د حج په مراسمو کې د مسلمانانو سیاسي رسالت!

اسلام

د حج په مراسمو کې د مسلمانانو سیاسي رسالت!

217

سربېره پر دې چې حج یوه فریضه ده؛بلکې د امت مسلمه د ټولنیز ژوند د ښېرازۍ او سمسورتیا له پاره تر ټولو ستره د تصمیم ګیرۍ مرجع هم ده.د اسلامي سیاست په ډګر کې د اجماع له پاره ښه مأخذ دی. ځینې نور مسؤولیتونه هم د حاجي صاحبانو په غاړه پراته دي.د نړیوال سیاست د سرکشیو او یکتازیو د کنټرول،د امت مسلمه د محکومیت.مظلومیت او محرومیت د دلایلو سپړل او د حل لاره ورته پیدا کول،د استعمار د شومو هڅو له پاره یو قوت تشکیلول،د اسلامي نړۍ عمومي وضعيت څارل او ورباندې بحث کول،د نفتي زېرمو د ښه استخراج او ښه تعمیل له پاره پلان جوړول، د الله تعالی په ځمکه کې د جهاد په ارزښت،د جهاد په اهمیت خبرې کول،د ځوان نسل د انحراف د مخنیوي له پاره اجماع ترسره کول او ...هغه مسایل دي چې باید حاجي صاحبان ورباندې ناستې وکړي،جلسې دایرې کړي،تفاهم وکړي،په پای کې یو پرېکړه لیک جوړ کاندي او تش په نوم ملل متحد او استعماري هېوادو ته یې واستوي او د نه منلو په صورت کې دې ښه دروند اخطار هم ورکړي.

کېدای شي دا خبرې اوس وخت کې له امکانه لرې وبريښي ؛ خو دا باید ومنو چې موږ له بده مرغه لا هم اسلامي سیاست لکه څنګه چې باید زده او عملي کړی وای، نه دی مو عملي کړی،په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې مسلمه امت په دې اړه دومره له غفلت څخه کار اخیستی چې اوس یې بېرته ورته جبران ګران کار دی.

حج هغه فریضه ده چې مسلمان ته د دې فرصت ورکوي څو په کال کې یو ځل د ستر نړیوال اسلامي ائتلاف شاهد وي،داسې ائتلاف چې د پادشاه او رئیس لخوا نه ؛ بلکې د الله تعالی له لوري را بلل شوی وي،په دې سپېڅلي مکان کې مسلمان د نړۍ له ۵ لویو وچو (قارو) څخه خپل نور مسلمانان ورونه ليدلی شي. چې هېوادونه،ژبې،رنګونه او نژادونه يې یو له بله توپیر لري او یوازې د اسلام او ایمان رشته ده چې دوی ورباندې یو ځای راغونډ شوي دي او واحد شعار يې نړۍ لړزوي چې :
( لبیک اللهم لبیک)
دا په حقیقت کې یو اسلامي کنفرانس دی،د دغه کنفرانس جوړېدل د هر مسلمان د امیدونو غوټۍ غوړوي،او روح پکې تازه کېږي.د مأیوسۍ حالت ترې ورکېږي او یوه پیاوړې اراده پکې راژوندۍ کېږي، د امت دغه اجتماع او را غونډېدل په حقیقت کې د دښمنانو پر خولې یو مضبوط سوک دی، دا یو لوی حقیقت دی چې وری/مېږه هر کله له رمې ځنې را جلا شوه، لېوه ته یې ښکار او خوړل خورا آسان کار دی، له همدې وجې نه حج هم د داسې یو نړیوال کنفرانس نوم دی چې د ټول شرق او غرب د کفارو زړونه په خپلو شیش محلونو کې ور لړزوي خو دوی حال نه وايي، د دې حالت پایلو ته کفار له پخوا نه متوجه شوي وو او د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات ترسره شوي هم دي،دا اقدامات د مسلمان نما ګانو په وسیله ترسره شول.
دا اجتماع هغې کُرې/آتش دان یا مَجمر ته ورته ده چې قومي او اقلیمي انګېرنې او شعاورنه په خپلو اورونو سره مړه کوي. او یوازې یو شعار پاتې کېږي چې (( انما المؤمنون اخوة)). لازمه ده چې په دغه اجتماع کې دې د اسلامي امت نخبه ګان،سیاستمداران،شنونکي،پوهان او عالمان سره راغونډ شي، او په داسې یو میکانیزم دې کار وکړي چې وکولای شي،اسلامي امت خپلو موخو ته د رسېدلو په برخه کې رهنمايي کړي.
ټولې هغه چارې چې د اسلامي امت له روان بحران سره تړاو ولري تر ټولو ښه د حل او مطرحه کولو ځای یې حج د بیت الله دی،که موږ خپل تېر تاریخ ته ځیر شو په دې ځای کې له جناب محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعتونه وشول.خلفای راشدینو هم حج د ملاقاتونو او سیاسي مسایلو د حل لپاره تر ټولو مناسب ځای ټاکلی و او مثبته ګټه به یې ترې اخیسته.چا به چې شکایت لاره مخامخ به یې له أمیرالمؤمنین سره شریکاوه پرته له دې چې په منځ کې کوم خنډ واقع شي.

اې! ستاسو پام دی؟ د ټولې نړۍ په یوه امت یا ملت کې هم داسې یوه پدیده نه شته چې د هغه امت یا ملت غړي دې په نړيواله کچه کال کې یو ځل سره راغونډ شي،دا پديده یوازې په اسلام کې ده او دا محدودیت هم پکې نشته چې پلانکی او د پلانکي صفت خاوند به دلته ګډون کوي.دلته هر مسلمان کولای شي په خوښه ګډون وکړي.

دا یو تریخ حقیقت باید ومنو چې زموږ ډېری حاجي صاحبان حج ته روان وي او موخه هدف یې دا وي چې څنګه طواف وکړم؟ څنګه حجرالاسود ښکل کړم؟ په عرفات کې څنګه ودرېږم.کوم خوراک څخه ګټه واخلم،چېرته شپه وکړم او داسې نور... حال دا چې الله تعالی حج په ملسمانانو فرض ګرځولی تر څو هغوی راشي او خپلې ګټې هلته وویني.کله چې د کعبې په شاوخوا کې طواف کوي باید په دې پوه شي چې د امت مسلمه د راټولېدو محور یوازې یوه قبله ده،پنځه وخته لمونځ،الله او دین د ټولو یو دی او د ژوند کړنچاره یې یوه ده او مسلمه امت باید دا درک کړي چې یوازې د دوی وحدت او یووالی کولی شي غليمان او طواغیت په ګونډو کړي او د هغوی شوم ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي.

حج یو داسې کنفرانس دی چې هر کال په هغه کې ۲۰۰۰۰۰۰ – ۳۰۰۰۰۰ پورې مسلمانان راغونډېږي،که حکومتونه وغواړي چې داسې اجماع جوړه کا،نه یې شي کولای.خو د اسلام د سپېڅلي دين په یوې فریضې سره له تکلیف او ستونزو پرته دا اجماع په آسانۍ سره جوړېدای شي.د حج یوه فلسفه دا ده چې مسلمانان دلته سره راټول شي،خپلې ستونزې دې مطرح کړي،د اسلامي امت په روان حالت او د دې حالت په پایلو وغږېږي.یو او بل وپېژني.او یو تر بله نژدې شي که فرض کړو یو مسلمان په افغانستان کې ژوند کوي او بل د افریقا په سوډان کې. ته وا د دوی دواړو د ملاقات او لېدنې زمینه به چېرته برابره شي، او آيا دوی به په ژوند هم یو له بله سره وویني؟!

له بده مرغه باید ووایو چې له دې عظیمې او مهمې فریضې څخه څنګه چې لازمه ده د اسلامي امت د اصلاح او وحدت لپاره چا هم ګټه نه ده اخیستې،پر دې سربېره د داسې مجلسونو مخنیوی یې هم کړی چې په هغو کې څو تنه د بېلابېلو هېوادونو مسلمانان سره ناست دي او په روان بحران یې بحث او خبرې کړي دي.

اسلامي ټولنو ته د استعمار د رسوخ له عمده لارو څخه یو هم د جعلي قیادتونو تپل دي، دغه خود ساخته جعلي رهبران چې نن د اسلامي امت مشري ور په غاړه ده،د اسلام د دښمنانو نفوذي څېرې دي او هېڅکله به یې هم امت ته ګټه و نه رسېږي.
دا منو چې د حجاجو د روغتيا لپاره سلګونه امبولانسونه،الوتکې او روغتونونه جوړ شوي دي(دا خو احتمالي تدابیر دي)،دا منو چې حاجي صاحبانو لپاره د ژوند،خوب او خوراک عمده سهولتونه او آسانتياوې برابرې شوې دي ؛ خو د حج فلسفه بیا داسې نه ده.یو د فریضې ادا کول دي او بل له دې سره په څنګ کې نور رسالتونه دي چې هر مسلمان یې په ادا کولو مکلف دی.د دغه رسالت د پر ځای کولو لپاره خو لومړی ذهنیت جوړونه هم لازمه ده.حاجي صیب باید د طواف،حجر الاسود د ښکلولو،عرفات کې د درېدلو په فلسفه ځان ښه پوه کړي،او په حکومتونو هم دا لازمه ده چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلیو حاجي صاحبانو ته د ناستې،کنفرانس د دایرولو او عمومي محور کې یوې ګډې فیصلې ته د رسېدو زمینه برابره کړي او همدا د اسلامي حکومت دنده او مکلفیت دی.

د زړه له دردره باید ووایوچې نن په موږ هغه حالت راغلی چې د نړۍ په بل هېڅ ملت نه دی راغلی،ډېره د شرم وړ خبره ده،عراق مو ټوټه ټوټه شو،شام هغه تاریخي حیثیت مو زیانمن کړای شو،سلګونه خویندې میندې مو بې عزته شوې،افغانستان دا ۱۶ کاله کېږي چې د صلیبي یرغلګرو تر اشغال لاندې دی.نور اسلامي هېوادونه هم دغسې در واخله ؛خو له مسلمانانو په ځانګړي ډول حاجي صاحبانو سره د دوی غم نشته،که په چا کې وي هم فیصدي يې لږه ده،او آن مسلمانان حق نه لري چې د اسلامي سیاست په اړه محض خبرې وکړي،د اوضاع تحلیل خو لا په ځای پرېږده

په داسې یو حالت کې چې زموږ حجاج د حج په اسلامي سیاسي فلسفه خبر نه وي، او که خبر وي هم حکومتونه یې د فعالیتونو مخه نیسي نو موږ به د مسجد الاقصی د آزادولو تمه او امید له چا څخه وکړو؟؟!

ولې حجاج د افغانستان،شام،عراق،یمن او نورو هېوادونو په اشغال سترګې پټوي؟یا ولې په دې اړه چوپه خوله دي.خپل مسؤولیت یې سم نه دی پېژندلی، د حج په فلسفه نه دی پوه شوی که حکومتونه یې داسې فعالیتونو ته نه پرېږدي؟؟
ولې حاجي صاحبان د استعمار،سیکولریزم،فیوډالیزم،صهیونیزم پر وړاندې اتحاد ته نشي رسېداى؟
ولې د بیت الله شریف په منځ کې څوک د سیاست په اړه بحث نشي کولی؟

حج د فریضې او ځانګړو مراسمو نوم دی شک نشته ؛خو ډېر نور کارونه هم باید په دې وخت کې وشي چې متاسفانه اوس نه ترسره کېږي.ان تر دې چې د جهاد او قتال په اړه رانازل شوي آیتونه هم څوک د خاص هدف د تعقیب لپاره په عام محضر کې خلکو ته د ښه ذهنیت ورکولو په نیت نه نه شي تلاوت کولای
تاسو وګورئ
د بعثت په یوولسم او دولسم کالونو کې د کفارو بیعتونه
د خلفای راشدینو نه وروسته د اموی خلافت ټینګښت،د عباسیانو خلافت،عثماني خلافت دا ټول چې تاسې وګورئ د قایمېدو لومړني څرکونه یې د حجاجو په همنظرۍ او فکري اتحاد کې پیدا کولای شئ
اسلامي حکومت نه د آل سعود غوندې سلطه میراثي ګڼي او نه د دموکراسۍ په شان حکومت هر خس او خاشاک ته سپاري
اسلام نه دیکتاتوري مني نه ډیموکراسي
د یوه سر لوړي،متحد او پیاوړي اسلامي امت د لېدلو په هيله.
پای