د صدام حسین پر اعدام امریکایي پوځیانو ژړلي وو

کتابونه

د صدام حسین پر اعدام امریکایي پوځیانو ژړلي وو

4804

دوولس تنه امریکایي پوځیان چې د عراق پخوانی ولسمشر صدام حسین یې اعداموه، له هغو یې یوه د صدام حسین د ژوند د وروستیو شېبو حالات په خپل چاپ شوي کتاب the prisoner in his palace کې لیکلي دي.

دغه پوځي ول بارډونورپر نومېږي. هغه وایي، هغه مهال چې صدام حسین اعدام کوونکو پوځیانو ته سپارل کیده؛ نو پوځیانو ژړل.

دغه کتاب چې د بي بي سي هندي څانګې ریحان فضل لوستی، لیکي، یوه پوځي ویلي چې موږ به صدام ته د یوه قاتل په سترګه نه کتل؛ بلکې د یوه نیکه (بابا) په سترګه مو ورته کتل.

صدام د ژوند په وروستیو کې د یوه امریکایي سندرغاړي سندرې اورېدې او په خپل سپورتي بایک به سپرېده.

صدام ته د خپلو ۱۴۸ مخالفینو د وژنې په تور د اعدام سزا اورول شوې وه.

صدام حسین به سیګار ډیر څښل او ور سره به ایښي و. لیکوال وایي، صدام ویل چې د سیګار څښلو چل ورته فیډل کاسترو ښودلی و.

لیکوال لیکي چې صدام په وروستیو کې ډېر نرم شوی و او ځان ته یې د یوه قاتل واکمن په سترګه نه کتل. یوه ورځ ورته یوه امریکایي وویل، چې ورور مې وژل شوی دی، صدام ورته وویل چې له نن نه وروسته به ستا ورور یم. یو بل شل کلن امریکایي پوځي مو ولید چې له ځان نه لوی پتلون یې اغوستی دی، وروسته پوه شو چې دغه پتلون صدام ور ډالۍ کړی و.

صدام به د سهار چای کې املیټ ډیر خوړه او ور پسې به یې تازه میوه خوړه، که املیټ به مات و؛ نو نه به یې خوړه.

لیکوال وایي، څومره چې صدام پر موږ حق درلود، ادا مو نه کړ، خو پر هغه مو هېڅ مسخرې او ټوکې نه دي کړي. پوځیانو هڅه کوله چې صدام خوښ وساتي، هغه له موږ نه خوښ و؛ نو صدام به هم ټوکې کولې.

لیکوال د یوه پوځي له خولې لیکي، هغه مهال چې یې صدام اعداموه، موږ فکر کاوه چې صدام ته مو دوکه ورکړې، موږ ته ځانونه قاتلین ښکارېدل، داسې چې خپل یوه نږدې ملګری مو اعدام کړی وي.

کله چې یې صدام حسین د دیسمبر په ۳۰ مه ۲۰۰۶ ز کال اعدام کړ او جسد یې بهر راوړل شو؛ نو هلته شته خلکو ورته کنځل پېل کړل، په دې سره دغو دوولس پوځیانو هڅه کوله چې د دغه خلکو مخه ونیسي.

وروسته د سټيو په نوم دغه پوځي له دندې استعفی ورکړه. پوځیانو ته ویل شوي وو چې د صدام د جسد بې حرمتي کوونکو ته به څه نه وایي.

 

 

 



اعلان