د طالبانو د مشر د اخترمبارکۍ پيغام مهم ټکي

راپورونه

د طالبانو د مشر د اخترمبارکۍ پيغام مهم ټکي

2281

د طالبانو مشر، ملا هبة الله اخندزاده د لوی اختر مبارکۍ په اړه تازه پيغام خپور کړی. دغه پيغام چې د طالبانو په رسمي وېبپاڼه کې خپور شوی، ځينې نوې خبرې لري. ځلاند پاڼې د دغه پيغام ځينې مهم ټکي کټ مټ خپروي:

د واک انحصار نه غواړوي او نه له چا غچ اخلو
« موږ همدا اوس په تر نیمايي زیات افغانستان باندې د واکمني په مهال دا ثابته کړې چې له هیچا څخه د انتقام اخیستلو اراده نه لرو، تبعیضي چلند نه کوو او نه هم د واک د انحصار په لټه کې یو. زموږ په باور یو جامع او د ولس د آرمانونو ممثل نظام هغه دی چې په هغه کې د ټولنې ټول اقشار اوپرګنې خپل ځان وویني.»

نړيوالو ته: له تور لګولو مخکې موږ وپېژنۍ
« د سیمي او اسلامي نړۍ له حکومتونو نه مو هیله دا ده چې زموږ په خلاف د یو طرفه دریځ تر اعلان یا الزام لګولو وړاندې لومړی زموږ په تګلاره او موقف ځان پوه کړي او موږ ته دي زموږ د دښمن له زاویې نه ګوري. اسلامي امارت د هیچا لپاره د ضرر رسولو نیت نلري.»

بهرنيان هېواد نه جوړوي، پخپله يې جوړ کړئ
« باید ووایم چې موږ آزاد، مستقل او مترقي افغانستان غواړو او پدې برخه کې مو له ولس څخه غوښتنه داده چې د بهرنیانو په تمه ونه اوسئ ځکه بهرنیان یوازې د شعار تر حده جوړونکي دي. لهذا افغانان باید د خپل هیواد د بیا رغونې او پرمختیا لپاره خپله لاس په کار شي او خپل مالي او بشري ځواک دي د هیواد په دننه کې مصرف کړي.»

د عام المنفعه پروژو د ساتنې له پاره د نوي کمېسيون جوړول
« د لارو، پلونو، داوبوبندونو، تعلیمي ادارو، روغتیایي مراکزو، تولیدي فابریکو د جوړولو او د هر راز زیر بنايي پروژو د خوندیتوب لپاره مو ځانګړی کمیسیون ټاکلی چې د هیواد په هره برخه کې د دا ډول پروژوڅارنه او ساتنه کوي.»

د ملي اردو سرتېرو ته: پر ځان ورحمېږئ
« د دښمن په لیکو کې ولاړو داخلي عسکرو ته وایو چې کومه لاره چې تاسو انتخاب کړې هغه د دُنیایي او اخروي ژوند د هلاکت لاره ده، تاسو د اشغالګرو تر قومانده لاندې د خپل مؤمن ولس په وړاندې جنګیږئ، که په دې لاره کې ووژل شئ مرګ مو خراب دی او که ژوندي یئ او دوام ورکوئ، د هرې شیبې په تیریدلو سره مو د ګناه بار درنیږي،تاسي ته چي د وطن د دفاع ،اوسرحداتو دساتني تیر استونکي شعارونه ویل کیږي داهرڅه ستاسي د غولولو لپاره دي ځکه تاسي چي دچا لخوا روزل کیږی یا اکمالیږی له هغو سره د وطن او سرحداتو د دفاع هیڅ فکراو غم نشته ،نو په خپل ځان رحم وکړئ او باور وکړئ چې اسلامي امارت ستاسو خیر غوښتونکی دی. موږ ستاسو سره ذاتي مخالفت نه لرو؛ بلکې ستاسو د کردار مخالف یو.»

خپلو سرتېرو ته
« کامیابي‌ او دالله جل جلاله نصرت په تقوي او د شریعت مقدسه په عملي کولو کې دی... د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي‌ زیات کوشش وکړئ او د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي د کمیسیون سره د ملکي‌تلفاتو په مخنیوي کې پوره همکاري‌کوئ... ستاسو سره چې څوک بندیان وي‌ ښه چلند ورسره کوئ چې هرڅوک وي. بې د محکمي له حکمه یې په بندکې مه ساتئ. د بندیانو د تعلیم او تربیې اهتمام وکړئ... د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي‌ زیات کوشش وکړئ او د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي د کمیسیون سره د ملکي‌تلفاتو په مخنیوي کې پوره همکاري‌کوئ.»