امريکايي پوه: قيامت راتلونکي سپتمبر کې دی

ګنګوسې

امريکايي پوه: قيامت راتلونکي سپتمبر کې دی

6318

د نړۍ د پای په اړه ډېرې ګنګوسې او خبرې خپرې شوې دي. تر اوسه پوهان په دغه موضوع کې د نظرونو اختلاف لري او هر يو د خپل فکر او پوهې له مخې د نړۍ د پای احتمالات وړاندې کوي.

د ډيويډ ميډ په نامه يو امريکايي پوه وايي چې د ځمکې پای به راتلونکي سپتمبر کې د يوه کسوف پر مهال وي. هغه ويلي چې د نيپرو يا ايکس په نامه سیاره به له ځمکې سره لګېږي او په دغه شکل به ځمکه له منځه ځي. هغه ويلي چې ياده سياره ځمکې ته ډېره نږدې شوې ده.

ډيويډ مېډ د خپلې دعوې د ثبوت له پاره له انجيل څخه ځينې مبهمې جملې هم را اخلي تر څو ثابته کړي چې قيامت نږدې دی. بلې خوا د فضايي څېړنو مشهوره اداره، ناسا وايي چې دغه خبر حقيقت نه لري او نه هم د نيپرو يا اکس په نامه کومه سياره شته ده. ناسا ويلي چې دغه سياره انټرنټي چل دی.

مېډ له ډيلي سټار سره مرکه کې ويلي دي چې د اګست په ۲۱مه نېټه په امريکا کې کسوف به دغې سيارې حقيقت معلوم کړي او د ځمکې د پای ښکاره نښه به وړاندې کړي.

 د يادونې وړ ده چې د اسلام له نظره د قيامت دقيقه نېټه څوک نه شي تخمين کولای، ځکه دا له هغو غيبياتو څخه دي چې له الله تعالی پرته بل څوک پرې نه دی خبر.



اعلان