مینه به ماته کړو!

ادبي نثرونه

مینه به ماته کړو!

860

لیکوال عزت الله زاهد

دسهارلمونځ یې وکړ، لاسونه یې پورته کړل، اوږده دعا یې وکړه، په مخ یې نرمې څپېړې راکش کړې شاوخوایې وکتل سپین سرې موریې ترسترګوشوه، یوه شیبه انتظاریې وکړ، زړه نازړه وه دخیال په ماڼۍ کې یې لوی کړاونه راتاویدل کله بې زړه وکړچې مورته ووایي اوکله بې داښه وبله چې پټ ووځي؛ خوله ډیروچورتونو ورسته یې خپلې مورته وویل:

 مورجانې!

- یوه دخیر دعا راته وکړه چې په خیرورسیږو.

مور یې مخ را تاو کړ وویل:

- زویه! څنګه چل دی؟

- هره ورځ تاته دعاوې کوم.

 - مورجانې! نورهغه څه مې ځوروي چې ستاسوباندې تیریږي، زه غواړم چې ستاسوله چاودو ډک لاسونه په سروزرو وپوښم.

دمورپه سترګوکې اوښکې تاوراتاوشوې، سلګوونیوه دخبروکولوتوان ورځنې پردی شو، اوس یې دپخوا په شان زړورتوب له لاسه ورکړ؛ خوهسې غریوورته ولاړو، چې الفاظوورځنې تېښته کوله.

 بیایې سترګې روښانه کړې:

 - زویه! داشپاړس کاله سېواد ولې؟

-مورجانې! دوه کاله کیږي چې له خلکوڅخه پیسې قرضوم، هردفتر ته چې ورشم چې دکارخبره ورته وکړم هغوی ترډیره ځواب نه راکوي بیامې په ناکاره الفاظو رخصت کړي، په هغوی کې دومره رحم نشته چې په ښه خوله راته ووایې چې زموږسره کارنشته، زما دځوانۍ غرورمات شو، دهمزولوله سیالې لرې شوم، دخوږودوستانوخواته نه شم ورتلی، ولې چې هغوی له ماڅخه نفرت کوي وایې دایولټ سړی دی کارنه کوي، هسې یې پریږدئ داسې کسان ټولنې ته ګټه نه رسوي زموږپه درد نه خوري،په جیب کې یوه پیسه نه لري، اخلاق ورسره مه کوئ که اخلاق ورسر وکړئ بیا پیسې غواړي...

موریې دواړه لاسونه په دعاونیول اوپه زوره زوره یې ډیرې دعاوې وکړې...

بیایې دصادق په لورمخ ور تاو کړ:

- زویه! اوس حتمي مسافریږې ؟

صادق مسک شو

- هو، مورجانې! که ستاخوښه وي،دعاوې کوه له یاده مې ونه باسې

موریې په عېږه کې ټینګ کړورته وویل: - هسې نه چې له یاده مووباسې.

- ګوره! له دینه وا نه وړې - مورې داڅه خبرې کوې،مورهم څوک هېرولی شي؟

موریې په ژړیدلي غږورته وویل: - پلارخرکړه کارپرې روکړه هسې ونه کړې

 - مورې ته ولې داسې خبرې کوې، نهه میاشتې تکلیف زه هیرولی شم؟

 - تا به مرۍ جوړولې زه پینځه ویشت کاله وروزلم.

- زه دې څنګه هیره کړم؟

صادق سلګونیول و، ترډیره یې ځان کلک کړ، هسې نه چې مورخفه کړي، په شوندویې نرۍ مسکاښکاره کړه؛ خومورته یې پرته له صادق ژوندګران و، سلګویې ټول وجودته لړزه ورکوه، په سلګواوژړاکې یې شونډې وخوځولې

- ښا زویه!اوس ته ځې؟

- مورجانې!څه وکړم؟ که دلته نور هم و اوسیږم دخلکو به همداسې قرض داروم، دغلامۍ ژوند به راباندې تېرشي. خیردی ته مه خفه کیږه، داسې ورځ به راشي، زنګ به مې درته وهلی وي موټربه دې په ګلونوپوښلی وي دهوایې ډګرپه دراوازه کې به دې درولی وي، همداسې غېږپه غېږبه ستړي مشي وکړو دکلونوکلونومینه به ماته کړو.

 دمو په لاسونو ورټيټ شو کلک یې مچي کړل له مورڅخه یې خدای په اماني واخسته دمور عاطفه وه په ټنډه کلک کلک مچي کړ:

 - زویه خدای دمل شه!

صادق روان شو، موریې له شانه دیخو اوبو یوه بګنۍ اوبه ورپسې وپاشلې په دعاویې شروع وکړه.

ساعت به دکال هومره تیریده په وچه صحراکې یې مزلونه وهل ګرمي لاخوره وه دصحروچوکاڼوخوندنه ورکاوه، دسیندپه غاړه روان شو، دسیند څپې ورته نرمې ښکاره شوې، پستواوبوخوند ورکړاوپه سیندکې غوټه شو؛ خولامبوزن نه و، ترډیره یې لاسونه اوپښې ووهل؛ خوپستې اوبه له کاڼوڅخه ډکې وې، بیایې دخیالونوماڼۍ په صحراکې ګرځیده چې یوځل بیاپه صحرا قدم په قدم مزلونه ووهي په صحراکې یې قدمونه ښکاره شي؛ خوتیږو اوماهیانواجازه نه ورکوه ترډیره یې دصحراپه لورتګ و، چې یوه ساحل ته ووت غوښتل یې چې بیاپه صحراکې قدمونه واخلي؛ خونوریې دقدمواخستلوتوان پاتې نه و، موریې دتلیفون په انتظارناسته وه له ډیرانتظار ورسته پرې دغم یوه سیلۍ راغله اوپوه شوه چې په ښکلوباغونوکې به مینه ماته کړو

 



اعلان