د چغندر اوبه د ورزش کولو ځواک درکوي

روغتیا

د چغندر اوبه د ورزش کولو ځواک درکوي

163

هغه کسان چې غواړي تېزه منډه ووهي، له شک پرته چې یوه ځانګړي غذایي رژیم ته اړتیا لري. چغندر هغه خواړه دي چې په تېرو څو کلونو کې د ورزش کارانو او هغو کسانو پام ور اوښتی چې منډه وهي. څېړنو ثابته کړې ده چې چغندر د ورزشي فعالیتونو په چټک والي او د بدن په ځواکمنتیا کې ګټور ثابت شوي دي. د ۲۰۱۰ کال یوې څېړنې ثابته کړې ده، هغو کسانو چې د بایسکل د سپرلۍ پر مهال یې ۵۰۰ میلي لېتره د چغندرو اوبه څښلې وې، د هغو پرتله یې ۲۰ سلنه ډېره لار وهلې وه چې د تورو انګورو اوبه یې څښلې وې. د فیزیولوژۍ استاد اندرو جونز وایي، په چغندرو کې شته نایټرېټ په بدن کې په نایټرېټ اسیدو باندې بدلېږي چې کولی شي د وینې رګونه پراخ کړي او په اسانۍ سره د بدن ټولو غړو ته پر وخت وینه ورسېږي. له ورزش مخکې د یو یا دوو ګیلاسه د چغندرو اوبو څښل مو د ورزش لپاره چمتو کوي. هرو مرو یې یو ځل تجربه کړئ. کېدای شي دغه څه ستاسو په اند دومره د پام وړ نه وي، خو په ورزش کې په تېره بیا په منډه وهلو کې ۳ ثانیې هم د ارزښت وړ دي.