د عدل اهمیت اسباب او جانبداري/ ترتيب: مفتي عبد الرشيد

اسلام

د عدل اهمیت اسباب او جانبداري/ ترتيب: مفتي عبد الرشيد

263

د مولانا عبد الباقی حقانی کتاب د “اسلام سیاسي او اداري نظام” څخه

ترتیب: مفتی عبد الرشید

عدالت د اسلام له هغو بارزو خصوصیاتو څخه دی، چې د اسلام مقدس دین ورته د ژوندانه په چوکاټ کې په پوره اهمیت او رول قائل دی او د عدالت په مقتضی د عمل غوښتنه کوي.

په قرآن کریم کې د عدل مشتقات (۲۶) کرتې ذکر شوي چې د دینه د عدل اهمیت او د عدل په هکله د اسلام د وسیع تصور اندازه لګیدای شي که د عدل د استعمالاتو جایزه واخلو نو دا اندازه لګیدای شي چې د عدل په تصور کې دوه مستقل حقیقتونه مضمر دي: یو دا چې د خلکو په منځ کې به د دوئ په حقوقو کې توازن او تناسب قایم وي دوهم دا چې د بل حق په آساني طریقې سره ورکړای شي.

تر څو چې په یوه ټولنه کې د خلکو ترمنځ عدل نه وي قایم شوی او د ټولنی هر فرد دا خپله وجیبه نه وي ګڼلی چې زه به د هر فرد حقوق په لازم وخت کې اداء کومه تر هغې د یوې ټولنی داخلی سکون ممکن نه دی ځکه د ټولنی ټول افراد یو بل ته ضروت او احتیاج لري.

 د عدل مفهوم دا دی چې د الله تعالی د خوا نه مخلوق ته په معلومو حقوقو کې توازن قایم وي د دي تقاصا دا ده چې د هر انسان اخلاقي، معاشرتي، قانوني، سیاسی او تمدني حقوق اداء کړای شي.

الله تعالی د خپل عدل په هکله فرمائی: وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا ۚ لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَٰتِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ { الآیه

ژباړه: ستا د رب خبره د ریښتینوالي او انصاف په اعتبار سره کامله ده هیڅوک د هغه حکمونه بدلولی نه شي او هغه هر څه اوري او په هر څه پوهیږي.

د الله تعالی د عدل صفت تکویني اظهار په ټول کائنات کې ښکاره دی، د کائناتو نظم د دوی ترکیب، ددوی جزاء او د دوی حرکت او سکون د عدل نه ظاهر دی او په دې کي د خرابۍ او بد نظمۍ هیڅ شائبه نشته. عدل یو تصور دی، یو عمل دی اودا د زندګۍ یوه طریقه ده.

د عدل اسباب:
الف:د جانبدارئ نه ځان ساتل: کله چې یو شخص خپل نفسی خواهش او د طبعیت رجحان پریږدي نو یقیناً دا طریقه عدل او انصاف ته نزدی ده.

ب:د نظر او فکر وسعت او د موضوع په ټولو جوانبو غور: قاضی او منصف ته پکار دي چې د لانجې په محل په لانجمنه موضوع او د فیصلې په وخت کې د فریقینو په ټوله وجوهاتو باندې نظر واچوي او د پوره تحقیق او غور نه وروسته فیصله وکړي.

ج:د حکم دارومدار د عمل علت او اسباب ګرځول نه خارحي مظاهر: کله یوه عمل ظاهراً بد ښکاري لیکن صدور یې په نیک نیت شوي وي لکه یو پلار د بچي د تربیت په خاطر د ډیرې سختۍ مظاهره وکړي نو د بلار په دی عمل به د خارجي مظاهرو له امله د بد والی حکم نشي لګولی بلکې د دی علت تربیت به پام کې نیول کیږي.

د جانبدارئ اسباب:

الف-محبت او عشق: کله چې یو تن له جا سره عشق او محبت ولري نو اکثر د هغه طرفداري کوي لکه مور او پلار ته د خپل اولاد غلطیاني کمی محسوسیږي.

ب-ذاتي منفعت: کله چې یو انسان دا فکر وکړي چې فلانی جانب ته په میلان کې زما ذاتی فایده ده چې د بل حانب کې نشه دی نو اکثره وخت دا فکر د جانبدارئ باعث ګرځي.

ج-خارجي مظاهر: د چا حسن یا اثر او رسوخ، فصاحت او بلاغت، خوږې خبرې، چالاکي او په ادب سره وینا هم کله د جانبدارئ باعث وګرځي نو په انسان دا فرض دي چې دی په خپله فیصله او اجتهاد کې دومره بیدار او متوجه وي چې څه وخت هم ده باندې د جانبدارئ اسباب غلبه ونکړي چې نوموړی د عدل او انصاف د لاری نه منحرف کړي.