مفت جنت، که پيسو دوږخ؟!

اسلام

مفت جنت، که پيسو دوږخ؟!

423

وینا : مولوي عنایت الله علمي لیکنه : احمدجنید مبارز

یو سپین ږیري خپل زوی ته وویل: 

زویه ! ته پوهېږې چي جنت مفت او وړیا دی، او اور په پیسو سره دی ؟!

زوی وویل : پلاره ! دا څنګه؟

! پلار وویل : اور یا دوږخ په پیسو سره دی:

 هغه چي خمار کوي، پیسې به ور کوي

 . هغه چي شراب چیښي، پیسې به ور کوي .

هغه چي سګرېټ څکوي، پیسې به ور کوي .

هغه چي زنا کوي، پیسې به ور کوي

 . هغه چي ساز او موسیقي اوري، پیسې به ور کوي .

هغه چي د بدو کارونو لپاره دباندنیو ملکونو ته سفرونه کوي، پیسې به ور کوي .

او زویه ! جنت مفت دی:

 هغه چي لمونځ کوي، مفت یې کوي .

هغه چي روژه نیسي، مفت یې نیسي .

هغه چي استغفار وایي، مفت یې وایي .

هغه چي د الله جل جلاله د بیري د حرامو څخه سترګي پټوي، مفت یې پټوي .

په آخر کي وایم مسجدونه مفت او وړیا دي خو د رقص ځایونه په پیسو دي اوس نو ستا څنګه خوښه ده، غواړې چي پر اور پیسې ور کړې او که په مفته جنت ته ولاړ سې؟!