پېښور کې سېک خلکو ته مفته روژه ماتی ورکوي

اسلام

پېښور کې سېک خلکو ته مفته روژه ماتی ورکوي

817

روژه د رحمتونو مياشت ده. دغه وخت کې مسلمان روژه نيسي، صدقه ورکوي او نورو ته د ثواب له پاره روژه ماتی هم ورکوي. دغې چارې پر سيمه ييزو سېکانو هم اغېزه کړې او هغوی هم مسلمانانو ته روژه ماتی ورکوي.

له پېښور څخه خپاره شوي راپورونه وايي چې د دغه ښار يو سېک هر ماښام د خپلې سيمې مسلمانانو ته مفته روژه ماتی ورکوي. دغه سېک هر ماښام خلکو ته د روژه ماتي له پاره مفته شودې وکوي.

رسنۍ وايي چې دغه سېک يو ستر سطل له شودو څخه ډک کړی وي او هر څوک چې مخې ته ورځي يو ګيلاس ورته ډکوي او د روژه ماتي له پاره يې ورکوي. رسنۍ زياتوي چې خلکو چې د دغه سېک دا کار وليد، له خپلو خرماوو او افطاري سره ورغلل او هغه ته يې هم خواړه ورکړل.