کافي څښل مو عمر زیاتوي

روغتیا

کافي څښل مو عمر زیاتوي

143

نوې څیړنو ثابته کړې چې کافي څښل د انسان عمر زیاتوي.

دغه څیړنه د هسپانیې په بارسلونا ښار کې په یوه علمي کنفرانس کې وړاندې شوې ده. څیړنه کې شل زره کسان د اوولسو کلونو له پاره تر څیړنې لاندې نیول شوي دي. پوهانو ویلي چې کافي څښل نه یوازې د انسان عمر زیاتوي؛ بلکې به انسان د ناروغیو د اغیز په کمولو کې هم مرسته کوي.

څیړنه کې ویل شوي چې کافي څښل په ناڅاپي مرګ کې ۲۲ سلنه کموالی هم راولي.