افغانه ښځه؛ کردار او کړاوونه/ استاذ محمد زمان مزمل

کتابونه

افغانه ښځه؛ کردار او کړاوونه/ استاذ محمد زمان مزمل

436

د استاد محمد زمان مزمل ناچاپ اثر :
افغانه ښځه؛ کردار او کړاوونه
ښځه په ټولنه او تاريخ کې

که څه هم د ټولنې او تاريخ خبره د ملتونو په مخامخ محاسبه کې زياته په سړيو پورې تړلې ښکاري، ولې داسې په هر ملت کې د هغوى ټولنه او تاريخ پخپل وارد هغو سترو ښځو د ستر نقش پور وړى دى، چې کله کله د دغو ښځو حضور او رول پر زياتو نارينه وو هم ور پورته ثابت شوى دى.
افغانستان، چې د حوادثو او پيښو هېواد دى، دلته له هغه ټول کلف تعامل سره سره، چې د ښځو د نقش په اړه د يو رسم په توگه ژورې ريښې لري، بيا هم پر دې هسک ديوال باندې د دې هېواد ځينې باعزمه پيغلې ياميرمنې ور پورته شوي او په ټولنه او تاريخ کې يې د ځان لپاره هغه درانده مقامونه گټلي دي، چې د دې هېواد تاريخ او خلک دواړه پرې وياړي.
په افغانستان کې د ښځې اصلي دنده د اولاد يا د نارينه اولاد جوړول دي؛ ځکه په دې لړ کې د ښځې نقش تر هر چا غوڅ دى او له همدې ځايه د هر فعال او تاريخ ساز انسان شاته بايد د ښځې پټ؛ خو د پياوړي نقش قوي احتمال له پامه ونه غورځول شي.
په دې معنا که په دې خاوره کې څوک د سياست په خطرونو ورځى، يا هم د علم او پوهې پر سختيو؛ ترشايى کيداى شي د ښځې پيغور، هڅونې او گمارلى هڅوونکى عامل وي.
که څه هم د پيښو په لړ کې د دې هېواد د خلکو برخه همېشه يو پرله پسې جنگ او په دوى پورې تړل شوې گډوډي وه، ولې بيا هم د دې خاورې بچيانو د علم او هنر په ميدان کې خپل استعدادونه تر هر چا زيات ازمويلي دي او د تاريخ په ويش کې د هغوى برخه لدې مخې سر لوړوونکى دى. په دې حساب د دې هېواد نوميالي زياتره د يوې حساسې او درنې مور زامن دي، چې له هره لحاظه په کې د مور د توجيه او شخصيت اغېزه ژوره او جوته ده لکه احمد شاه بابا، ميرويس نيکه بلکې پر ځاى ده که ووايم، چې ددې هېواد ستر فاتح زامن، چې د تاريخ پور يې ادا کړى هغوى د همدغسې يوې روزنې په لړ کې خپل شخصيت پوره کړى،چې د مدرسې پرځاى پکې کور، کورنۍ او پخپله مور يا د ژوند ملگرې موثره وه او همداسې، چې دلته د هېواد زلميانو د پرديو اشغالگرو مخه پرې کړي، د هغو د مقاومت او قربانۍ تر شا هغه اورينه هڅونه درلودله، چې زياتره د مور، خور يا هم د ژوند دملگري پيغور او پارونې له لامله وه.
په افغانستان کې، چې دښځو دمخامخ کردار لپاره شرايط او زمينې نه وې مساعدې ولې بيا هم ځينو د فرصتونو کنگل مات کړى او هغه مقام ته يې ځانونه رسولي دي، چې ډير نارينه يې په ارمان کې لاسونه مروړي.
په دې کم شمېره ښځو کې، چې د زمينو پرکنګل ورپورته شوي دي د هغو کمو يې ژوندى تاريخ پاتې دى ولې په داسې يو درانه سجل کې، چې د وخت ستر ميړونه يې د ښځو په اصطلاح يوې نرې خبرې ته درولي دي.
هلته، چې احمدشاه بابا له کندهار نه دحصار په فکر کې و دا د هغه مور زرغونه انا وه، چې ورته ويې ويل:
« ته به تردې ديواله دښمن ته موقع ورکوې؟
احمده! له حصاره بهر ستا رعيت نه دى څه؟»
هغه وويل: « نه مورې ټول زما رعيت دى.»
زرغونې انا: « بيا نو احمده ته ديوال د ځان لپاره جوړوې!»
هغه وه، چې احمدشاه د کندهار د حصار له فکره تېر شو.
همداسې هلته، چې د عينو خاوند په شپه کې له لښکر کوټ څخه کور ته پټ راغى او په کور کې له دې لامله ورټل شو، چې له کندهاره نور بهر مسافر هم انسانان دي!
هغه وو، چې دعينو ادې لوړ همت احمدشاه بابا دې ته اړ کړ، چې د هغه وخت يو لوى کاريز د هغې په نامه ونوموي، چې تر نن پورې د عينو په کاريز مشهور دى.
داسې که په ميوند کې ملالې په يوه ټپه باندې تر فاتح سردار ايوب لوى نوم وگاټه دايې د هغه ښځينه لوى پيغام په مقابل کې، چې بااحساسه ميړونه يې د ژوند په قیمت اخلي.
د افغانانو په مذهب کې د ښځې د همت د تقدير ضريب جلا دى. افغاني ښځه په ټولنه او تاريخ کې خپل مقام لري او دا يې په حقه گټلى دى.
نن که د پيړيو په تيرېدو بيا هم د ((ويانا)) او ((نيويارک)) په موزيمونو کې د هرات د هنر مندو څو د لاس غالۍ د خپل طرز له مخې د شلمې پيړۍ مترقي ټولنې خپلې نندارې ته تم کوي، نو دا د هغه زيار ثمر دى، چې زمونږ د هېواد ظريفو ښځو د هېواد او خپل نوم په خاطر ترسره کړى دى.
زيار او له خلکو سره مينه دا هغه جذبه ده، چې تر هر بل ځاى مخکې د افغانستان د ښځو په زړه کې ټوکيدلى دى.
له همدې ځايه د سلطان غياث الدين غوري لور شهزادگۍ ((ماه ملک)) له يوې خوا په درباري نازو نعمت کې د قران کريم د حفظ د سخت ازميښت لاره ونيوله، له بلې خوا يې هسې درباري ژوند ته په شا کيدو د عبادت او انابت درشل داسې راټينگ کړ، چې د خپل وخت مشهوره عابده شوه، نه يواځې په عبادت او د قرآن په حفظ يې بسنه وکړه؛ بلکې هغې له يوې خوا د طبقات ناصري غوندې مورخ پخپله شتمنۍ وروزه او د بلې خوا يې د هرات مدرسه جوړه کړه، چې د هغه وخت ډېرو پکې ډېر څه زده کړل.
نوموړې شهزادگۍ که له يوې خوا د قرآن کريم د دې لوى مقدس آسماني کتاب د حفظ وياړ گټلى و، له بلې خوا يې هر کال همدا قرآن کريم په دوه رکعته لمونح کې په يوه شپه کې ختماوه.
د هغې امپراتورۍ د مقتدر حکمران لور، چې تر بنگاله يې حدود رسيدلي وو، په داسې يوه کورنۍ کې له مذهب او علم نه دومره حد ته ځان رسول څه عادي کار هم نه دى او دا برم پر هغو هوسونو د پوره بري نښه او ثبوت دى، چې معمولاً يې شهزادگان او شهزادگۍ تر هر چا مخکې آسانه ښکار کيږي.
برسيره پردې د ((ماه ملک)) د ډېرو ښه ليکلو هنر هم زده و، چې کيداى شي د مدرسې پر ديوالونو باندې پاتې کرښې د همدې سترې شهزادگۍ د همت او هنر بل ثبوت وي.
همداسې لويه محدثه کريمه مروروزى يوه بله ستره بي بي ده، چې په مروالروز (بالامرغاب) کې په ٣٦٥ﻫ کې زيږيدلې وه.
که ((ماه ملک)) د قرآن کريم د حفظ وياړ ته ځان رسولاى؛ نو د حديثو دې مشهورې استادى د بخاري د حفظ افتخار وگاټه او د بخاري د روايت کوونکيو د يوې منلې سلسلې مشره شوه.
دې بي بي د ژوند په يو پړاو کې مکې مکرمې ته سفر وکړ او هلته د احاديثو استاده شوه. ډېرو مشهور کسانو ترې نبوي احاديث وويل او د همدې شرف له مخې ډېر مال لاس ته ورته، چې زيات يې پر مسکينانو خرڅاوه.
واقعاً هغه يوه پوهه، او د ښې حافظې څښتنه وه.
د هېواد د بل ستر قائد ميرويس خان، مورميرمن نازو هم د خپل خواخوږي پلار د توجه له مخې د علم او غښتلي شخصيت څښتنه وه.
هغه برسېره پر زدکړه شاعره هم وه او د خپل پلار په شهادت يې د کور پالنه او هغه هم په سختو شرائطو کې غاړې ته ولويده.
په افغانستان کې دې ته ورته نورې ډېرې ښځې دي، چې يا يې د خپل زوى په شخصيت کې يا يې د خپل خاوند، تحفه کې يا يې په دواړو کې خپل ژور نقش اداء کړى دى يا يې د يو سياستمدار، يا هم حکمران خاوند او هره يوه يې په افغانستان کې بلا نمونې او مثالونه لري.
که څه هم د اجتماعي او سياسي بلکې ان فرهنگي نړۍ لارې پر ښځو مخامخ بندې وې، ولې افغاني ميندو او ميرمنو په همدغو ساحو کې د خپل زوى يا هم خاوند تر شا داسې مرکزي کردارونه ترسره کړي، چې کيداى شي د ډېرو نامتو شخصيتونو د کار او کارنامې لپاره يې د يو موثر عامل په توگه رښتيايي کردار اداء کړى وي.
په هرات کې گوهرشاد د همدغسې يوه دروند کردارخاونده ملکه وه؛ بلکې په پاتو مرحلو کې ډېر موثر حکمرانان وو، چې ميندو ياهم ښځو يې په داسې توده جذبه په سياست کې برخه اخستله، چې ډېر کارونه د همغوى په درايت او مداخلو حل پيدا کاوه؛ په تېره هغه ملکې، چې خپل زامن يې د گڼ شمېر رقيبو وروڼو په اخ وډب کې تربري رسولي دي، زياتره د هغو افغاني ښځو د سياسي عمل د ابتکار او انحصار دواړو ژوندۍ نمونې دي.
همداسې د افغانستان په تاريخ او ټولنه کې ښځه د يو مساعد عامل په توگه د ډيرو حکمرانو کورنيو د بنسټ لپاره په کار اچول شوې يا کارول شوى ده.
هلته، چې ټولواکو او نيمواکو واکمنو ځان ته د قومونو دوستي او ملاتړ کله کله دنورو قوي قبيلو له مشرانو سره د يوې خيښۍ او دوستۍ له لارې پيدا کاوه.
په درباري کورنيو کې د ښځو کردار او موثريت که له يوې خوا په ډېرو برخو کې مثبت اثرات لرلي دي؛ خو بيا په ډېرو نورو اړخونو کې يې ډېر منفي اثرات هم په ځاى پرې ايښي دي.
په مخامخ تعامل کې له پامه لويدلې ښځې په افغانستان کې په سياسي او درباري ژوند کې هغه عمق او ژورتوب لري، چې کله کله د ښځينه لنډو مداخلو که ډېر مشکلات حل کړي هم دي؛ خو ډېر ځله يې پاچاهي په داسې يو کورني خوږ اخته کړې، چې کلونه کلونه يې ادامه کړې ده.
کله کله په دربار کې داخلي اخ و ډبونه د همدې ښځو د شا په شا مداخلو نه پيدا شوي او ډېر په داسې پېښو پای ته رسيدلي دي، چې په سياست او تاريخ کې د لويو بدلونونو عامل گرځيدلي دي.
د سدوزيو په کورنيو اخ وډبونو او د سدوزو او محمدزيو په خپل منځي ربړو کې ډېر ځله د درباري ښځو کردارونه د دې باعث شوي دي، چې ټولنې او واکمنې کورنۍ پکې پر فتحه يا هم پر ماته اوښتي دي.
په افغاني دود کې لکه څنگه، چې عذر او ننواتې ډېرې سترې دښمنۍ ړنگوي او ډېر خطرناک غچونه له برمه پرې باسي همداسې د ښځو ليږل او د هغوى په ذريعه ننواتې هغه تر ټولو لوړه ننواتې ده، چې د ډېرو د انتقام او غوصې پر اورونو همدې ننواتې اوبه شندلي او نارينه يې په يوه ژوندي حضور د خپلې لويۍ په وړاندۍ په رښتينه درولي دي؛ ځکه نارينه په افغاني دود کې د ښځو د پيغور، غږ، پناه او ننواتې څلورو ارزښتونو په وړاندې بايد د شهامت وروستۍ ازموينه ورکړي.
احمدشاه دراني د نادرشاه افشار ملکې ته د افغاني شهامت په پناه کې هغه څه ورکړل، چې ايله د نادر شاه کونډې هغه ته د کوه نور د الماس قيمت کېښود.
له همدې ځايه په افغاني دود کې په دښمنيو کې د ښځینو تحرک، تلل راتلل آزادوي، د هغه مخه نيول او پر هغوى تيرى د نارينه د بې شهامتۍ علامه گڼل کيږي. او دا هغه ستر سبق و، چې د خداى رسول ابودجانه ته د خپلې تورې په ورکولو خپلو يارانو ته ورکړ، هلته، چې ابودجانه د احد په جنگ کې د ابوسفيان ښځه ((هند)) له دې لامله ونه وژله، چې دا د پيغمبر توره ده. په دې دغه بې پناه ښځه (هند) وژل د دې توري له شان سره نه ښايي.
په همدې ډول د دې خاورې نوميالى فاتح سلطان محمود غزنوي د مجدالدولة مورته، چې د وخت حکمرانه وه، د يوه ظريف ليک په مقابل کې له يوه کيدونکي جنگ او تهديد دواړو نه تېر شو، چې د غزني لوى فاتح د يوې ښځې د مقابلې له سجل نه پورته او پاک وساتي.



اعلان