اسلام دټول بشریت لپاره لارښود سیاسی نظام دئ

اسلام

اسلام دټول بشریت لپاره لارښود سیاسی نظام دئ

284

هو! الحمدلله اسلام خپل مستقل سیاسی نظام لري، خو یقینا چی په هره اسلامی ټولنه او په هرمسلمان هیوادکی کله کله داسی شاذ غږ اوریدل کیږي،چی په ډیره سپین سترگی وایی : په اسلام کی سیاست نسته،اوڅوک چی دسیاسی اسلام غږ پورته کوي دا دهغه خپل فکردئ ؟ 
درندو لوستونکو! دا شاذ غږ،اوبی بنیاده شعارکمه نوی خبره نده ،کله چی دغربي ښکيلاک لشکرو په 18پیرئ کی دغرب نه مخ په شرق وسلوال برید وکه،اوځینی مسلمان هیوادونه یی په افریقا اوآسیا کی لاندي کړل،او داستعمار او ودانی په نامه یی دخپل فوجی واک څپر ورباندی راخورکه،نو دخپلو مذهبي مشرانو اودکلیسا پاپانوپه بلنه یی همدا تبلیغات پیل کړل چی په اسلام کی سیاست اوحکومت کړل نسته...او څوک چی په اسلام کی سیاست غواړې دا دهغوي خپل فکردئ.
اوددی باطلی دعوا په دلیل کی يى وویل: دین دالله اوبنده په مینځ کی یوازی روحی رابطه اوتړون دئ ،او دا رابطه په کلیسا اومسجد کی رالنډیږى،اود زوند چارو سره اړیکه نلري،او هرڅوک دزوند چارى په خپله دعلم اوپوهی په مرسته سمباله وی.
درندولوستونکو! نولمرئ ښائی چى په لنډ ډول داحقیقت بیان سي چی په اسلام کی سیاست سته،اوهغه یوازی دجومات اومسجد دین ندئ،اوبیابه ددی ناحقه اوباطلی دعوا عوامل اولامیلونه بیان سي؛ چی ولی دغرب ختیځ پوهانو داخبره کړی ده :چی په اسلام کی سیاست نسته...
هو،قدرمنولوستونکو! دا بی بنیاده خبره چی په اسلام کی سیاست نسته، دا یاد هغو مکرجنوکسانو خبره ده چی اسلام پیزنی،اوپدي پوهیزي چی اسلام کامل دین دئ اوهغه الله تعالی دبشریت دسعادت لپاره په دنیا اوآخرت کی رالیږلئ دئ،او د زوندانه ټولی فردي اواجتماعي چارى دالله دحکمونوسره سم سمباله وي،اوهغه الله تعالی مونږ ته سمه تګ لاره بیان کړي ده، خو دغسی مکرجن پټ کسان غواړي چی اسلام دالله حق دین دخلکو د زوند نه وباسی ،اوهغه یوازی آخرت پوری وتړي،ترڅو مسلمانان ونسی کولای چی داسلام لمړنیو مومنان غوندی امتونه اوتمدنونه جوړکړي.
خو سته ځینی نورداسی ناپوهان چی د طوطی غوندی داخبره کړي او وائی : په اسلام کی سیاست نسته، ځکه د دوی سترګی دغرب معاصرتمدن وړانګو ړندي کړي دي،او داسلام نه خبر ندي،نه په قرآن پوهیږي ،اونه درسول الله سنتونه خبردي،اونه داسلام د واکدارۍ ځلانده تاریخ پیزني ،چی الهی عادل نظام یی دبشرزور ځواک ظالم نظام په ځاي په نړۍ کی قائم که،اود نړی ډیرمظلوم ولسونه یی دانسان عبادت اوبندګی اوبردګی نه دالله عبادت ته را وایستل .
اوله بلی خوا دغه کسان چی دغربی اوسنی تمدن نه متاثردي،فکر کړي چی اسلام لکه عیسویت په کلیسا یا جج کی خلاصه کیږی،اودکلیسانه بهر ددنیا په زوند کی دین حق دمداخلی نلری،اوهم دوى خیال کړي چی داسلام دین دملایانو اوعلماٶ خپل فکردئ ،اودالله نه راغلئ دین ندئ ،لکه عیسویت چی پاپان يى په مسالو کى دخپلی خوښی سره سم خلکوته فتواگانی ورکوي،اودجنتونو قوالی ورباندی خرڅوي؛نو ځکه کله چى په غرب کى صنعتي انقلاب راغئ کليسا يى وښوروله ؛اودنيايى د دين نه بيله کړه اوبيا فيصله وسوه چى دهرچا خپل واک دالله خپل واک او دامپراتورخپل واک؛اودالله واک يوازى په کليسا ياجاج کى او په ديني شعايروکى رالنډسه ؛اود دنيا چارى امپراتورته وسپارل سولى اوټولو په اتفاق سره وويل:دين دسياست نه بيل دئ. 
اودا فيصله د دوي خپل ضرورت وه،اوهغه داسلام سره هيڅ رابطه نلري،ځكه اسلام دهغه عيسويت سره چی هغه پولس اروپايانوته خوښ کرئ وه ورته ندئ .
هو!درندو لوستونکو! نو پوره روښانه سوه چی حقیقت داسی ندئ ،اسلام دعیسویت غوندی ندئ ،اونه دینی پوهان ، علماء اوملایان په اسلام کی دپاپانو غوندی دي.
په اسلام کی دملا اوعالم دنده او وظیفه دالله د دین تبلیغ اوخلکوته یی رسول او ورزدکول دي،او دوي دخپله ځانه هیڅ خبره کړلای نسی ،اوفتوا هم دقران اودرسول الله داحادیثو په رڼا کی ورکوي،نوکه چیری ملایان اودمسلمانانو مشران دالله د دین دلاری نه واوړي ،نو ورپسی اقتدا کړل اوفرمان وړل یی رواندي،لکه څنګه چی رسول الله فرمایلی دی:لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق...د خالق په معصیت کی دمخلوق نه طاعت کړل روا ندی.
اوهمدارنګه کله هم حاکم په اسلام کی دینی اومذهبی حیثیت نلري،اوپه خپله خوښه هیڅ کارکړلاي نسي،دهغه دنده یوازی داسلام لارښود قانون تطبیق اوپلي کول دي.
هو،درندو وروڼو! الله تعالی زمونږ دزوندانه دچارو دچلولولپاره کامل لارښود دین اوقانون رالیږلئ دئ، اوهغه یی په خپل پیغمبر رانازل کړئ دئ،اوپیغمبرچی په خپل امت کی مشر او واکدار وه ،اوپه مدینه منوره کی لمړۍ اسلامي خپلواکه ټولنه جوړه کړه،دالله نه راغلئ نظام یی دخلکو دچارو دتنظیم په اداره کی نافذ او پلئ که،ځکه الله تعالى ورته امر اوحکم وکه او ويفرمايل: وأن احکم بینهم بما أنزل الله ،ولاتتبع اهواءهم..المايدة49.
اي پیغمیره! دخلکو په منځ کی هغسی حکمونه اوفیصلی وکړه چی هغه الله رانازلی کړي دي،او ددوي خواهشاتو پسی مځه...
اوبیا درسول الله نه وروسته واک د راشدینو خلیفه ګانو په لاس کی پریوت اودوي هم درسول الله په پله روان سول،او په قرآن اوسنتو یی عمل وکه،او دالله حکمونه یی جاري کړل.
درندو لوستونکو! نوپدیډول داسلام په ټول تاریخ کی دین اوسیاست یوځای وه،اوکله هم دین دسیاست نه بیل نوه،اودزوندانه ټولی چاری دالله نه راغلي لارښود قانون باندي چلیدلی ،اوټول ملکي، نظامي،سیاسي،اقتصادي،اجتماعي ،اوبین المللي قوانین دقرآن نه،او درسول الله او دهغه خلفاء راشدینو کړن لارى اوسیرت اوسنتو نه اخستل سوي دي،اودکلنو په تیریدو سره ټول مدنی ،جزایی اودبین المللی روابطو قوانین په اسلام کی په پوره شرحی اوتفصیل سره په اسلامی فقه کی تدوین سوي دي،او اوس هم الحمدالله په ځينى اسلامي هیوادوکی دزوندانه اړوند ټول قوانین د اسلامي فقهی په چوکاټ کی لیکل کیږي او بیا دقانوني مراجعو لخوا منظوريږي،اومحاکم یی په تطبیق مکلف دي.
نو یقینا چی اسلام خپل سیاسی نظام لري،اوهغه کامل اوعادل نظام دئ ،اود ټول بشریت زوندانه لپاره غوره قانون دئ.
نوځکه په اسلامي نظام کی بشري نظامونه ځاي نلري لکه دکلیسا پخوانئ دیني دکتاتوري نظام،اویا اوسنئ سیکولرنظام،اویا لکه زړه ړنګه سوي کمونستی اوسوسالستی دکتاتوري. 
هو،گرانو لوستونکو! داسلامی نظام اصلی مرجع اوسرچینه دالله نه راغلی وحي ده،اوهغه الله مونزته خوښه کړي اوکامله کړي ده اوپکی هیڅ کمښت اوعیب نسته، اوتفصیلی بیان یی زمونزمعتبرو فقهاؤ دشريعت دمقاصدو سره سم کړئ دئ،اودغه پرمختللئ اسلامي قانون کله هم د بشري قوانینو سره چی دولسونو ګتی تامینه وي په تضاد کی ندئ،مگر داچی دغه نوربشري قوانین داسلام ثابتو اساساتو سره په ټکرکی وي ،لکه دحلالو اوحرامو ،اودظلم اوبی عدالتی اړوند مسالی اوحکمونه. 
هذا؛ والله الهادي الى سواء السبيل.