د اقصى وروستى ساتندوى

د پرون کيسه

د اقصى وروستى ساتندوى

1151

ليکوال: صالح ګولن

ژباړن: زاهد جلالي

 

 – دلته مې وليده محمده، دلته په دغه ميدان کې…

 د اقصى جومات مجسمې[i] ته يې لاس نيولى و او دا خبره يې په خپګان تکرار کړه:

 – هو، همدلته مې وليد… او سترګې يې له اوښکو ډکې شوې…

 لمسي يې محمد په ډېرې حيرانتيا سره به يې کله خپل نيکه او کله هم مجسمې ته کتل او د نيکه د خبرو په موخه نه پوهېده… نيکه يې ژړل، اوښکې يې پر رخسار داسې خوټېدلې لکه چينه چې د تيږو په منځ کې کراره خوټېږي او اوښکې يې پر تکې سپينې ږيرې بهېدلې. بوډا په داسې حال کې مجسمې ته اشاره کوله چې په سرګردانه فکر کې ډوب و…

 محمد په ناخبرۍ پوښتنه وکړه:

 – څه درباندې وشول بابا؟!

 نيکه هېڅ نه اورېدل، هغه د ماضي په فکرونو کې ډوب و… محمد يوه شېبه انتظار وکړ، بيا يې په نرمۍ خپل نيکه ته لاس ور وړاندې کړ او ويې ويل:

 – بابا ته ښه يې؟ څه درته پېښ شول؟ ناڅاپي درباندې څه وشول؟

 نيکه نفس واخيست او سترګې يې په مجسمې خښې وې… څه موده وروسته يې لمسي ته وکتل او هڅه يې کوله چې له اوښکو سره موسکي شي، خو ونه شوه بيا يې يوه اوږده سا واخيستله او ويې ويل:

 – زويه دې مجسمې پنځه دېرش کاله مخکې بوتلم…

 هوښيار لمسى يې د نيکه په موخه ونه پوهېد او له دې خبرو يې هېڅ مطلب وانه خيست… بوډا خپلو خبرو ته په داسې حال کې ادامه ورکړه، چې خپلې اوښکې يې پاکولې:

 – هو… ډېر کلونه داسې تېر شول لکه د سترګو رپ…

 لمسي هڅه کوله چې د نيکه په مطلب وپوهېږي، نيکه يې وپوښت:

 – څه شى يادوې بابا؟ کوم کلونه؟

 نيکه امسا په لاس په آرامۍ ټيټ شو او مجسمې ته نږدې کېناست، د زړه په زور يې وويل:

 – دوه دېرش کاله مخکې، په ١٩٧٢م کال کې، زه ځوان جورنالېست وم، هغه وخت کې دې پلار ستا په څېر يوولس کلن و… په دغه کال کې ځينو سياستوالو او نورو شخصيتونو وغوښتل د شريفو سيمو رسمي کتنه وکړي. دغه وخت کې زموږ دنده د جورنالېست په صفت دا و، چې حالات او تغييرات تعقيب کړو. ستا پلار، کاکا او نيا مې خپل پلار ته پرېښودل، تر دې چې پلار رحمه الله به تل ويل (دغه هلک تر اوسه داسې دنده ونه موندله چې خپلې او د کورنۍ اړتياوې پوره کړي)… دغه سفر څلور ورځني و… قدس ته د مۍ د مياشتې په يوه ګرم ماښام ورسېدو… رسمي اړيکې ونيول شوې…

 په څلورمه ورځ يې موږ ته د تاريخي او سياحتي ځايونو د ليدلو زمينه مساعده کړه… زه د اقصى جومات ليدو ته تږى وم… ورځ ډېره توده وه، لمر سوځوونکى و او زما له جسمه خولې بهېدې… له قافلې سره اقصى جومات ته ورسېدو… په دغو شېبو کې زه ډېر حساس وم… تر دې چې کله مې کامره د تصوير له پاره اوچته کړه، لاسونه مې پړکېدل… دغه اوچت ځايونه چې وينې، دلته پاڅېدو… دغه ميدان ته د دولس زرو مشالونو ميدان ورته ويل کېږي، ځکه، کله چې سلطان سليم الاول اقصى جومات فتحه کړ، دغه ځاى کې يې دولس زره مشاله لګولي وو او عثماني پوځ د دغو مشالونو په رڼا کې د ماخوستن لمونځ ترسره کړ…

لمسي د نيکه خبرې پرې کړې او په جذبه يې وويل:

 – زموږ استاذ ويل چې عثماني پوځ اقصى جومات په ١٥١٦م کال فتحه کړ.

 – هو دا سمه ده زويه…

 – ښه بابا په اقصى جومات کې مو بيا څه وکړل؟

 نيکه په مات زړه خپلو خبرو ته ادامه ورکړه:

 – له دې وروسته مې يو سړي ته پام شو، چې د دغه ميدان په يو طرف کې ولاړ و… سړي شپېتو کلونو کې و… او زاړه پټۍ شوي عسکري کالي يې پر تن وو… تر دې چې د ځينو برخو پټۍ د دوهم وار له پاره بيا هم ګڼډل شوي وو… او خولۍ يې پر سر وه… او لرې ولاړ و… زما توجه يې ځان ته جلبه کړه…

 – دا سړى څوک و بابا؟

– زه هم د دغه کس پېژندلو ته تشويشي شوم… له ځان سره مې وويل: دا سړى ولې دغه تود لمر ته داسې ولاړ دى… بيا مې د هغه په هکله پوښتنه وکړه، راته يې وويل چې دا سړى هره ورځ له سهاره تر ماښامه همداسې ولاړ وي… هېچا سره خبره نه کوي او د هېچا د خبرې ځواب نه ورکوي… همداسې ولاړ وي، کېدى شي لېونى وي… دى يې په ليونتوب تورناوه خو، زما په زړه کې د ده په هکله لا تشويش ډېرېده او دا سوال راته په زړه کېده، چې دى ولې دغه سور لمر ته ولاړ دى… ورنږدې شوم… کالي يې ډېر زاړه وو، دومره چې خپل رنګ يې هم له لاسه ورکړى و، خو پاک وو…

 – ښه بابا بيا څه وشول؟

 – زه زړه نازړه وم چې خبرې ورسره وکړم او که نه… بيا ښه ورنږدې شوم… زما په ورنږدېوالي پوه شو، خو هېڅ يې ونه کړل… ما ورته وويل: السلام عليکم کاکا… زما لور ته يې لږ مخ راواړاوه… زما په طرف يې د تحقيق په موخه راوکتل او بيا يې په رپانده غږ وويل: وعليکم السلام… ناڅاپه ولړځېدم او په خپل زړه کې مې وويل: خدايه، د ده غږ خو د ترکيانو په څېر دى… ممکنه ده چې دى دې ترکي وي!.. نو څنګه دلته راغلى دى؟ له هېواده يې دومره لرې؟ په ډېره حيرانتيا مې وپوښته:

– ته څوک يې او دلته څه کوې کاکا؟ په ټيټ رپېدونکي غږ يې ځواب راکړ:al-aqsa

 – زه… زه حسن يم په عثماني پوځ کې د درېيم ګروپ مشر، اتمه ډلګۍ کې، شپږ دېرشم لين او شلمې فرقه کې… ساه يې تنګه شوه او غږ يې ورک شو، خو هغه يو وار بيا خپل تعارف له سره پيل کړ او په زورور غږ چې خپل وجود او متانت يې ثابتاوه، ويې وويل:

 – زه حسن يم په عثماني پوځ کې د درېيم ګروپ مشر، اتمه ډلګۍ کې، شپږ دېرشم لين او شلمې فرقه کې…

 د دې خبرې په اورېدو ډېر حيران شوم او له خولې مې له ارادې پرته ووته:

 – څه؟! ته عثماني يې؟!

 په ډېر وياړ يې وويل: (هو)…

 – نو دلته څه کوې؟

 له دې سره يې خپله غمجنه کيسه پيل کړه، چې په ټول ژوند به مې هېره نه شي:

 – انګرېزانو زموږ په ډلګۍ په لومړۍ نړيوالې جګړې کې يرغل وکړ… په دې وخت کې ستر عثماني پوځ په څو جبهو کې په جګړه بوخت و، سره له دې چې جنګي امکانات يې لږ وو خو بيا هم دوى خپله جګړه پر مخ بووله، په پايله کې زموږ پوځ ماته وخوړه او په شا تګ ته مجبور شو… زموږ د نيکونو وياړلي سيمې يو په بل پسې ماتېدلې… کله چې انګرېزانو قدس اشغال کړ، زموږ ډلګۍ په اقصى کې د وروستي وتونکو ساتندويانو په صفت پاتې شوه…

 ما يې خبرې په دې سوال پرې کړې:

 – له وروستيو وتونکو ساتندويانو دې موخه څه ده؟

 – کله چې انګرېزان اقصى جومات ته ننوتل، عثمانيانو هلته يوه ډله پرېښوده چې د مقدس جومات ساتنه وکړي، څرنګه چې پخوا وختونو کې کله به چې کوم ښار ونيول شو، اشغالګرو ځواکونو به له ماتو پوځيانو غوښتل، چې په هغه ښار کې د ګډوډۍ او د انقلاب د مخنيوي له پاره هلته خپل ځواکونه پرېږدي.. د همدغه هدف د تر لاسه کولو له پاره، انګرېزانو له عثمانيانو وغوښتل، چې يوه ډله پوځيان قدس کې پرېږدي.. د پوځ دغه وروستۍ ډلې ته به خلکو وروستي وتونکي ساتندويان ويلې.

 – له دې وروسته څه وشول بابا؟

 – بيا يې موضوع پرېښوده او ويې ويل: موږ په قدس کې پاتې شو او زموږ شمېر پنځه دېرش کسه و… بيا موږ واورېده چې عثماني لښکر د موندرس د تړون په اساس کار متوقف کړ… بيا زموږ مشر موږ ته وويل چې عثماني دولت تر سخت فشار لاندې دى.. زموږ باعزته لښکر ډېر سرګردان دى، نو له ما يې غوښتي چې استانبول ته لاړ شم… زه بايد لاړ شم او د اوامرو اطاعت وکړم، که نه ما به خپل پوځي اطاعت نه وي ترسره کړى، نو که ستاسو کوم يو غواړي خپل هېواد ته لاړ شي، کولى شي… مګر تاسو ته وايم: قدس زموږ او ستاسو په غاړه کې د سلطان سليم خان امانت دى، نو دا به ناځواني وي چې امانت خيانت کړو او دا ځاى پرېږدو… زما سپارښتنه تاسو ته دا ده چې دلته پاتې شئ او د اقصى ساتنه وکړئ، څو خلک ونه وايي چې (عثماني دولت ځان ووېست او موږ يې پرېښودو)… او که چېرته عثماني لښکر له قدسه ووت، چې د کايناتو د وياړ لومړۍ قبله وه، نو دا به زموږ د دښمن ريښتينې بريا وي… نو د اسلام وياړ او د عثماني دولت کرامت د خلکو د پښو لاندې مه کوئ…

 همدا وه چې زموږ ډلګۍ ټوله په قدس کې پاتې شوه، ځکه موږ نه خوښوله چې خلک ووايي (عثماني دولت موږ پرېښودو او خپله لاړ)… موږ نه غوښتل چې اقصى څلور پېړۍ وروسته وژړوو… موږ نه غوښتل چې امام الانبيار سيدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم ودردوو… په دې راضي نه شوو، چې اسلامي نړۍ د غم په ټغر کېنوو… بيا ډېر کلونه د سترګو د رپ په څېر تېر شول… او زما ملګري يو يو د اللهي رحمت په لور رخصتېدل… دښمنان په موږ غالب نه شول او د زوال کندې ته يې ونه شوو غورځولي، مګر مرګ ناځواني کوله… دا دى زه تر اوسه خپلې دندې ته ملتزم يم او د قدس ساتونکي يم… اقصى ساتم…

 سترګې يې له اوښکو ډکې شوې او له خولو سره يې چې له تندي يې بهېدې يو ځاى شوې، د مخ پوستکي يې دغه مخلوط داسې کلک نيولې و، لکه اجازه چې نه ورکوي، د داسې قهرمان حتى يو څاڅکى د اوښکې هم په ځمکه وغورځي، څو د دغه وياړلي شخصيت احترام يې پر ځاى کړى وي… بيا يې ما ته د غوښتنې په نظر وکتل او ويې ويل:

 – زويه! له تا يوه غوښتنه لرم… دا امانت کلونه وروسته درسره واخله… آيا اهل ته به يې ورسوې؟… ورته مې وويل:

 حتما. ستا غوښتنه به زما له پاره يو امر وي… ويې ويل:

 – زويه! کله چې کله چې اناضول ته ځې، د (سنجق توکات) کلي ته لاړ شه، هلته زموږ د ډلګۍ مشر ضابط مصطفى دى، هغه څوک، چې زه يې دلته پرې اښى يم او اقصى يې زما پر غاړه امانت ايښى… لاسونه يې زما له لورې ښکل کړه او ورته ووايه: (ښاغليه! حسن د يوولسم کنډک مشر، چې په اقصى کې مو دنده ورکړې وه، تر اوسه په خپلې دندې کې دى او خپل مسؤليت نه هېڅ کله په شا نه شو… او ستاسو مبارکو دعاوو ته اړتيا لرم)…

 ورته مې وويل: (په سترګو کاکا، زه به ستاسو سلام په مينه هغه ته ورسوم). ما هڅه کوله خپلې اوښکې ټينګې کړم، بيا به مې د هغه خبرې ليکلې…

 بيا يې راڅخه وپوښتل چې له کوم ځايه راغلى يم، ما ورته وويل: (له استانبوله)… بيا يې مخ په خندا مشرف شو او راته يې وويل: (استانبول، ته نو د خوښۍ له ځايه راغلى يې، راته ووايه چې عثماني دولت څنګه دى؟)… غلى وم او هغه ته مې نه شو ويلى، هغه عثماني دولت چې د لمر ختل او زوال يې په سترګو ليده، نن نه شته، نن ترې يو وړوکى هېواد د ترکيې په نامه پاتې دى… ما نه شو کولى، هغه د روم، انګلستان، فرانسې او ارمانيا له کړنو خبر کړم… هغه ته مې نه شو ويلى چې موږ هم ستاسو په څېر د دښمنانو په مقابل کې ودرېدلى شوو… هغه ته مې ويلى نه شو، هغه کسان چې پرون يې له موږه اخلاق، سړيتوب او پوهه زده کوله، نن زموږ استاذي کوي… دومره مې ورته ويلى شو: (ښه، زموږ دولت ښه دى)…

 ناڅاپه يې وپوښتلم:

 – زموږ دولت چې ښه دى، ولې نه راځي او قدس له دغو کفارو نه آزادوي؟

ما سره يې ځواب نه و، خو دومره مې ورته وويل: (يوه ورځ به راشي او دا مقدسه خاوره به د دوى له لاسونو آزادوي)… بيا مې د هغه زاړه او پاک لاسونه په ډېرې مينې او ګرمۍ ښکل کړل… ورته مې وويل: حسن کاکا اجازه راکړه، زه بايد لاړ شم، هيله لرم، په دعاګانو کې مو هېر نه کړې، په ځان پام کوه، په خداى دې سپارم… ويې ويل: خداى دې درنه راضي شي زويه، اناضول ته زما سلام وايه…

 او په ستر عثماني دولت مې سلام وايه…

 – بيا څه وشول بابا؟

 قافلې ته ورغلم او دهشت راباندې حاکم و… زموږ د نيکونو تاريخ ژوندى شوى و او زما مخې ته ولاړ و… دا چې له فرصتونو استفاده ونه شوه، هر کار په خپل وخت تر سره نه شو او چا د مسؤليت احساس نه کاوه، زما پر سره لکه تندر راغورځېدل… تر اوسه مې په زړه کې د دغه قيمتي دولت پوځي ولاړ دى او د اقصى ساتنه کوي او تر اوسه پورې هلته په وقار او عزت ځړول شوي: عثماني دولت!..

 هلته مې لارښود ته خپل ادرس ورکړ او ورڅخه مې غوښتنه وکړه، چې د حسن له حاله مې خبر کړي…

– کله چې ترکيې ته راغلې بابا، بيا څه وشول؟ 

– ما بايد په وعدې وفا کړې وه… همدا وه چې د (توکات) ښار ته لاړم… له ډېرو هڅو وروسته مې د دوى د ډلګۍ مشر مصطفى ځاى وموند… هغه ډېر کلونه مخکې مړ شوى و… نو ما ونه شو کولى چې په خپلې وعدې وفا وکړم…

کلونه تېرېدل… د ١٩٨٢م کال په يوه ورځ کې مې په داسې حال کې له قدسه راغلى ليک تر لاسه کړ چې، په دنده بوخت وم، له ځان سره مې وويل: حيرانوونکى دى، د چا له لورې به وي؟! ګورم چې د هغه لارښود له لورې راغلى او څو کلمې په کې ليکل شوې وې، مګر يو تاريخ يې خلاصه کاوه، داسې تاريخ، چې عزت، شهامت، شجاعت او عزت په کې نغښتل شوى و، ليکلي يې وو: (نن د اقصى وروستى ساتندوى مړ شو).

 

__________________________________________________________

 

رښتينې کيسه ده، چې په ترکي جورنالېست الهان بردکجي رحمه الله تېره شوې، له ترکي ژبې محمد ماهر قفص عربۍ ته ژباړلې او ما يې پښتو ژباړلو ته زړه ښه کړ.

 

[i] – د اقصى جومات مجسمه د استانبول په موزيم کې شته ده



اعلان