د ګندهارا هنر

د پرون کيسه

د ګندهارا هنر

155

د دوېم میلادي پېړۍ د بوده ستوا دغه سرد سنګاپورپه “کمپونګ ګلام” میوزیم کې پروت دی. په ۱۸۰۰ م کې دا ملایا د مسلمان باچاهانو استوګنځای و. د دې سیمې لارې کوڅې د مسلمان ملکونو نومونه لري، لکه مسقط بازار، بغداد، کندهار او داسې نور. په ۲۰۰۷ م کې دلته بودایی عبادت ځای او میوزیم جوړ شول او مشهور تبرک يې یوغاښ دی چې باور کېږي، د هند په کوشی نګر کې د بودا د مړی له ایرو خوندي کړې شوې و.
په میوزیم کې د مختلفو ملکونو نه د بودا مجسمې او د هغه د ژوند انځورونه نندارې ته يې اېښي دي.
د ګندهارا د بوده ستوا دغه سر له کومې سیمې رابرسیره شو؟ څرګنده نه ده. خو دا د یوناني- روم مجسمو په سبک جوړدی نو کیدېشي د افغانستان ختیځ او یا د پښتونخوا نه يې راوړي وي. د دې ګورګوتي ویښته د خټو نه په لاس جوړ او د پاسه پرې ناست د زمري ویښته او د غوږ مرۍ په قالب کې پاخه شوي دي. د مجسمې په تندي د یو خال ځاي تش ښکاري چې د ګندهارا د تیږو او مرمرو په مجسمو کې به جوړیدو. په دغه خال کې به زیات وخت یوه قیمتي ډبره یاقوت، مرجان یا لاجورد خښ و. په سنګاپور کۍ ایښې د بوده ستوا سر د هنر یوه ښایسته بیلګه ده. د بودايانو په عقیده ګوتم بودا څو وارې په مختلفو زمانو او ځایونو کې زیږیدلې دی او ځکه ورته بوده ستوا وایی.
د لیکوالې له بلاگ څخه