د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي کاندیدان څوک دي؟

ګنګوسې

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي کاندیدان څوک دي؟

1171

مسير ورځپاڼه
ولسمشریزو ټاکنو ته نږدې دوه کاله وخت پاتې دی، خو يو شمېر احتمالي کاندیدانو د اغېزناکو شخصیتونو، ګوندونو او بهرنیو هېوادونو د ملاتړ راخپلولو هڅې پيل کړې دي.
مسیر ته رسیدلي معلومات ښيي چې محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، حضرت عمر زاخیلوال، حنیف اتمر، عطا محمد نور، رحمت الله نبیل، عمر داودزی، انوار الحق احدي او اکلیل حکیمي هغه کسان دي چې غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي.
په دوی کې ځیني سر له اوسه وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې به کاندید وي، خو ځیني یې داسې ګامونه اخلي چې ترې ښکاري ولسمشریزو ټاکنو ته کاندیدان دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کور د ننه هغه کسان دي چې کاندیدان یې د ملاتړ د خپلولو هڅه کوي. امریکا، د سیمې هېوادونه او اروپايي اتحادیه هغه بهرني اړخونه دي چې کاندیدان پرې تکیه کوي او له هغوی د ملاتړ هیله لري.
مسیر داسې معلومات تر لاسه کړي، چې ښيي اوسنی ولسمشر اشرف غني، یو ځل بیا کاندید دی او په شخصي ناستو کې یې دا خبره بیا بیا ياده کړې ده. د نوموړي په ویناوو کې هم ځیني داسې څرکونه شته چې ښيي په راتلونکو ټاکنو کې کاندید دی. هغه د څلورو- پنځو نورو کلونو ژمنې کوي، چې په طبیعي ډول د بیا ځلې کاندیدېدو معنی لري. نوموړی هڅه کوي چې د حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار ملاتړ ور خپل کړي، خو داسې نه ښکاري چې په دې چاره کې به بریالی شي. د خلکو پر رایه معامله، د افغانستان د اساسي قانون خلاف د ملي وحدت د حکومت جوړول، د کړو ژمنو ماتول، په کور دننه پراخه نارضایتي او له امریکا سره د ډير نږدې کېدو له امله د سیمې د هېوادونو ناخوښي هغه لاملونه دي چې د اشرف غني د بریا چانس له منځه وړي.
د ملي وحدت حکومت بل شریک ډاکټر عبدالله هم کاندید دی چې کتونکي باور لري ډېره تکیه یې د اروپايي اتحادیې او ایران پر ملاتړ ده. په کور دننه پراخه نارضایتي، د جمعیت ګوند له مهمو غړو، په ځانګړي ډول د هغه له ستر سیاسي او اقتصادي ملاتړي عطا محمد نور سره اختلافات د دې لامل کیږي چې د هغه د بریا چانس له منځه لاړ شي.
مسیر ته رسېدلي معلومات ښيي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به بل مطرح کاندید حضرت عمر زاخېلوال وي. ویل کیږي چې عمر زاخیلوال سر له اوسه هڅې پیل کړې چې پیاوړي ملاتړي پیدا کړي. کله چې پر اچین امریکا ستر بم وکاراوه، هغه توند غبرګون وښود او ویل کیږي چې د حکومت د غبرګون په صورت کې به یې استعفا هم کړې وای، خو دا چې حکومت غبرګون ونه ښود، ده هم استعفا ونه کړه. ویل کیږي چې هغه مناسب وخت ته منتظر دی چې خپله اوسنۍ دنده پریږدي او د کاندیدۍ لپاره رسمي هلې ځلې پیل کړي. زاخیلوال باوري دی چې حامد کرزی به یې ملاتړ وکړي او ډېر احتمال شته چې د حزب اسلامي مشر به هم د ښاغلي زاخیلوال ملاتړ وکړي. زاخیلوال له دغه ملاتړ ور هاخوا له لوېدیځو هېوادونو او سیمې سره هم ښې اړیکې لري چې دا یې د بریا چانس زیاتوي.
مسیر ته رسېدلي معلومات ښيي چې حنیف اتمر هم غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کاندید کړي. که څه هم هغه له داعشه پر ملاتړ تورن دی، خو په وروستیو کې یې ملاتړي هم پیدا کړي دي. ویل کیږي چې که حنیف اتمر احساس کړي چې اشرف غني بایلونکی دی، نو استعفا به وکړي او ځان به کاندید کړي. نوموړي هم له حامد کرزي او حکمتیار سره ښې اړیکې ساتلې دي او هڅه کوي چې ملاتړ یې ور خپل کړي.
ولسمشريزو ټاکنو ته بل کاندید محمد عمر داودزی دی چې د حراست او ثبات شورا په استازيتوب به ځان کاندیدوي. که څه هم په ولسمشریزو ټاکنو کې به دا شورا وپاشل شي، خو استاد سیاف به د محمد عمر داودزي ملاتړ ته دوام ورکړي،دغه راز نوموړی ځان داسې ښیي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ملاتړ هم ورسره دی . عمر داودزی د ایران پر ملاتړ هم تکیه کوي او له لوېدیځو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، خو لا نه ښکاري چې لوېدیځ هېوادونه به یې ملاتړ وکړي.
انوار الحق احدي به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې بل کاندید وي. نوموړی هم هڅه کوي له بېلابېلو قومونو ځان ته مرستیالان پیدا کړي. احدي هم هڅه کوي چې د حامد کرزي ملاتړ ور خپل کړي. د بهرنیانو پر وړاندې سوړ او پڅ دریځ د هغه کمزوري ګڼل کیږي او په کور دننه یې افغان ملت ګوند هم څو ټوټې شوی چې دا به یې پر بریا منفي اغېز وکړي.
عطا محمد نور، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې بل کاندید دی. هغه همدا اوس له دوستم او محقق سره ایتلاف جوړ کړی او د حامد کرزي د ملاتړ د ور خپلولو هڅه هم کوي. ویل کیږي چې د هغه چانس کم دی، نو ځکه ښايي ټاکنو ته په نږدې وخت کې له خپلې کاندیدۍ تېر شي او د یو پیاوړي کاندید مرستیالي غوره وګڼي.
مسیر ته رسېدلي معلومات ښيي، چې رحمت الله نبیل به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې بل کاندید وي. امرالله صالح، رنګین دادفر سپنتا، اسدالله خالد او زلمی رسول د هغه پیاوړي ملګري بلل کیږي. دوی پرون د ( افغانستان د خلکو محور) په نامه یو ګوند هم اعلان کړ. ویل کیږي چې د دوی ډېره تکیه به پر امریکایانو وي، خو په کور دننه یې ولسي ملاتړ کم دی او همدا یې د بریا چانس له منځه وړي.
ویل کیږي چې اکلیل حکیمي به هم په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کاندید کړي، خو بیا به د اشرف غني په ګټه له خپلې کاندیدۍ تېر شي. هغه ته نږدي کسان وايي چې نوموړی غواړي ځان مطرح کړي او په ۲۰۲۴ کال کې به د یو مطرح کاندید په توګه را څرګندیږي.
ځیني نور کاندیدان به هم وي، خو دا لوی او مطرح کاندیدان دي چې تر اوسه را څرګند شوي دي.
د حزب اسلامي مشر ویلي چې خپله به کاندید ونه لري، خو د یو بل مطرح او ښه کاندید ملاتړ به وکړي. په دې مينځ کې حامد کرزي تر اوسه خپل دریځ نه دی څرګند کړی، چې د چا ملاتړ به کوي.



اعلان