلې ځلي وکړي خو باوري سرچینه يې ونه موندله.