زما د کتاب پراخ استقبال د دوهم چاپ او ژباړې لاره لنډه کړه

کتابونه

زما د کتاب پراخ استقبال د دوهم چاپ او ژباړې لاره لنډه کړه

7481

د ماضۍ له يوې بحراني دورې اوتاریخي مقطع سره د خداي پاماني په دود مې  ځینې لیدلې او اوريدلې خاطري راټولې کړې او چاپي بڼه مې ورکړه. نوم مې ورباندي" ملامحمد عمر، طالبان او افغانستان کېښود.

ماغوښتل چې د تاریخ د يوه ادنی راوي په توګه خپله برخه یاداښتونه  ګور ته  یونه سم او د طالب غورځنګ په اړه خپلې لیدلې پېښې او تجربې د نوي نسل مخې ته د يوه امانت په توګه کیږدم.

کله مې هم فکر نه کاوه چې زما دغه کتابګوټی به دومره خوځښت ایجادوي او د يوې میاشتې په دننه کې به د مينوالو دومره ستر هجوم پر ځان راماتوی.

کتاب زما له توقع خلاف له ډیر پراخ استقبال سره مخ شو، چې زه يې لامله  د خپلې ټولنې جنګ او نيواک ځپلي ځوان نسل ته هیلمن کړم، چې د پخوا په پرتله يې د واقعیتونو درک او علمي او تاریخي تجسس زيات پام اوښتی.

د مینوالو او لوستونکو مینې ماته د دې حوصله راکړه چې راتلونکې ايډیشن ته په پراخو زیاتونو او د ځیني فني کميو په لیرې کولو غور وکړم .

بل پلو ته نړيوالو ژبو ته د کتاب پر ژباړه هم ځینې معتبرې ادارې غور کوي، چې دا هم زه  پر خپل کتاب د تویو شويو خولو معنوي بدله ګڼم.

 البته دغه کتابګوټی له فني او روایتي ستونزو خالي هم نه دی، ځای ځای درجالو نومونه، نيټې او تعبیرات ستونزې لري.

په کتاب کې د لیکوال د لیدليو پيښو په حکایت کې له پوره امانت داري کار اخیستل شوي چې هيڅوک يې هم د تکذیب په ارادي هڅه کې نشي بريالی کیدای.

خو د روایت په برخه کې د ناکره والي امکانات نشي ردیدلای، ځکه انساني فطرت د ادی چې روایت شوې پيښې له هرڅومره چاڼ سره سره د راويانو ترمېنځ توپير کوي.

ما په همدې برخه کې د پام وړ کړاو پر ځان تیر کړی، د يوې پيښې په اړه مې متعدد راویان غږولي او بيا مې اتفاقي برخې په کتاب کې درج کړې دي.

او داسي هم شوي چې د یوې پيښې په اړه مې له يو تن سره درې ځله مرکه کړې، خو بیاهم له چاپه وروسته پکې نوې خبرې اورم.

له نورو نه د روايت شويو کیسو په اړه ما دوه باوري معیارونه غوره کړي:

الف: له چا چې روایت شوی هغوي ۹۵ فیصده په طالب غورځنګ کې بارزه اومشهوره څیرې دي.

ب: له يو یا ۲ پرته يې ټول ژوندي دي.

پورتنی معیار د تاریخي روایت ځواک ښه په ګوته کولای شي، له دې نه علاوه که څوک دې ته ماویلي تاویلي ووايي نو هغه د تاریخ له علم سره نابلده دی، هيڅو ک هم له فرشتو، جناتو اوجماداتو روایت نه کوي. روایت د پيښو له همعصرو رجالو کیږي او رد يې هم يواځي په جوهري دلایلو او شواهدو ممکن وي، نه په تمایلاتي او هوايي خبرو!

په کتاب کې چې کومې خبرې د اوازو او يا "ویل کیږي" تر سرلیک لاندي راوړل شوې، نو د دې خبرو لپاره کاریدونکې الفاظ پخپله کافي ګڼل کیدای شي.که څه هم دا ډول خبرې په کتاب کې ډیرې کمې دي خو بیاهم نقادان يې موندلای شي.

منم چې د اډول خبري اسناد نشي ګڼل کیدای خو که لیکوال دغه اوازه یا بې ادرسه خبره د يو حقیقت یا سند په توګه وړاندي کړې وي نو بيا يې انصاف نه دی کړی. خو که اوازه د اوازې په نامه ياده شوې وي  او اوازه هم داسي نه وي چې د څو کسانو ترمينځ محدوده وي، بلکې د زرګونو او لسګونو زرو عامو او خاصو کسانو ترمېنځ ګردش کوي، نوبيا لیکوال په اړونده موضوع کې ترې څنګه غافله شي؟

د کتاب په اړه ځوروونکي جملي د سوشل ميډيا د هغو ناخبرو فعالانو دي،چې کتاب يې لوستی نه وي او هغه څو فیصده لانجمني خبرې يې په سکرین شاټونو کې تر سترګو شوي وي چې نه د کتاب هدف دي اونه يې اساسي موضوع ده، بلکې دغه لانجمنې خبرې په کتاب کې له لويه سره ضمني او له ځینې بحثونو سره په تړاو راغلي او دکتاب په سلوکې ۳ سلنه هم نه جوړوي. د دې ضمني خبرو په رڼاکې د کتاب پر ټوله ۹۷سلنه نالیدلې محتوا احساساتي حکم لګول د علمي ذوق او درک له دایرې وتلی حرکت دی.

په کتاب کې څه دي؟

داعنوان به انلاین لوستونکې هېښ کړي چې ليکوال زموږ د حوصلې خلاف خپل کتاب راباندي بيا لولي.! خو نه نه  داسې نه ده.

 زه غواړم د کتاب په اړه د غلط تاثر په ردولو کې په ډیر اختصار د کتاب د اصلي موضوع او برخو په اړه رڼا واچوم. که څه هم تکراري به وي خو په دې لنډکي بحث کې مرسته کولای شي.

د کتاب پيل د لیکوال له یادښت نه کیږي چې  لیکوال  له طالب غورځنګ سره د يوځای کیدو اوبيا په مطبوعاتي برخه کې د خپل شغل کیسه کړې، ورپسي يې د کتاب لیکلو عواملوته اشاره کړې.

له دې وروسته لومړي څپرکي پيليږي چې ورکې دې سیمې ته د اسلام راتګ اوبيا دلته د علمي رجالو او دیني مرکزونو مختصره خو مستنده يادونه شوې، بيا په افغانستان کې د طالب پدیدې پر تاریخي سیر معلومات وړاندې شوي اوپه شلمه پیړي کې د افغانستان د دیني مدرسو، رجالو او خوځښتونو په اړه لنډ او اړین معلومات راوړل شوي. بيا په افغانستان کې له کمونیستي کودتا ورورسته د دیني علماوو  رول او د افغان جهاد په اړه مهمې او اړینې برخي څیړل شوې، د کمونیستي رژيم تر سقوطه او د مجاهدینو تر واکمنیدو پوري، له هغه وروسته داخلي جنګونه او پاچا ګردۍ يادې شوي او پر هغو عواملو دقیق بحث شوی چې د طالب غورځنک  ایجاد ته يې لاره هواره کړه.

لومړی څپر کی د ملامحمد عمر مجاهد په شخصیت، پيژندنه او د هغه له خوا د طالب غورځنګ پر ایجاد پای ته رسیږي.

څنګه چې د طالب غورځنګ د پيل د لومړيو څو میاشتو فعالیت په لومړي څپرکې کې څیړل کیږي نو دوهم څپرکی په همدې تداوم د طالب غورځنګ پر لومړۍ فوځي فتحه پيلیږي چې د بولدک ولسوالي نیول او کندهار ښار لورته پرمختګ دی.

په دوهم څپرکې کې د کندهار، هلمند او زابل د نیولو کیسې په لومړيو مخونو کې راوړل شوې، دغه څپرکې د کابل ترفتحي پورې د طالبانو په دوه کلنو جګړو، حکومتداري او عامو جرياناتو مشتمل دي چې په دې کې مهم موضوعات د روسي الوتکې کینول،د عبدالعلی مزاري وژل، په جنوب اوغرب کې مسلسلې جګړي، د هرات نیول، له پاکستان او ایران سره اړيکې او د ملامحمد عمر د بیعت غونډ ه ده، چې په اکثرو کې يې لیکوال پوره يا نیمه شاهد پاتې شوی.

په دريم څپرکې کې د کابل له فتحې بيا د طالب غورځنګ له لورې د شمالي ولایتونو تر وروستۍ فتحي ټول فوځي او ملکي جریانات په تفصیل سره په مستند ډول راوړل شوي دي. په دې څپرکې کې مهم موضوعات د کابل له نيولو وروسته نړیوالې اړيکې؛ اداري چاري او حکومتولۍ، د کابل په شمال کې جګړي او د باغونو سوځول، له دوستم سره د جګړې پيل،د جنرال ملک سره ایتلاف اود دښتي لیلې قتل عام؛ د  قوماندان اسماعیل خان بندي کول او له هغه سره د مشرتابه په امرد لیکوال تفتیشي مرکه  او له ترکمنستانه د ګازو د نل لیکې په اړه له نړيوالو کمپنيو سره د تړونونو جریانات راوړل شوي دي.

په څلورم څپر کې له امريکاسره د شخړو د پيل کیسې دي.

 پر افغانستان دامریکا راکټي حمله ، داسامه بن لادن دلانجې تفصیلات، کندهارته د ترکي الفیصل سفر او له ملامحمد عمر سره لفظي مشاجره، همداراز له پاکستان او ایران سره د اړيکو په ورستيو جریاناتو او پيښو رڼا اچول شوې.همداراز د کوکنارو بندول، دبودا مجسمي نړول او پر افغانستان اقتصادي بندیزونه او ورسره دهمدي کلونو ټول جریانات او پيښې څیړل شوې، څلورم څپرکې د احمدشا مسعود په وژل کيدو پای ته رسي.

دلته د کتاب له دريو برخو دوه تکمیلیږي او يوازي دریمه برخه کتاب پاتې کیږي. پنځم څپرکی پر امریکا د یولسم ستمبر له بریدونو پيلیږي چې د کتاب ۲۷۱مه پاڼه ده. په دې کې له یولسم ستمبر نه وروسته د طالب مشرتابه خصوصي ميټنګونه، دريځونه او ټولې پيښې په شدومد راوړل شوي دي،چې دې کې د مشرتابه وروستي تصامیم، عامه اوضاع او د امریکايي بمبار دپيلیدو جریانات ټول راغلي، ورپسي د طالب ضد اتحاد د مهم قوماندان "عبدالحق" وژل کیدو او د طالبانو د حکومت سقوط او تر دوه زره دريمه د طالب غورځنګ د حالاتو او جریاناتو یادونه شوې ده.

شپږم او وروستي څپرکی کې چې د کتاب له ۳۳۰ م مخ نه پيل کیږي په انتخاب سره د تیرو ۱۵ کلونو مهم جریانات راوړل شوي .چې څرنګه طالبان بیرته منظم شول او دوباره يې جګړه پيل کړه، د ملامحمد عمر مجاهد لخوا د قوماندي او د طالب مشرانو د کار اوجګړې شکل، همداراز ډیر ناویلي جریانات ويل شوي،چې له امله يې  په دې څپرکي کې راغلي ټول موضوعات مهم ګڼلای شو.

په دې کې د طالب غورځنګ نوی جوړښت، د کرزي اداري او خارجي قوواو ته د ځینې طالب مشرانو تسلیميدل او تسليمول هم يادشوي دي.

 په دې وروستي څپرکې کې ډیره کمه برخه د سولې هلي ځلې او قطر دفترته ورکول شوي، چې د ټول کتاب دوه فیصده هم نه جوړوي، خو په دې برخه کې د ليکوال په وړاندي د ځیني طالب او طالب پلوو کړيو لخوا غبرګونونه ډیر توند دي، لامل يې دا دی چې لیکوال دلته د طالب غورځنګ د رسمي پالیسي خلاف په ريښتیني ډول درک شوي واقعیتونه لیکلي او هغه فرضي او اعلان شوې مجبورانه خبرې او جعلي تاثرات يې شاته غورځولي، چې د طالب غورځنګ ځینې اړوند ادارې او چارواکي يې خپله اړتيا ګڼي، بلکې د تاریخ د يوه راوي په توګه يې په ډیر لنډ ډول هغه څه چې په دې اړه تر لمر ورته څرګند دي راوړي دي.

دا څپرکی د داعش ډلې په اړه له ناویلوجریاناتو وروسته د طالب غورځنګ د سستماتیکو ستونزو په یادولو پای ته رسی چې دا د کتاب پای هم دی.

دسولې اوقطر دفتر موضوع او د مرحوم  ملامحمد عمر مجاهد له وفات نه وروسته  داخلي جریانات او اختلافات فی الفعله د کتاب حساس مسایل دي. چې له امله يې د طالب غورځنګ له مینځه د لیکوال پرضد يو شمېر توند غبرګونونه راپارولي دي.

لیکوال چې درې ځله يې قطرته کاري سفر کړی او هلته په تفصیلي جریاناتو کې د خیل پاتي شوی، له شکه پرته له هغو سیاحانونه زیات عمیق معلومات لري چې تش د رابلل شويو میلمنو په توګه يې له دریم پوړ طالب چارواکوسره يوڅو رسمي ناستې کړې.

لیکوال د ۲۰۱۳ په پاي او ۲۰۱۴ په پيل کې دوه ځله قطر ته د کاري او څارونکي سفر په ترڅ کې د ملا اختر محمد منصور په هدایت د قطر میشته طالبانو لپاره په ۱۲ پاڼو او ۸ مادو کې يو طرزالعمل هم ترتیب کړی و، ترڅو هغوی له افغان او خارجي سفارتونو سره همداراز له نورو نړیوالو اداروسره د تعامل او اړيکو حدود ولري، ځکه چې د ځینو منورو طالب استازو له لوړو پوړو افغان امنیتي چارواکوسره خصوصي رابطې، یارانې او معاملې د لیکوال له نظره نه، بلکې د طالب غورځنګ په قاموس کې د جاسوسي په معنا وې !

 ارواښاد  ملا اختر محمد منصورغوښتل د غه لیکلی طرزالعمل د قطر لپاره دلایحې برخه وګرځوي ،خو هلته ونه منل شو، په دې اړه تفصیلي جریانات به د اړتيا پر وخت ليکوال په راتلونکي کې تفصیلي ولیکي. انشالله.

رابه شو نقدونو ته

هغه يو يا دوه نقدونه چې په لوستو ارزي او در ښتيني علمي نقد بڼه لري او يايې ځیني برخې له تمایلاتو تشي اوپرکتاب نقد ګڼل کیدای شي، د ليکوال لپاره ګټور دي او د دغو درنو نقادانو منندوي يم، چې زما د کتاب فني کمي يې ښې را په ګوته کړې ، د کتاب په راتلونکي چاپ کې به ترې ګټه واخلو.

لمن لیکونه نه راوړل او په ځینو برخوکې د ریفرنس نه شتون رښتیا هم د کتاب فني او روایتي کمښت ګڼل کیدای شي، په داسي حال کې چې لیکوال يې په راوړلو قادرهم و.

د نقدونو په ځینو ايډيټ شويو کمپایني برخوکې د کتاب نفی کولو په موخه د ليکوال د نفي کولو ناکامه هڅه هم تر سترګو کیږي، چې له امله يې بیا وارخطا بي سوادان حاسدان هم د يوې حربې  په توګه په همدې مکررو جملو شخوند وهي او يو څو ناشوني فرضي کیسې هم ورسره يوځای کوي.

 له بده مرغه د ا بې ګټې خبرې د نقد غرض او ډول سپک معرفی کوي؛ ليکوال د کتاب په پیل کې پخپل يادښت کې په رسا ټکو کې لیکي چې ځنګه د یوې وړې ادارې مشر شو او بيا مشرتابه ورنه د ویاند کار اخیست، د ۱۹۹۸له پیله بيا د ۲۰۰۱ تر  ترپايه په څه کم ۴ بحراني کلونوکې لیکوال د طالب مشرتابه مطبوعاتي استازیتوب کړی. چې په انلاین نړۍ کې يې د ګوګل يو سرچ هم په څو ثانيوکې تصدیق کولای شي، بیابه نقاد ته کومه اړتياوه چې دلته غرضي پښه ونیسي، نه ليکوال له طالب مشرتابه سره د دومره قرب دعوه لري اونه يې د ټول عمر اړيکوالي دعوه ګیر دی، نو بيا د نقاد د اجملې له کوم بل غرضه پرته د کومې دعوې جواب دي؟

له شکه پرته د مرحوم ملامحمد عمرمجاهد د ذاتي ژوند په اړه د هغه کورنۍ، محرم خپلوان، باډيګارډان، اشپزان او عریضه نویسان له ما نه غوره او جالب معلومات لري، خو له نړيوالو شخړو سره د مقابلي اوسیاسي تعامل اوسترو سیاسي او فوځي پرېکړو مهم کلونه يې زه په پام وړ پیښو کې شاهد پاتې شوی وم ، دا هغه کلونه دي چې ملامحمد عمر د يو نړيوال رهبر په توګه تمثيلوي، نه د جومات يا مدرسې د عادي ملا او يا عادي طالب قوماندان په بڼه.

 ما همدا برخه تر اوسه له بل هرچا ښه څیړلې ، زما ذاتي ذوق هم د هغه شخصي او کورني ژوند یا عادي تعامل څیړل نه دي، تردي چې( ژوندي ملګري شاهدان دي)ما د بې ضرورته ورتللو او ځان ډیر نږدې کولو عادت هم نه لاره او نه زه د ۱۴ مې سلیزې د نيکو انسانانو په اړه  د انبیاو او خلفاءالراشدینو علیهم السلام په څېر د عامه ژوند، خوراک ،څښاک او شخصي اعمالو د دقیق ثبت په دومره تفصیل قایل يم چې تر معلوماتو يې د تقدس ګرايي برخه غالبه وي.

څه چې د هغه په ذات کې ډیر مهم اړخونه و، هغو ته په دې لنډ کتابګوټې کې تر خپله وسه ځای ورکول شوی.په دې اړه دې نور کار هغه څوک وکړي چې ځان يې وړ ګڼي.

د لته چې زه د نقد د کومو برخو په اړه څه لیکم نو دا د کابل میشتی عالم نقاد د نقد برخې دي چې لومړی او غوره نقد یې لیکلی و:       

  دروند  نقاد د حزب اسلامي د اکثریت اونه اکثريت په موضوع نيوکه لري، د کتاب لیکوال د حزب اسلامي په قدامت او لومړيتوب ندی غږېدلی، بلکې د جهاد په دوره کې د هيواد دننه د حزب اسلامي لومړۍ درجه اکثریتي نفوذ يې د داخلي دلایلو پر مټ چلینج کړی، لیکوال په دې اړه يو شمېر بهرني څیړونکې د پيښور له تبلیغاتي فضا متاثره ګڼي او په بدل کې داخلي حقایق وړاندي کوي، خو نقاد په دليل کې بیرته په همدې خارجي منابعو حواله ورکوي، چې دلته نقاد د خپل نقد ځواب پخپله ویلی!

نقاد د کتاب ځېنې موضوعات اضافي ګڼي، ځکه چې د نقاد په ذوق برابر نه دي خو ليکوال په کتاب کې يواځې د يوه راپورټر په توګه د راپورتاژ په ډول معلومات وړاندي کول خپل اساسۍ هدف نه ګڼي، بلکې د هرې کچې لوستونکې په نظر کې نیسي او د يوه ارمان او فکر خپراوي يې هم هدف دی او د ځینو بحثونو په سرکې څو په تکراري معلوماتو بنا کرښې د بحث بنسټ ته ګټه رسوي او په علمي کتابونوکې رواج لري.

دروند استاد ليکي چې دا فلان فلان خبري را وړل مناسب نه و  او دا به فلان له فلان نه خپه کړي. نو دا خو ذاتي مصالح، مشورې او توصیې دي، چې له علمي نقد یا د نقد له فني برخې سره اړه نلري!

قدرمن نقاد وړاندي ځي او د کتاب  محتویات له پامه غورځوي او جدي کیږي چې لیکوال ولي د عبدالسلام ضعیف د اسارت کیسه راوړې، په داسي حال کې چې لیکوال دا کیسه نه راوړي، بلکې د دې کیسې يوه پټه برخه راسپړی چې ورسره ډیر ې مرموزي سوړي راڅرګندیږي، که دا کیسه خپله ښاغلي ضعیف راوړې وای، نوکله به هم لیکوال د دې لیکلوته نه اړ کيده.

 زه ځان اړ ګڼم چې د لته له کتابه په اقتباس د ښاغلي ضعيف  د اسارت په اړه زما لڼده يادونه په بشپړه ډول د نقاد اولوستونکو په وړاندې کیږدم.

"....

د کندهار له سقوطه وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ته د کوربه هېواد ځینې شبکو ویلي وو چې تا ته د يوه دیپلومات په توګه اصولي خطر نه شته، ارام اوسه خو بیا هم ښاغلی ضعیف کومې سرحدي سیمې ته تللی و او له هر چا سره يې اړیکې شلولې وې. د هغه یوه پېژندوی چې ده پرې ډېر باور لاره، ضعیف ته په پوښتنو او پلټنو ځان ور رسولای و او اطمنان يې ورکړی و چې بېرته اسلام اباد ته خپل کور ته ځان ورسوه! ما له کوم بهرني هېواد او ځینو بشري ادارو سره ستا د پنا اخیستلو او حفاظت خبره کړې ده. ضعیف په همدې خوشباورۍ په لوی لاس اسلام اباد ته راوغوښتل شو چې سي آی اې يې ونیسي.

د ضعیف دغه ملګری احمد راتب نومېږي او د حامد کرزي له نږدې خپلوانو دی او د سي آی اې د سازمان خفیه غړی دی، خو د کاروباري او سیاسي لینونو په توسط يې د ضعیف په زړه او دماغ کې د يوه وفادار ملګري په توګه ځای موندلای و. د معادن او صنایع وزیر مولوي احمد جان وايي څو ځله مې په کابل کې له راتب سره په افغاني کاليو کې يو امریکايي لیدلی و چې راتب به چارواکو ته د بي سیم تلفون د کمپنۍ يا د نفتو د انجینر په توګه معرفي کاوه. اوس راته جوته شوې چې هغه د سي آي اې غړی و.

ضعیف د مشرف په امر آی اس آی- سي آی اې ته په پېښور کې وسپاره، چې بيا همغه وشول چې ښاغلي صغیف يې په اړه ټوله کیسه په خپل کتاب کې لیکلې ده. په ټولیزه توګه څه چې له ضعیف سره وشول دا د بشر په تاریخ کې د يوې دولتي ادارې لپاره کم ساری جنایت و اوبياد يوه اټومي هېواد په توګه د پاکستان لپاره دومره ستره سرټيټي ښايي په تاریخ  ډیره کمه بېلګه و لري.."   ( دکتاب پنځم څپرکی۳۱۰ او۳۱۱مخونه)

 

دا د ښاغلي ضعیف د اسارت په اړه زما د کتاب د تبصیرې مهمه برخه وه چې لوستونکی پوهیږي چې د کتاب لیکوال څه ویل غواړي!

 

زما له ښاغلي ضعیف نه همدا هيله ده چې د ښاغلي راتب په اړه نور موږ اوعام لوستونکې په تیارو کې ونه ساتي، پرته له تصنع او مصلحت پالنې په صداقت سره په راتلونکو لیکنو کې دا موضوع روښانه کړي، زه ډیر امیدلرم چې نوربه هغه دا کار وکړي!

په ۲۰۱۴ کې مې په  يوه خلیجي هېواد کې له ښاغلي ضعيف سره همدا موضوع شریکه کړه ، له اسارت وروسته مې له هغه سره د ا لومړۍ ليدنه وه.په دې ناسته کې يوبل قدرمن او پیږندل شوی شخصت  هم و.خو د زیات احتیاط له امله مو هغه کس بلې خونې ته وویست، چې کله مې ضعیف صیب ته دا خبره ياده کړه نوهغه له توقع خلاف تاييداو تصدیق کړه، خو وې ویل چې زه په دې اړه له څه ويلو معذور او مجبوريم.

خو کله چې هغه له اسارته وروسته د کور او موټرانو مجبوریتونه یادکړل نو خدای شاهد دی دا راته هم هغه ګړۍ يوه بې خونده او ضعيفه مجبوري ښکاره شوه، چې دومره ستر استخباراتي کرکټر چې ترخلیجه خصوصا قطره په طالب مشرتابه پسي ده، خو ښاغلی ضعیف يې  په اړه يوازې د اقتصادي مجبوریتونو له امله پټه خوله ده، له چا سره چې امريکايي استخباراتو دومره بد چلند کړی وي، نو هغه بيا يواځي د شخصي اقتصاد په وجه د هغوي په لومه کې ځان باید ونه ساتي، بیا د طالب غورځنګ د مشرانو تاریخ له داسي حالته تراوسه خالي دی.

له دې وروسته ما فکر وکړ چې که ضعیف مجبور اومعذور دی، زه خو په دې اړه معذور نه يم!

 چې کله په ۲۰۱۵ کې شهيد ملا اختر محمد منصور د راتب اوهم  مثله وو له جاسوسي جال نه ژوره اندیښنه وښوده چې په خلیجي هیوادو کې بوخت دی، په طالب غورځنګ کې يې ځاله کړې او ایران ته هم دغزیدلو هڅه کوي. نو خبره نوره هم راته ورانه ښکاره شوه!

د و خت په تیريدو حقايق پخيله بڼه ځان څرګندوي،اميد دی  ډیر څه نورهم را بربڼډ شي !

باید يادونه وکړم چې زه د ښاغلي ضعیف د دروند شخصیت او درانه کریمانه اخلاقو په وجه د دې کرښو په لیکلو خدای شاهد دی، ډیر زیات بوج احساسوم، نه يې راسر کومه شخصي بده رويه کړې اونه يې تاوان را رسیدلی اونه هم پرته له نیک نیتي ترمېنځ بل څه لرو، خو دلته ځیني مسایل داسي دي چې اخیر هم نه پټیږي او نه هم د یوه تاریخ ليکونکي راوي په توګه سړی ځان او لوستونکي غولولای شي...

نو ضعیف صیب دي هم خپل هر وظیفه خور" ګبرو ترسا" ته ووايي چې د ده په د فاع کې بد رد ویل پریږدي، د دې معاش پرستو دروغجنومخلصينو تش د معدې غم دی، خو دا مسايل د دوي له عمر، ذهن او سويې نه هم لوړ دي او هم عمیق دي، هسې خوشي دوړې دي نه جوړوي چې فضا به نوره هم ګردا لوده شي، ځکه چې د ضعبف صیب او نورو بزرګانو د حوارینو دا طفلانه" ګرد و غبار"  نه د ضعیف صیب  او نورو بزرګانو په ګټه دي اونه هم په دې سره د کتاب لیزري شعاوي تر اغیز لاندي راتلای شي.

د ښاغلي ضعیف او ځينې نورو تر وزرونولاندي يو شمېر غلام بچه ګان دي پخپله هم  پرځان رحم وکړي او د مشرانو مینځ کې دې نه را دانګي، د چا ايمان چې د حج او عمرې په يوه استخباراتي ویزه خرڅیږي هغه دي د شیر اوشمیر زن اکټونه نه کوي او نه دي په انقلابي مسایلوکې  کار لري، بلکې د ضعیف صیب او نورو تر سيورې لاندي دي له نیستي او سوالګري نه د خلاصون پر تازه غوړو ټیغونو شکرونه باسي!

 

په ټولیزه توګه د کتاب په اړه عالمانه نقدونه د ناقدانو مرسته ګڼم او مننه ترې کوم او د عقدي په چوکاټ د سپورو جعلي او فرضي تبلیغاتو لیکوالوته هم د هدايت د دعا ترڅنګ بښنه کوم، همداراز له ټولو خپه وروڼو بښنه غواړو او د ټولو ګيلمنو وروڼو ګيلې هم راته محترمې دي.

البته موږ له خلګو بښنه يواځي د اخلاقي وجیبې په توګه غواړو، نور نه چاته عذر کوو اونه له الله پرته له چا ویريږو، زموږ ايمان په دي خبره ده چې که هرڅوک هرڅه را پيښوي دا به د الهي تقدير لیکلې فیصله وي، استخباراتي ښکرور او بريتور به يې يوازي ظاهرسبب وي.

 ان شالله په کتاب کې ځای ځای هغه سليقوي ستوغوالی چې ځينې دوستانو ورته ګوته نيولې په راتلونکې ايډیشن کې به اصلاح شي، انساني فطرت دا دی چې که هر کتاب د رد او تنقيد په نیت ولوستل شي کمۍ به پکې کمي نه وي، خو ټولیز حثیت يې باید د انصاف په دایره کې و ارزول شي.

، د راتلونکي ايډیشن د پښتو د چاپ چارې به يوه ستره، باوري، معياري او خپلواکه خپرندويه اداره په غاړه واخلي؛ د موجوده چاپ حقوق هم زه له خپرندويه ټولنې سلبوم او هر څوک کولای شي چې موجوده چاپ د ټولنې له تماسه پرته په ازاده توګه وپلوري.

په پای کې يوځل بيا زما د دې کتاب پراخ استقبال زه د ځان لپاره ستره معنوي نیکمرغي ګڼم او پر هره کلمه او جمله يې وياړم.

توکلت علی الله ،والسلام علیکم ورحمة الله

عبدالحی مطمئن



اعلان