د ارغنديوال او حکمتيار حزبونه به ډېر ژر سره جلا شي

ګنګوسې

د ارغنديوال او حکمتيار حزبونه به ډېر ژر سره جلا شي

2561

په کابل کې د ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي رسمي ثبت شوې ډله به ډېر ژر له ګلبدين حکمتيار سره د شته اختلافاتو له کبله د جلاوالي اعلان وکړي.

د حزب اسلامي يوې سرچينې ځلاند پاڼې سره د نوم د نه ښکاره کولو په شرط په يوه مرکه کې ويلي دي چې د ارغنديوال ډله ښايي ډېر ژر د بېلتون اعلان وکړي او له حکمتيار سره لار جلا کړي.

کابل ته د حزب اسلامي د ګوند مشر، ګلبدين حکمتيار له راتلو سره دا پوښتنې مطرح وې چې کابل کې د حزب په نامه ثبت شوی ګوند چې حکومت کې خپله برخه لري، له حکمتيار سره به څه ډول تعامل کوي. هغه مهال د ارغنديوال په څرګندونو کې د يووالي هڅې ښکارېدې. خو اوس د حکمتيار او ارغنديوال ترمنځ اختلافات دې مرحلې ته رسېدلي چې ډېر ژر به رسنيز شي.

سرچينې ځلاند پاڼې ته زياته کړې ده چې د اختلافاتو لامل د حکمتيار خپلسري څرګندونې دي. دوی له پيله غوښتل چې ياد ګوند څرګنده پاليسې ولري او د همغې له مخې څرګندونې وشي. خو د حکمتيار وروستيو توندو څرګندونو د دوی د صبر کاسه ډکه کړې او اوس يې پرېکړه کړې چې له حکمتيار سره لار جلا کړي. دوی وايي چې حکمتيار د پاليسۍ او شورا پرېکړو ته پاملرنه نه کوي.

ويل کېږي چې حکمتيار هڅې کوي چې د دوی د مخالفت مخه ونيسي او ګوند د وېشل کېدو له ګواښه وژغوري.