دوستم کابل ته راځي

ګنګوسې

دوستم کابل ته راځي

1000

د ملي جنبش ګوند ویاند ویلي چې په راتلونکو لسو ورځو کې به د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبد الرشید دوستم افغانستان ته راشي او د  «افغانستان د ژغورنې عالي شورا» نوي ائتلاف رسمي اعلان به وکړي.

د دوستم ویاند وايي چې دوی د نوموړي د راتګ له پاره تياری نېولی او د ده راتګ سره سم به د نوي ائتلاف کارونه په رسمي ډول پیل شي.

څو ورځې وړاندې په بلخ کې د دوستم الوتکې ته د کښېناستلو اجازه ور نه کړل شوه او له الوتکې وغوښتل شول چې يا دې کابل کې کښته شي يا دې د افغانستان فضا پرېږدي. هماغه و چې الوتکې د افغانستان فضا پرېښوده او د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته لاړه، چې له هغه ځایه بېرته ترکيې ته ستنه شوه. د بلخ هوايي ډګر د جرمنيانو په لاس کې دی او امنيت يې د دوی په غاړه دی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د جنرال دوستم کسانو د د جوزجان پخوانی والي احمد ایشجي په کور برید کړی و او نوموړی يې وهلې ډبولې او بیا جنسي تېرې ورسره کړی و. اېشچي په دوستم او کسانو يې محکمه کې عریضه وکړه او د انصاف غوښتنه کوي او ګواښ کوي چې که د افغانستان محاکمو ورسره انصاف و نه شو نړيوالې محکمې ته به رجوع وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼې لخوا د پېښې د څېړلو له امر وروسته لویې څارنوالۍ د دوستم او د ساتنکو نېول امر وکړ، خو دوستم ترکيې ته وتښتېده، چې تر اوسه پورې قضیه لا نه ده حل شوې.

 جنرال دوستم سره له دې چې یاد تورونه ردوي، خو له پېښې وروسته ترکيې ته تللې او تر اوسه بیا هېواد ته نه دی راستون شوی.

 

 

 



اعلان