په پښتوکې د کلمو نشتوالی/ لیکنه: عزت الله نورزی

ادبي نثرونه

په پښتوکې د کلمو نشتوالی/ لیکنه: عزت الله نورزی

202

هره ژبه په لومړیو پړاوو کې له یوې ژبې جلا کېږي، نو خامخا به دهغه ژبې اغیزه ورسره وي که په هره ژبه کې لهجې لږ یو له بله لرې شي د خلکو ترمنځ یې اړیکه کمه شي په یوه ژبه اوړي، نو د اصلي ژبې اغیزه به پکې پرته وي، لکه: د خوست لهجه که لږ وخت ورباندې تېر شي له مرکزي او نورو ولایتو سره یې اړیکه پرې شي، نو بیا به ژبه شي.ليکوال: عزت الله نورزی

پښتو ژبه چې په طبعي ډول ستاتل شوې د ځینو څیزونو لپاره نومونه نه لري یعنې له پردیو ژبو مو پور اخیستي که څه هم د ځینو څیزونو لپاره یې چې نومونه لرل هغه یې له لاسه ورکړي. دا په دې مانا نه ده چې نیمګړې یې وبولو. په ژبه کې د یوه څیز چې اړتیا پیدا شوه دهغه لپاره یو نوم ټاکو.

سره له دې چې ما ډېر ځله له ځان سره ویلاي چې د دې څيز لپاه به موږ نوم نه لرو؛ خوبیا مې په یوه لهجه کې ښه نومونه ورته لیدلې ده.

په پښتو کې د واده لپاره یوه کلمه استعمالېدله که به مو ستن یا ځونډی د ناوې له کور یوړ همدا خبره مو کوله چې واده مې وکړ که بې میرمن شوه کورته بې یوړله هم واده یې ورته وې. ځکه پښتانه چې یو ځل واده وکړي بس هغه یې واده دی بیا په اسانه خلا نه رامنځته کوي؛ خو ورسته یې چې تحول وکړ، یوه کلمه یې راپیدا کړه کوژده، نو اوس چې واده وکړي په لومړیو کې کوژده وي بیا ورسته چې میرمن یې شي یعنې کورته یې یوسي واده ورته وايي؛ خو په ولس کې په هماغه یوه نامه نومول کېږي؛ ځکه دهغو خلکو له طبعت او عرف سره همدا کلمه تړاو لري.

د ځینو څیزونو لپاره نوم نه لرو، که ښکنځلو ته پام وکړو ټول له پردیو ژبو څخه اخیستل شوي؛ ځکه د دوی ته په عرف کې ښکنځلې خوند نه ورکوي که ښکنځل ورته وکړې بیا سر هم ورکوي، نو ښه به دا وي چې ښکنځل ورته ونه کړې. بله ژبه دومره احساس پارونکې نه وي، چې څو هغه احساس درکوي دغوسې تارونه یې نرم شي.

د زیاتره مصنوعي څیزونو لپاره نومونه نه لري، ځکه دوی ټول په ولس کې ژوند کړی او په ولس کې هرڅه طبعي وي مصنوعي څیزونو ته اړتیا نه لري او په لږ کچه چې دود وي ورسته په همغه نوم دود مومي.

زموږ د دربار ژبه دري ده؛ خو په دربار کې ملت ساتنه او وطن ساتنه راځي نو بیا عسکرۍ ته اړتیا شته څنګه چې ټول افغانان غیرتي؛ خو پښتانه بیا دې کار کې ډېر اوچت دی د سر په بدله دا کارکوي د عسکري نومونې لپاره څومره منطقي، لنډې او اهنګینې کلمې لرو چې تر اوسه په یوه ژبه کې دومره اسانه، زر ادا کونکي، احساس پارونکې، لنډې، منطقي او اهنګ لرونکې کلمې نه دي کارول شوې.

کرکټ یوه نړیواله لوبه ده، نو موږ اړ وو چې له نړۍ اتلولي وګټو؛ ځکه دا زموږ عرف دی چې تل مو دنړۍ ویاړ ګټلی نو اوس اړینه وه چې موږ د کرکټ لپاه نومونه وکړو؛ ځکه زموږ اتلانو د دې لوبې شوک کاوه. څومره ښکلې نومونه ورته شوې: شپږیزه، څلوریزه...

نو اوس که دکومې کلمې لپاره نوم ونه لرو یا مو پور کړی وی هغه زموږ له فطرت سره په یوه لاره نه په یولاره تړاو لري؛ خو چې اړتیا ورته ډېره شوه یا به نوم ورته ټاکو که دود شوی و پرهغه نامه بې بولو؛ ځکه ژبه د پوهولو او را پوهولو وسیله ده.

زموږ دین اسلام دی دیوه اصل په توګه مو منلی هم دی؛ دهر جز نوم یې په عربي دی نو زموږ مذهبي ژبه عربي ده.

د ډېرو څيزونو لپاره په دري نومونه اخلو، لکه: جای نماز نو اوس موږ ته په کار دي چې په همدې نوم یې ونومو؛ ځکه زموږ د اسلام دویمه ژبه دري پاتې شوې ده که مو خپله نوم ورته پیدا کړ لا ښه خبره ده.

که نوم نه وا همدا یې نوم دی، زموږ په د یني مدرسو کې زیاتره له عربي نه پښتو ته په ژباړه درس لوستل کېږي؛ خو څنګه چې دوی کتابونه په عربي او دري لوستي ټول کلمات هم دا کاروي که په پښتو لیک ولیکي نو زیاتره کلمې بې دنوورو ژبو پکې محسوسې کړې.

لیلیه تر اوسه په ښاروکې وه او د ښارو ژبه دری ده، نو نوم یې هم دري و چې له عربي څخه اخیستل شو کله چې پښتنانه پکې و اوسېدل نوم یې هم ورته پیدا کړ شپه غالی همداسې طعام خانې لپاره خوړنځی...
لیکوال: عزت الله نورزی