د ملا محمد عمر وياند د طالب غورځنګ رازونه او خاطرې وايي

کتابونه

د ملا محمد عمر وياند د طالب غورځنګ رازونه او خاطرې وايي

4785

د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د ملا محمد عمر وياند عبد الحي مطمئن د خپل مشر او غورځنګ په اړه له ډېرو خاطرو او رازونو څخه پرده پورته کړې. په هغه کتاب کې چې د "ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان" په نامه تازه چاپ شوی، ښاغلي مطمئن د طالبانو د واکمنۍ له پیله بيا تراوسه له طالب غورځنګ سره اړوند د هېواد سياسي پیښې او اسرار را سپړلي دي.

 دا کتاب د طالبانو د واکمنۍ او بيا راڅرګندېدو په اړه ښايي تر ټولو مهم اثر وي ځکه د طالبانو د تر ټولو لوړپوړي او باخبره غړي لخوا ليکل شوی. ښاغلی مطمئن د طالب واکمنۍ په برخليک ټاکونکې پړاو کې د ملا محمد عمر وياند پاتې شوی، او د طالب غورځنګ د داخلي معلوماتو پراخو سرچينو ته يې لاسرسی درلود. دی همدا ډول د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته، نژدې د يوې لسيزې لپاره د طالب مشر وياند او مطبوعاتي سلاکار پاتې شوی.
 دا کتاب هم له دې اړخه بې ساری دی چې پېښې پکې په نسبتاً متوازن تاريخي او علمي طرز باندې ليکل شوي او د تفصيلاتو دقت پکې مراعات شوی، بلکې د طالبانو له لورې د نورو کتابونو په خلاف، د طالب غورځنګ په اړه نقادانه نظر هم لري. د طالبانو د خپل منځي ستونزو په اړه يې ډیر پټ اړخونه، تیروتنې او کمزوري څرګند کړي دي.
 ليکوال د کتاب په سریزه کې لیکلي: چې دا لیکنه د ده قضاوت نه دې بلکې د ده لخوا د پیښو رښتيني حکایت دی. همداراز لیکوال زیاتوي چې د ده دغه اثر به د هغو طالب پلوو خلګو خوښ نه شي چې د طالب غورځنګ بربنډې غلطۍ نه مني اونه به يې هغه څوک خوښ کړې چې د طالب په مخالفت کې افراطي او بې انصافه وي.
 لیکوال لیکې چې دا وخت په طالب غورځنګ کې کومه دنده او اړیکه نلري او غواړي چې د حالاتو رښتينی انځور په امانت داري وړاندي کړي.
 دغه کتاب په کابل کې افغان خپروندويه ټولنې چاپ کړی. او ټولنه وايي چې دغه اثر يې ترټولو زیات کتونکي او غوښتونکې لري.
د ښاغلي مطمين دغه کتاب څه کم ۴۰۰مخونه او ۶۶ څپرکې لري. د کتاب سرکې د لیکوال سریزه اوبيا دعنوانونو يو اوږد فهرست راوړل شوی.
ليکوال د طالب پديدې په پيدایښت او بروز تفصیلي غږیدلي او بيا يې د غورځنګ د پيل کیسې ليکلې.
 هغه له پاکستان سره د طالب غورځنګ په روابطو، همداراز له ایران او سعودي سره پر پيچيده اړيکو هم تفصیلي غږيدلی.
په کندهار کې دروسي او هندي الوتکو د کینولو اولانجو تفصیلي کیسې هم د کتاب له جالبو برخونه دي.
په دې کتاب کې ليکوال تر ډيره د يوه شاهد په توګه په ادبي طرز د پيښو انځور وړاندې کړی.
 د کابل په شمالي د کورونو سوځولو، امربالمعروف او خارجي اړيکو په برخه کې ليکوال پر خپل غورځنک توندې نیوکې لري او په دې اړه يې ډیر پټ جریانات افشاکړي دي.
په دې کتاب کې ليکوال د اشخاصو په اړه هم جالبې خاطرې راوړې. د بیلګې په توګه چې کله په ۱۹۹۸۸کې قوماندان اسماعیل د طالبانو لخوا اسير کيږي. دا وخت ليکوال محبس ته د اسماعیل خان سره د مرکې لپاره لیږل کیږي، ترڅو له اسماعیل خان سره د سوال او ځواب تفصیلي مرکه ریکارډ کړي او ملامحمد عمرته يې راوړي، چې دا وخت د لیکوال د خبرو په ځواب کې تورن اسماعیل خان سخت ژاړي او ملامحمد عمر د امیرالمومنين په نامه يادوي او ورنه د رحم غوښتنه کوي ترڅويې ونه وژني.
 په کتاب کې د امریکا راتګ او د طالبانو د سقوط کیسې او د قوماندان عبدالحق نيول او وژل هم پام وړ مطالب دي.
 له کندهار په ورستي ځل د ملامحمد عمر وتل اوزابل ته تلل اوبيا پټ اوسیدل په تفصیل سره راوړل شوي دي.
 همداراز په دې کتاب کې د طالب مشر ملامحمد عمر وفات او د طالبانو ترمينځ اختلاف هم په تفصیل بیان شوي دي.
 د قطر د دفتر پرانیستل اوهمداراز د سولې د بهیر او داعش موضوع ته هم په کتاب کې ځای ورکول شوي دی.
د ښاغلي عبدالحی مطمئن دغه کتاب  دا وخت په کابل اوپيښور کې موندل کيږي.



اعلان