فارياب کې د امریکايي ځواکونو بمبار کې ۵۰ تنه امنيتي سرتېري وژل شوي

ګنګوسې

فارياب کې د امریکايي ځواکونو بمبار کې ۵۰ تنه امنيتي سرتېري وژل شوي

2167

راپورونه ښيي، چې د فارياب ولايت په لولاش ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په بمبار کې شاوخوا ۵۰ تنه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

امريکايي ځواکونو دغه بمبار له طالبانو د لولاش ولسوالۍ د بېرته نيولو د عملياتو پر مهال کړي، چې د امنيتي سرتېرو په ګډون په کې له سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

د کابل نيوز خبري سرچينې له راپور سره سم امريکايي ځواکونو هغه ۵۰ تنه سرتېري په بمبارۍ کې وژلي دي، چې وسله والو طالبانو ته تسليم شوي وو. د لولاش له نيولو وروسته د يوې قرارګاه ۱۳۰ تنه امنيتي سرتېري په ډله‌ييز ډول طالبانو ته تسليم شوي وو.

سرچينې څرګنده کړې ده، چې په ياده بمبارۍ کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان او له شلو ډېر ملکي وګړي هم وژل شوي او ۱۲ کورونه ويجاړ شوي دي.

حکومتي سرچينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو سرچينه کاږي چې د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند وړاندې د دې له امله له خپلې دندې ګوښه شوی دی، چې دې ولايت کې يې طالبانو ته د سرتېرو د تسليمېدو خبر تاييد کړی و.



اعلان