د جاپان پر ناګاساکي د اتوم بم غورځولو کيسه

د پرون کيسه

د جاپان پر ناګاساکي د اتوم بم غورځولو کيسه

799

ژباړه: هارون ساپی
د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په شپږمه نېټه د جاپان په هيروشيما ښار باندې اتوم بم وغورځول شو چې شاوخوا ۱۳ کيلومتره مربع ځمکې ته يې زیان ورسوه.
د بي بي سي هندي ليکوال زياتوي، هيروشيما کې د انساني زيان د مالومولو کار پای ته نه و رسېدلی چې د اګست په نهمه نېټه يو بل اتوم د جاپان په يوه بل ښار، ناګاساکي باندې وغورځول شو. په داسې حال کې چې ناګاساکي د بم غورځوونکې الوتکې موخه نه و.
دغه بي ۲۹ الوتکه د جاپان د بل ښار کوکرا د بمبارولو په موخه راغلې وه. دغه ښار د جاپان لوی صنعتي ښار و او د جاپان د وسلو جوړولو کارخانې په کې وې.
بي ۲۹ الوتکې ۴۰۵۰ کيلوګرامه وزني اتوم بم درلود.
هغه مهال چې بم غورځوونکې الوتکه کوکرا ښار ته رسېږي؛ نو د ښار فضا وريځو نيولې وي. الوتکې د دې انتظار کاوه چې دغه وريځې لاړې شې. الوتکه لاړه او بيا چې کله راغله؛ نو د ښار فضا بيا هم وريځو نيولې وه.
د بي ۲۹ الوتکې تېل پای ته رسېدونکي وو، يوازې دومره تېل ورسره و چې خپل ځان بېرته ورسوي. الوتکه د تېلو د کمېدو له امله د ډېر وخت له پاره په هوا کې نه شوه پاتې کېدای.
موهن لال شرما د الوتکې د بم غورځوونکې ډلې د مشر په حواله ليکي، چې موږ سهار نهه بجې د کوکرا ښار د بمبارولو په موخه خپل پرواز پېل کړ. کله چې ورسېدو؛ نو وريځ وه، بيا موږ ته د وريځو له امله د کوکرا د پرېښودو امر وشو او بيا د خپلې دويمې موخې، ناګاساکي پر لور روان شو.
الوتکې بم له هوا څخه وغورځوه چې دوه ويشت ثانيې وروسته، له ځمکې پنځه سوه فوټه لوړ وچاودېده.
د بم غورځولو مهال يوولس بجې او دوه دقيقې وې. د بم له چاودېدو سره د اور يوه لويه کتله رامنځته شوه چې ورو ورو لويېده.
د ناګاساکي د ساحل پر غاړه پر کښتيو اور ولګېده. هېڅوک نه پوهېدل چې له ښار سره يې څه روان دي. له احساسولو وړاندې هر څه ختم شوي وو.
له ښاره بهر چې يوه تن په يوه معدن کې کار کاوه وویل چې له ښاره د انسانانو نوم ورک شوی و. هره خوا جسدونه پراته وو. د اتوم بم په اړه مو پخوا هېڅ نه و اورېدلي.
ناګاساکي چې د غرونو په منځ کې ګېر و، د هيروشيما په پرتله لږ زيان ور ورسېده او يوازې د ۶.۷ کيلومترو په اندازه شاوخوا سيمه يې زيانمنه کړه.
په هيروشيما کې ۱۴۰ زره کسان ووژل شول؛ خو ناګاساکي کې ۷۴ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.