سرچينه: نظر محمد مطمين د ولسمشر په امر نيول شوی

ګنګوسې

سرچينه: نظر محمد مطمين د ولسمشر په امر نيول شوی

4558

سياسي فعال، نظر محمد مطمين چې کابو يوه مياشت د ملي امنيت په زندان کې دی، د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړي امر نيول شوی دی.

يوې سرچينې ځلاند پاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې نظر محمد مطمين د ولسمشر په ځانګړي امر نيول شوی دی. سرچينې زياته کړې چې د هغه د نيول کېدو لامل د ولسمشر د کورنۍ په اړه د هغه ليکنه وه. مطمين په يوه ليکنه کې ليکلي وو چې د اشرف غني زوی او لور بهر کې مېشت دي.

سرچينې ځلاند پاڼې ته ويلي دي چې د مطمين د نيول کېدو لامل د ملي امنیت د تبلیغاتي څانګې رییس حسیب صدیقي و چې ولسمشر ته يې د هغه د کورنۍ په اړه د مطمين له لورې ليکل شوې ليکنه ښکاره کړې او د نيول کېدو غوښتنه يې وکړه.

سرچينې زياته کړې ده چې ملي امنيت مطمين په پټه نيولی و او د هغه له شخصي نمبر څخه يې کورنۍ ته پيغام استولی و چې ګواکې دی د هغو کارګرو له لورې تښتول شوی، چې د ده په کور کې يې کار کاوه. دغه راز پر فېسبوک پاڼې دا هڅه هم وشوه چې د مطمين د نيول کېدو پړه پر پخواني طالب چارواکي ملا جليل واچوي.

خو پر يادې ادارې د مختلفو خلکو او د مطمين د کورنۍ د فشارونو له کبله وروسته دوی ومنله چې هغه د امنيت له لورې نيول شوی دی. د هغه له کورنۍ سره تر اوسه ژمنه کېږي چې ژر به خوشې شي، خو لا پر ژمنو عمل نه دی شوی.