محترمه ځوانه !

اسلام

محترمه ځوانه !

533

 

افسوس دی چي یو ځوان د یوې فاحشي، مرداري، او بې حیاء نجلۍ او یا نرګډي پر یو بې کاره او فالتو فوسټ هم خپل مردار او شهوتیز کومنټونه ور کوي، متأسفانه نن وخت کي اسلام د ضُعف حالت کي دی؛ په زیات تأسف سره چي مسلمانان خپله، خپل دین ته زیان رسوي العیاذبالله؛ ځیني ښځي خو بیخي مرداراني او زناکاراني او فاحشي وي، هغه ځکه چي پر یو مردار بیت باندي هم ټول ځوانان ځان ته او جنس بازۍ ته متوجه کړي، که وګورو ددې مرداري فوسټ په سلګونو او زرګونو لایکونه وړي وي؛ زموږ ځیني کم عقلان د جنسي غوښتني وږي، بې ناموسه ځوانان دي چي دغو مردارو نجونو ته ښه لایکونه، کومنټونه ور کوي تر څو دا مرداراني نجوني او یا نرګډیان ښه تشویق کړل سي .

محترمه ځوانه !

کچیري ستا د خور پر یو داسي فوسټ باندي نور ځوانان د " اخ " اف " واه " هممم " آه " او داسي نور ... شهوت پارونکي الفاظ په کومنټ کي، یا د موبایل په میسج کي، یا ږغیز، یا بالمشاهده وکاروي، ستا وجدان به په لړزه کي سي او کنه؟ ته به خپه سې او کنه؟!

محترمه ځوانه !

کچیري ستا خور فحشا، فتنه، او زنا ته لاره هواره وي، یا د مردارو شعرو د لاري، یا د مردارو عشقي جملو د لاري، یا د بې حیاء عکسو د لاري، نو ستا عکس العمل به څه وي؟!

محترمه ځوانه !

د بل مور، خور، لور، میرمني ته په بده سترګه مه ګوره، غلط ګمان مه پر کوه، اذیت او تکلیف مه ورته رسوه، تر څو ستا ناموس په حفاظت کي سي .

محترمه ځوانه !

د یو ځوان ورور په حیث در څخه غوښتنه کوم چي ددې مردارانو نجونو، او نرګډیانو پر مردارو او فتنه خپرونکو فوسټو باندي لایکونه او کومنټونه مه ور کوه، ځکه ستا یو لایک او کومنټ هغې ته زیات تشویق دی، موږ او تاسو باید هر مسلمان د ګناه څخه وژغورو، یا په لاس یا په خوله .

" وماتوفیقي الابالله علیه توکلت والیه أُنیب "