له مهاجره تر مجاهده/ زاهد خليلي

ادبي نثرونه

له مهاجره تر مجاهده/ زاهد خليلي

1233

له مهاجره تر مجاهده (from muhajir to mujahid) د ډاکټر فضل رحيم مروت کتاب دی چې په ۲۰۰۵ ز کال کې خپور شوی. مروت له پېښور پوهنتون نه د مرکزي اسيا په مطالعاتو کې دوکتورا کړې او د پېښور پوهنتون سربېره په يو شمېر نورو پوهنتونونو کې استاد پاتې شوی.
مروت د افغان جهاد پر مهال د مهاجرينو په کمشنرۍ کې هم کار کړی او هر څه يې له نږدې ليدلي دي. تر اوسه يې ‎له لسو ډېر کتابونه ليکلي او په څېړنيزو جورنالونو کې يې لسګونه مقالې خپرې شوي دي.
له مهاجره تر مجاهده کتاب يې يو له مشهورو کتابونو څخه دی. په کتاب کې د افغان جهاد په کلونو کې په سرحدي صوبه (اوسنۍ خېبرپښتونخوا) کې د افغان مهاجرينو په حالاتو خبرې شوي. کتاب په پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، جهادي مشرانو او ګوندونو، له پاکستاني حکومت او نړيوالو سره د هغوی په اړيکو او مرستو په اړه مهمې څرګندونې راوړل شوي دي.
د کتاب ژبه انګليسي ده.
کتاب کې په ځانګړي ډول د پاکستان د افغان پاليسۍ او افغان جهاد کې د پاکستان په رول خبرې شوي. افراسياب خټک پر کتاب يوه سريزه کښلې، هغه يو ځای دغه جګړه د ټولو ايډيالوژيکو جګړو مور بللې.
کتاب ۲۴۳ مخه او په درې فصلونو وېشل شوی دی. لومړی فصل د پاکستاني استخباراتو د هغه مهال د مشر جنرال اختر عبدالرحمن په دې تاريخي خبره پېلېږي چې: کابل بايد وسوځي.
ليکوال ليکي د افغان-شوروي جګړې وړاندې پاکستان په نړيواله سطحه منزوي شوی و. د پاکستان د اتومي پروګرام او د بوټو د وژنې پر سر د اسلام اباد-واشنګټن اړيکې خرابې وې. دغه راز د پاکستان اقتصادي وضعيت په بد حالت کې و او پوځ يې له موډه په لوېدلو وسلو سمبال و.
دا پر افغانستان د شوروي بريد و چې د ضياء له رژيم سره يې مرسته وکړه؛ څو له کورني او بهرني بد وضعيت نه راووځي. د امريکا په مشرۍ د ټول لويديځ او خليجي هېوادونو پوځي او اقتصادي مرستو د پاکستان لوېدلی حيثيت پر مخ يوړ او ښه يې کړ.
له شوروي يرغل وروسته پاکستاني حکومت د کابل-مسکو ضد د افغان ګوريلايي ځواک وسله وال ملاتړ وکړ. ليکوال ليکي، له افغان مقاومت نه پاکستان درې موخې درلودې، له افغانستان سره د پاکستانۍ پولې نه دفاع، پاکستان ته د شوروي ګواښ اغېز کمول او د لوېديزو هېوادونو سياسي، پوځي او اقتصادي ګټو ته لاس رسۍ ترلاسه کول.
مروت وايي چې په څرګنده د افغانستان په تړاو د پاکستان پاليسي د ديني، انساني او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ ولاړه وه؛ خو پاکستان پټې موخې هم درلودې چې د نورو سربېره يې، له افغانستان نه د شوروي ويستل، کابل کې د شوروي پر خوا د شته نظام له منځته وړل، د پښتون نشنلېزم ځپل او مخه نيول، د ستراتېژيکې ژروتيا پلان، د افغان بنسټونو بې ثباته کول او افغانستان داسې حالت ته راوستل چې لږ تر لږه د پاکستان پر لاس د کېنول شويو کسانو له خوا اداره شي.
کتاب کې څرګندېږي چې پاکستان د افغان جهاد د چارو د اداره کولو له پاره د افغان سېل په نوم اداره جوړه کړې وه چې د جنرال ضياء، د ايی ايس ايی مشر، د کابينې څو وزيرانو، پوځي مشرانو او نورو په کې ګډون کاوه. ضياء د دغې ادارې مشر و.
لومړي فصل کې د افغان کډوالو پر وضعيت هم بحث شوی. افغان کډوال به د ملکانو يا تنظيمي مشرانو له لوري پاکستاني مقاماتو ته ور پېژندل کېدل، بيا به ثبتېدل او د (پاس يا اوښتنې کتاب) په نوم به يوه کتابچه ورکول کېده چې د دوی ټول اړين مالومات به په کې ليکل شوي و. ليکوال ليکي چې د پاکستاني مقاماتو له خبرتيا او موافقې پرته هېڅ نه شو پېښېدای. پاکستان ته تلونکي کډوال اړ و چې له يوې سياسي ډلې سره يو ځای شي. د پاکستان ټولو خفيه ايجنسيو او د مهاجرينو کمېشنرينو هيله درلوده چې کډوال دې له حزب اسلامي سره يو ځای شي.
افغان کډوالو د پاکستاني مقاماتو له اجازې او خبرولو پرته له بهرنيانو سره د ليدنې اجازه نه درلوده او نه يې د دې اجازه درلوده چې د دوی له موافقې پرته له ژورنالېستانو سره خبرې وکړي.
دا چې پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څومره او چېرته و، دغه راز د دوی شمېر او په مختلفو کلونو کې پاکستان ته څومره افغانان کډوال شوي، په دې تړاو ټول مالومات کتاب کې ځای پر ځای شوي دي.
کتاب کې د افغان کډوالو د ښوونيز نظام په اړه په تفصيل سره خبرې شوي. د افغان کډوالو د ښوونځيو، مدرسو او پوهنتونو او دغه راز د دوی په تعليمي نصاب هم رڼا اچول شوې. د واشنګټن پوسټ د يوه راپور پر بنسټ ليکل شوي چې امريکا په تېرو شلو کلونو کې د افغان کډوالو له پاره د (مذهبي) تعصب پر بنسټ په جوړ شوي تعليمي نصاب باندې ميليونونه ډالره لګولي دي. د ليکوال په وينا د دغو کتابونو موخه دا وه، څو افغان ماشومان د عادي ژوند له فعاليتونو او پرمختګونو نه لرې وساتل شي.
بل خوا خلقي رژيم د تره کي کتابونه چاپ او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو مېشتو پښتنو باندې يې ووېشل.
د ليکوال په وينا د جهاد پر مهال افغانان له دوه ډوله بنسټ پالنې سره مخ و، يوه خوا مارکسېزم/لېننېزم او بل خوا اسلامي رادېکالېزم.
دغه فصل کې د افغان جهاد او وروسته مهال کې د افغان تنکيو ځوانانو د ژوند پر پايلو هم خبرې شوي. د ليکوال په وينا جګړې په افغانستان کې د واک له پاره د اسلامي بنسټ پالو، ملايانو او افغانستان کې دننه د کوچني جګړه مارو په بڼه نوې ډلې رامنځته کړې.
په دويم فصل کې تر ډېره پاکستان کې مېشتو جهادي ډلو باندې خبرې شوي.
کابل کې د ثور له کودتا وروسته جنرال ضياء د امريکا ولسمشر کارتر ته کابل کې د نوي کمونستي رژيم د بې ثباته کولو وړانديز وکړ؛ خو کارتر ظاهرا دغه وړانديز رد کړ. کتاب کې د برژنسکي د يوې مرکې په حواله ليکل شوي، دا وروسته و چې امريکا کابل کې د خلقي رژيم له مخالفينو (افغان جهاديانو) سره د مرستې يوه پټ سند لاسليک کړ.
د پاکستان استخباراتي ادارې پاکستان کې د محمد داود د رژيم مېشت مخالفين په دويم ځل کابل کې د خلقي رژيم پر ضد منظم کړل.
ليکوال ليکي، پاکستان کې د افغان مهاجرينو مشرانو هڅه کوله ځانونه له نورو (يوه بل نه) ډېر ريښتيني مسلمانان، وطن پاله، پاکستان پلوه او د افغانانو ريښتيني مشران وښيي. کتاب کې د جهادي ډلو په ځانګړتياو، د دوی په جوړښت، ايډيالوژيو او اړيکو باندې په تفصيل سره خبرې شوي.
د افغان ليکوال ګل پاچا الفت د زوی عزيز الرحمن الفت چې وروسته بيا پېښور کې ووژل شي، د جهادي په اړه د يوې ليکنې په حواله راوړل شوي: هغه مرستې چې اسلامي او لويديځ (هېوادونه) په ځانګړي ډول عرب يې له دغو مشرانو سره کوي، په سمه توګه نه مصرفېږي. حتی شل سلنه يې د جهاد او مهاجرينو په ګټه نه مصرفېږي. پنځوس سلنه د اسلامي بنسټ پالنې په موخه مصرفېږي او پاتې دېرش سلنه يې د مشرانو حسابونو ته ورځي. الفت زياتوي، هغوی چې افغانستان کې يې خره نه درلودل، اوس پاکستان کې په لويو موټرو کې ګرځي...هېواد زموږ دی، افغانان د خپل هېواد له پاره قرباني ورکوي؛ خو پرېکړې يې بهرنيان کوي.
د کتاب درييم فصل کې تر ډېره افغان جهاد کې د پاکستان او بهرنيو (په ځانګړي ډول امريکا) په رول او مرستو خبرې شوي.
دلته د پاکستان په افغان پاليسۍ ډېره رڼا اچول شوې. د ليکوال په وينا پاکستان غوښتل چې (راتلونکې کې) کابل کې يو ملګری يا هم لاس لاندې حکومت ولري.
جنرال ضياء له خپل مرګ وړاندې له مشهور امريکايي ليکوال سليګ هريس سره په يوه مرکه کې اعتراف کوي چې د جګړې له پېل نه يې موخې، د کمونستو تاسيساتو ويجاړول، يو لاس لاندې رژيم واک ته رسول او په جنوبي اسيا کې يوه ستراتيژيکه کرښه (د هېوادونو) ودرول. موږ دا حق ترلاسه کړی چې کابل کې يو ملګری حکومت ولرو. ضياء زياتوي، موږ به د دې اجازه ور نه کړو چې د پخوا په څېر دې د هند او شوروي نفوذ او زموږ په خاوره دې دعوی شتون ولري. دا به ريښتينی اسلامي حکومت وي چې د شوروي مسلمانان به هم وګټي، تاسو به يې وګورئ.
د پاکستاني استخباراتو د يوه افسر له خولې د افغان مجاهدينو څو ځانګړتياوې ليکل شوي. يوه يې دا چې، وسله د مجاهد له پاره داسې ده، لکه د يوې امريکايي مېرمنې له پاه ګاڼه. ټوپک د سړيتوب سېمبول ګڼل کېده او دويمه دا چې، افغانان وسله داسې اخلي او خرڅوي لکه امريکايان چې موټر اخلي او خرڅوي.
دې فصل کې له افغان مقاومت سره د لويديځ پر پوځي مرستو هم رڼا اچول شوې چې څه ډول پاکستان ته ورکول کېدې او بيا دوی افغان مجاهدينو ته ورکولې. د ليکوال په وينا دا پاکستاني استخبارات و چې ټولې بهرنۍ پوځي مرستې يې کنترولولې او دا د دوی يوازينۍ دنده وه چې مجاهدينو ته وسلې ورسوي او پرې وې وېشي. د ويشتلو ځايونه په نښه کړي او د هدفونو بديلونه ور وښيي.
کتاب په يوه دولس مخيزه پايله پای ته رسېږي.
ليکوال ليکي، افغان جګړه د اسلامېستانو له پاره جهاد، عامو افغانانو له پاره بدل يا غچ، د امريکا له پاره شوروي-ضد مقاومت او د پاکستان له پاره دا يو طلايي چانس و چې پښتون/افغان نشنلېزم په کې وځپي او يو پاکستانی نسل رامنځته کړي.
دغې جګړې د پاکستان له پاره څو لاسته راوړنې درلودې چې يوه يې، د ليکوال په باور، د پاکستاني مقاماتو له لوري د پښتون/افغان نشلنېزم ځپنه او د پښتونستان د مسئلې ګرزول و. پاکستان دغه مهال د اسلامي امت او اسلامي ورور ولۍ نظريې ته پروپاګند وکړ.
د کډوالۍ پر مهال افغان کډوال د کابل-اسلام اباد تر منځ سېنډويچ شول او بالاخره (افغان کډوالو) سره خپلو مشرانو او پاکستان کې د دوی کوربنو دوکه وکړه (دوکه يې کړل



اعلان