خاموش مجاهد؛ د افغان جهاد تر شا د جهاد ستر پلانوونکی

کتابونه

خاموش مجاهد؛ د افغان جهاد تر شا د جهاد ستر پلانوونکی

1670

خاموش مجاهد د ډګروال محمد يوسف کتاب دی چې له نن څخه نږدې اته ويشت کاله وړاندې يې په انګليسي ژبه ليکلی دی. دغه کتاب د ليکوال له لوري اردو او بيا د شهزاد هډوي په نوم يوه افغان، چې ښايي دا يې خپل نوم نه وي، له لوري پښتو ته ژباړل شوی چې پښتو ژباړه يې په ۱۳۷۲ هـ کال کې چاپ شوې ده.
د کتاب انګليسي نوم Silent Soldier: the man behind the Afghan Jehad دی.
د کتاب پښتو ژباړه ښايي اوس په افغان کتابتونو کې نه وي يا هم په ستونزمنه پېدا شي. ما دغه کتاب له نن نه څلور کاله وړاندې د پېښور په مشهورې کتابخانې (يونېورسټي بک) کې وموند. پښتو ژباړه يې ۱۱۴ مخه ده.
د کتاب پر پښتۍ د کتاب له نوم، خاموش مجاهد لاندې دا جمله ليکل شوې: د افغان جهاد د پردې تر شا مدبر جنرال شهيد اختر عبدالرحمن. ورسره د جنرال اختر عبدالرحمن تصوير دی. کتاب د جنرال اختر په پلوۍ او ستاينه ليکل شوی دی.
کتاب شپږ بابونه (څپرکي) لري. د کتاب ټوله محتوا پر افغان جهاد او په دغه جهاد کې د پردې تر شا او مخ د مهم رول لوبوونکي شخص، اختر عبدالرحمن په رول راڅرخي. جنرال اختر هغه مهال د پاکستان د پوځي استخباراتو (ای ايس ای) مشر وي.
ډګروال يوسف چې د کتاب ليکوال دی، د افغان جهاد پر مهال څلور کاله پېښور کې د افغان جهاد له پاره د ای ايس ای د ايالتي ادارې مشر وي. ليکوال پر کتاب يوه پېليزه هم ليکلې ده. جنرال اختر اته کاله د ای ايس ای مشر و او د ليکوال په وينا تر اوسه هيچا دغومره موده د ای ايس ای مشري نه وه کړې. ليکوال ليکي جنرال اختر د اوږدې مودې مشرۍ لامل د جنرال اختر له لوري د افغانستان د جهاد پلان جوړونه وه چې جنرال په ښه مهارت سره کړې وه. ډګروال يوسف وايي چې (شوروي) ستر ښکېلاک ته د جګړې په ډګر کې د ماتې ورکولو وياړ د جنرال اختر په برخه دی. ليکول په خپله وايي چې دغه کتاب يې ځکه ليکلی چې هسې نه د افغانستان جهاد په لړ کې د جنرال اختر ستر خدمتونه هېر کړای شي.
جنرال اختر له شوروي يرغل شپږ مياشتې وړاندې د ای ايس ای مشر ټاکل شوی وي. د کتاب لومړي باب کې د جنرال اختر په ژوند، ځانګړتياوو او شخصيت خبرې شوي دي.
جنرال اختر په ۱۹۲۴ ز کال کې په برتانوي هند کې زېږېدلی او اصلن پښتون دی، په څلور کلنۍ کې يې پلار مړ شي. د ليکوال په وينا هغه به په خپله (افغاني وينه) باندې وياړ کاوه.
جنرال اختر د پاکستان له جوړېدو دوه کاله وړاندې د اقتصاد لېسانس د لاهور له حکومتي کالج نه ترلاسه کړي. د پاکستان د جوړېدو په کال (۱۹۴۷ز) کې يې د هندي پوځ د حربي پوهنتون نه سند واخيست.
جنرال اختر له هند سره د پاکستان په ټولو جګړو کې برخه اخيستې. د (۱۹۴۸ز) د کشمير په جګړه کې له قبايلي لښکر سره يو ځای و. له جګړې وروسته جنرال اختر په مختلفو پوځي روزنيزو او ښوونيزو مرکزونو کې زده کړه وکړي. هغه د هند-پاکستان په دوه نورو جګړه (۱۹۶۵) او (۱۹۷۱ز) کلونو جګړو کې برخه واخلي.
د ای ايس ای د مشر په صفت له ټاکل کېدو وړاندې هغه د پاکستان د پوځ په بېلابېلو پوستونو دندې اجراء کړي چې وروستۍ يې د پوځ مرستيالي وي. د پوځ له مرستيالۍ يو کال وروسته يې د پاکستان د هغه مهال پوځي واکمن جنرال ضياء الحق د ای ايس ای مشر وټاکي.
د کتاب دويم باب چې د (کار پېل) دی، دې باب کې افغان جهاد ته د پاکستان د ورننوتو په پرېکړه او ورسره تړليو حالاتو ليکل شوي. افغانستان ته د شوروي پوځ راتګ، پاکستان له سخت حالت سره مخ کړی و. يوې خوا هند او بل خوا شوروي، پاکستان له داسې حالت سره مخ کړی و، چې د ليکوال په وينا، سخته خطره وه چې پاکستان د دوو ځواکمنو دښمنانو په مينځ کې د ژرندې د پلونو تر مينځ د دانو په څېر دل نه شي.
د شوروي د يرغل پر مهال له نړۍ سره هم د پاکستان اړيکې ښې نه وې. د شوروي پر ضد هر ډول دريځ غوره کولو د پاکستان پر راتلونکې ژور اغېز کاوه. افغانستان ته د شوروي راتګ او پر ضد يې د دريځ نيولو پرېکړه، جنرال ضياء، جنرال اختر ته وسپارل. جنرال اختر د سيمې او نړۍ حالاتو په ژور ډول مطالعه کولو وروسته جګړې ته د ننوتو پرېکړه وکړه. د ډګروال يوسف په وينا، جنرال اختر دليل دا و چې افغانستان د پاکستان لومړنۍ دفاعي ليکه ده. د دې سربېره جنرال اختر ويل چې پر افغانستان د روسانو يرغل په اصل کې په اسلام يرغل دی.
پاکستان، شوروي ضد جګړې ته د ننوتو پرېکړه کړې وه؛ خو د شوروي له راتګ نږدې شپږ مياشتې وروسته و چې د چين، سعودي او نورو هېوادونو مرستې له افغان جهاد سره پېل شوې. ليکوال وايي چې د لومړنيو شپږو مياشتو ټول بوج پاکستان پر خپل سر اخيستی و.
ليکوال له افغان مجاهدينو سره د ای ايس ای او نورو هېوادونو د مرستو، مجاهدينو ته د روزنې او دوی ته د وسلو ورکولو په اړه په تفصيل سره خبرې کړي دي. د جنرال اختر تر ټولو غټه هيله دا وه چې د شورويانو له وتو وروسته کابل ته لاړ شي او الله تعالی په وړاندې د شکرانې لمونځ اداء کړي چې ده (اختر) افغانستان له دښمنانو پاک کړ. ليکوال ليکلي چې د جنرال اختر له نظره، د مخامخ جګړې پر ځای چريکې جګړه، پر قافلو بريدونه او پلونو، پايپونو، لېنونو او هوايي ډګرونو ته زيان رسول د مجاهدينو د بري لامل دی. هوايي ډګر، مهمې کارخانې او سړکونه او د سالنګ لويه لار د راکټونو د پرلپسې بريدونو نښه وه.
کتاب کې د وژل شويو او ټپي شويو افغانانو او دغه راز له مجاهدينو سره د جنرال اختر او ډګروال يوسف تصويرونو ته هم ځای ورکړل شوی دی.
د کتاب په درېيم باب کې د جنرال اختر او مجاهدينو تر منځ په اړيکو لنډې خبرې شوي دي. دلته د مجاهدينو د اوو ګوندونو په جوړښت او اړيکو هم لنډه رڼا اچول شوې ده.
ډېرو ليکوالو راخيستي چې د جهاد پر مهال بنسټ پالو تنظيمونو ته ډېره مرسته او وسله ورکول کېده؛ خو ډګروال يوسف وايي چې د امريکا او سي ای ای په دغه دعوی کې هېڅ ريښتينوالي نه شته او موږ هر جهادي ګوند ته د هغوی د پوځي کارنامو او عملياتو پر بنسټ وسله ورکوله؛ نه د هغوی د بنسټپالنې پر بنسټ.
په څلورم باب کې يې د جهاد او بيا په ځانګړي ډول د سي ای ای پر ونډه خبرې راخيستي دي. په ۱۹۸۶ ز کال کې امريکا مجاهدينو ته الوتکو د راپرځولو له پاره د سټينګر توغندي ورکړل.
ليکوال وايي چې سي ای ای CIA (د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې) پر ما او جنرال اختر ډېر زور اچوه، څو د وسلې په وېش، مجاهدينو ته په روزنه او د بريدونو په تړاو ورته په جګړه کې ونډه ورکړل شي؛ خو د جنرال اختر په شتون کې امريکا او سي ای ای ته اجازه ور نه کړل شوه او د هغوی يوه هيله هم پوره نه شوه. دا چې امريکا ته په افغان جهاد کې نېغه ونډه ورکولو سره ولې ای ايس ای مخالفت کاوه، ليکوال يې په خپل کتاب کې دوه لاملونه ليکلي دي.
ليکوال وايي چې هندي استخباراتو (را) او د افغان حکومت (خاد) ايجنټانو به د بلوچستان په ځينو سيمو کې بمونه الوځول، څو د مهاجرينو او انصارو تر منځ د بې اعتمادۍ او بد ګومانۍ فضاء رامنځته کړي.
د کتاب په وروستي باب کې د جنرال اختر د ژوند په وروستيو حالاتو ليکل شوي.
جنرال اختر د ۱۹۸۷ ز کال په مارچ مياشت کې د ای ايس ای له مشرۍ لرې او د پوځ د مرستيال په توګه وټاکل شي. ليکوال وايي چې جنرال ضياء دا کار، د ای ايس ای له مشرۍ د جنرال اختر لرې کول، د امريکايانو د خوشالولو له پاره وکړ. په خپله جنرال اختر هم نږدې يوه اوونۍ د ای ايس ای نوي مشر، جنرال حميد ګل ته د واک له سپارلو ډډه کړې وه.
ليکوال د حزب اسلامي د مشر حکمتيار په اړه ليکي چې هغه به يو ځل کومه پرېکړه وکړه، يو ځواک هم نه شوه بدلولای. د ليکوال په نظر، هغه په فطري ډول د يو عام افغان نه دوه چنده سرکښ و.
د مولوي خالص په اړه ليکي چې هغه خوش طبعه او ټوکي سړی و.
ليکوال وايي چې افغان جهاد درې ضربې وليدلې. يوه د ای ايس ای له مشرتوب نه د جنرال اختر لرې کول. دويمه د راولپنډۍ په اجړي کمپ کې د مجاهدينو له پاره د زېرمه شوي وسله تون اور اخيستل او درېيمه د ۱۹۸۸ ز کال د اګست په اوولسمه له جنرال ضياء، د امريکا له سفير او نورو يو دېرش تنو سره په يوه نظامي الوتکه کې د جنرال اختر وژل کېدل.
د ليکوال په وينا، جنرال اختر خپل ټول مقصدونه ترلاسه کړل، بغېر له دې يو لوی مقصد نه او هغه (د افغانستان اسلامي جمهوريت) و.



اعلان