داوود خان پر پاکستان بريد کوي!

د پرون کيسه

داوود خان پر پاکستان بريد کوي!

1879

ليکوال: اکرام اندېشمند
ژباړن: جاويد غوربندی
د ۱۹۵۵ ميلادي کال د پسرلي په پيل کې سردار محمد داوود خان د افغانستان د وخت لومړی وزير د غربي پاکستان پر اتحاد توند غبرګون ښکاره کړ. د دې طرحې پر اساس د پاکستان څلور غربي آيالتونه، پنجاب، سند، بلوچستان او شمال غربي سرحد (چې اوس په خيبر پښتونخوا يادېږي)، په يوه ايالت کې د غربي پاکستان په نامه د سياسي توازن د رامنځ ته کولو له پاره راغونډ کړي او له شرقي پاکستان (بنګله دېش) سره يې مدغم کړي.
دغه مدغم کول د ډيورند کرښې هغې غاړې ته د سرحد آيالت محدوده آزادي هم له منځه وړله. د افغانستان لومړي وزير د افغانستان د دولتي راډيو له لارې، په کابل کې پاکستان د پښتنو د حقوقو په تر پښو لاندې کولو متهم کړ. داوود خان وويل:
«ګرانو وطنوالو!
د يوه چارواکي په صفت غواړم هغه مهمې حادثې چې د هېواد پر ننني او راتلونکي برخليک مهم تاثير لري، ټولو ته ورسوم او خپل ګران وطنوال د واقعاتو له حقيقته بې خبره ونه ساتم.
په کراچۍ کې چې پرون کومه اعلاميه خپره شوه، غوښتل يې چې پاکستان د ټولو نړيوالو قانينو او نواميسو پر خلاف او د پښتونستان د خلکو د حقوقو په نظر کې نه نيولو، د هغوی په برخليک ټاکلو کې د افغانستان د حکومت د غوښتنو پر خلاف، غواړي آزاد او محکوم پښتونستان د پاکستان په غربي يونټ کې شامل کړي او په خپلې دې کړنې خدای مه کړه، زموږ د مليونو پښتونستاني وروڼو آزادي د تل له پاره محوه او له منځه وړي.
د پاکستان د حکومت دغه بې فکره هوډ په هېڅ صورت پر افغانستان بې تاثيره نه شي پاتې کېدای، ځکه چې افغانستان له خپلو پښتونستاني وروڼو سره تاريخي اړيکې لري. له دغه اړخه چې کومې ستونزې راولاړېږي او د دنيا دغه برخه کې که سوله او آرامي له کوم ګواښ سره مخ کېږي، پړه به يې يوازې د پاکستان د حکومت پر غاړه وي.
غواړم په ډېر ښکاره ډول يو وار بيا د پاکستاني مشرانو او نړيوالو سوله خوښوونکو ته ورسوم چې د افغانستان ملت او حکومت په هېڅ صورت د پښتونېستان سيمه د پاکستان د خاورې برخه نه پېژني و نه به يې وپېژني».
د داوود خان وينا او حکومتي تبليغاتو په کابل، کندهار او جلال آباد کې خلک د پاکستان پر ضد لاريونو ته راپاڅول. دغه لاريونونه چې په کابل کې د ۱۹۵۵م کال د مارچ پر دېرشمه تر سره شول، معترضينو د پاکستان سفارت په تيږو وويشته او د پاکستان بيرغ يې د سفارت له تعميره راوغورځاوه. په کندهار او جلال آباد کې همدا ډول د پاکستان فونسلګريو باندې بريد وشو. که څه هم د افغانستان دولت د پاکستان پر سفارت او قونسلګريو بريد وغانده او خپل خپګان يې ښکاره کړ، خو په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ په مخه کې هم لاريونونه وشول. په پېښور کې لاريونکوونکو د افغانستان قونسلګرۍ په تيږو وويشتله.
په داسې حال کې چې د دوو هېوادونو اړيکو کې د مظاهرو او په کابل کې د پاکستان د بيرغ راښکته کولو په پايله کې، کړکېچ رامنځ ته شو او د دواړو هېوادونو تر منځ د يوه او بل پر ضد د تبليغات رامنځ ته کولو باعث شو، د افغانستان لومړي وزير، سردار محمد داوود خان، د افغانستان نظامي ځواک ته د تياري امر وکړ. د افغانستان دولت اضطراري حالت اعلان کړ او د ۱۹۵۵م د مۍ پر څلورمې يې د افغانستان ډېر نظامي ځواک راغونډ کړ او پر پاکستان يې بريد کولو ته ځان آماده کړ.
په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ حالات ډېر ترينګلي وو او د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې خطر و، سعودي عربستان د همدغه کال د مۍ پر ديارلسمې د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړيتوب اراده ښکاره کړه او د سعودي عربستان او دواړو هېوادونو تر منځ لومړۍ مذاکره په کراچۍ کې تر سره شوه. دغه مذاکراتو د دواړو هېوادونو اړيکې عادي کړې.
سردار محمد داوود خان د ۱۹۵۵م د جولای پر ۲۸مې اضطراري حالت پای ته ورساوه او د همدغه کال د سپتمبر په نهمه د سردار داوود ورور او د وخت لومړی وزير، سردار محمد نعيم پاکستان ته سفر وکړ او له پاکستاني چارواکو سره د مذاکراتو په پايله کې توافق وکړ چې په دواړو هېوادونو کې دې د تبليغاتو مخه ونيول شي.
له دې توافقاتو وروسته د دواړو هېوادوو بيرغونه پر خپلو سياسي نمايندګيو ورپېدل او ترينګلي حالات بېرته عادي شول.



اعلان