د تهجد د لمانځه لپاره تر ۷۰ زياتي پارونکي طريقې

اسلام

د تهجد د لمانځه لپاره تر ۷۰ زياتي پارونکي طريقې

522

د تهجد د لمانځه لپاره تر ۷۰ زياتي پارونکي طريقې : احمدجنیدمبارز

 ۱. په تهجد کي دالله تعالی سره اخلاص.

۲. دا فکر کول، چي ستا رب تا تهجد ته وربولي.

 ۳. نبي کریم علیه السلام تا د تهجد لمانځه ته وربولي.

 ۴. پر تهجد باندي د سلف صالحینو د ډېر خوند اخیستلو معلومات کول.

 ۵. پر راسته طرف بیدېدل.

 ۶. په دې خبره ځان پوهول، چي تهجد د زړه څخه غفلت لیري کوي.

۷. په دې پوهېدل، چي الله تعالی ستا د شپې لمونځ ویني او اوري.

۸. په تهجد کي د نبي کریم علیه السلام د سخت او ډېر کوښښ په اړه معلومات حاصلول.

۹. د مجتهدینو صفت د تهجد په لمانځه کي لټول.

۱۰. د الله تعالی څخه دعاء غوښتل، چي تا ته د تهجد لمونځ اسانه کړي.

 ۱۱. په اوداسه بیدېدل.

۱۲. په دې پوهېدل، چي الله تعالی د تهجد لمونځ کوونکي ته خاندي (چي له ډیري رضاء او رحمت څخه عبارت دی.)

 ۱۳. په دې پوهېدل، چي تهجد نفس پر اخلاص تربیه کول دي.

۱۴. په تهجدکي د صحابه وو د زیات کوښښ په اړه معلومات کول.

 ۱۵. د ماخوستن تر لمانځه وروسته ژر (وختي) بیدېدل.

 ۱۶. په دې پوهېدل چي تهجد په پخوانیو اُمتونو کي هم ؤ .

 ۱۷. د تهجد د لمانځه په نیت خوب کول.

 ۱۸. په دې پوهېدل، چي الله تعالی د تهجد د لمانځه په وجه پر ملائکو فخر کوي.

 ۱۹. په دې پوهېدل، چي نبي کریم علیه السلام تهجد نه پرېیښوئ حتی د جهاد په میدان کي هم.

 ۲۰. د ګناه او معصیت څخه ځان ساتل.

۲۱. تر خوب مخکي د شرعي اذکارو پابندي کول.

 ۲۲. په هغه لویه پیمانه ثواب ځان خبرول، چي الله تعالی د تهجد د لمونځ کوونکو لپاره تیار کړئ دئ.

۲۳. نبي کریم علیه السلام به د تهجد لمونځ نه پرېښودئ که څه هم په سفر کي به وو.

 ۲۴. د مخکنیو ښځو د تهجد د لمانځه لپاره د سخت کوښښ په اړه ځان خبرول.

 ۲۵. د هغه چا د غربت په لیری والي ځان خبرول، چي د تهجد لمونځ کوي. یعني د تهجد لمونځ غربت ختموي.

۲۶. په دې خبرېدل، چي تهجد د زړه د خوشحالۍ او سینې د خلاصېدو سبب دئ.

۲۷. د ډېر خوراک او څښاک څخه ځان ساتل.
۲۸. په دې پوهېدل، چي نبي کریم علیه السلام به خپلي مېرمني په تهجد امر کولې.

۲۹. پر تهجد باندي د آمرانو او خلیفه ګانو د زیات حرص څخه ځان خبرول.

 ۳۰. په دې پوهېدل، چي شیطان تا د تهجد د لمانځه څخه راګرځوي.

 ۳۱. پوه سه، تهجد په جهاد کي پر دښمن باندي د غلبې وسیله ده.

 ۳۲. د خوب پر وخت په ډيرو شیانو کي ځان نه پېچل.

۳۳. په دې پوهېدل، چي څنګه نبي کریم علیه السلام خپلي لوڼي په تهجد امر کولې.

 ۳۴. په دې ځان خبرول، چي تهجد کوونکو خپل رب ته څنګه مناجات کاوه.

 ۳۵. په دې خبرېدل، چي تهجد له اور څخه د نجات سبب دئ.

 ۳۶. ډېر خوب نه کول.

۳۷. د تهجد په اړه د سلفو صالحینو وصیتونه اورېدل.

 ۳۸. د خپل نفس سره حساب کول او (خپل نفس) د تهجد پر نه کولو ترټل.

 ۳۹. په دې ځان خبرول، چي نبي کریم علیه السلام موږ په تهجد کي مسابقې ته رابولي.

 ۴۰. په دې پوهېدل، چي تهجد جنت ته د داخلېدو سبب دئ.

 ۴۱. د نفس مجاهده او (خپل نفس) پر تهجد مجبوره کول.

۴۲. د خوب څخه د راپورته کېدو پر وخت د شرعي اذکارو پابندي کول.

 ۴۳. په دې پوهېدل، چي تهجد د قیامت په ورځ د ولاړي د کمېدو (یعني لږ درېدو) سبب ګرځي.

۴۴. په دې ځان خبرول، چي نبي کریم علیه السلام به د خپلو اصحابو تلاښ کول او د تهجد لپاره به یې را کښېنول.

۴۵. په دې خبرېدل، چي سلفو صالحینو د تهجد پر قضا کېدو باندي ډېر زیات افسوس کاوه او ژړل به یې.

 ۴۶. په دې پوهېدل، چي تهجد د ګناهونو د رژېدلو سبب دئ.

 ۴۷. د حلال خوراک حرص لرل.

۴۸. یو له بله د تهجد په لمانځه سره وصیت کول.

۴۹. په دې پوهېدل، چي څرنګه سلفو صالحینو په خپل منځ کي په تهجد سره وصیت سره کاوه.

۵۰. په دې پوهېدل، چي تهجد د مؤمن حقیقي عزت دئ.

۵۱. په تهجد کي د علماؤ د زیات کوښښ په اړه معلومات حاصلول.

 ۵۲. د همت په لوړولو کي د نفس تربیه کول او د لوړو خلګو سره تعلق ساتل.( یعني نېکان خلګ لکه شیخ، عالِم، پیر اونور)

۵۳. په دې پوهېدل، چي تهجد الله تعالی ته د رسېدو سبب دئ.

۵۴. د جنت او د هغه د نعمتونو استحضار کول. (یعني داسي لکه دی چي یې ویني.)

 ۵۵. تهجد ته د راکښېنستلو پر وخت پر مخ اوبه پاشل.

 ۵۶. په دې پوهېدل، چي تهجد د ښې خاتمې سبب دئ.

 ۵۷. په دې پوهېدل، چي څرنګه سلفو صالحینو تهجد د بیبیانو او اولادونو تر مجلس غوره باله.

 ۵۸. په تهجد کي د کوتاهۍ په وجه نفس ملامتول.

۵۹. د اور، د هغه د عذاب او د هغه د تکلیفونو استحضار.

 ۶۰. په دې پوهېدل، چي تهجد د دعاء د قبلېدو سبب دئ.

۶۱. تهجد ته د راکښېنستو پر وخت مسواک وهل.

 ۶۲. په دې پوهېدل، چي پر تهجد پابندي د ګناه د پرېښودو سبب ده.
 ۶۳. په دې پوهېدل، چي څنګه د سلفو صالحینو بیبیانو خپل خاوندان تهجد ته راکښېنول.

 ۶۴. خپل نفس ته د تهجد پر پرېښودلو سزا ورکول.

۶۵. په دې پوهېدل، چي تهجد د استقامت پر لار د ثابت پاته کېدو سبب دئ.

 ۶۶. په دنیا کي (یعني د دنیا په اړه) د زهد څخه کار اخیستل.

 ۶۷. د عباداتو په مسابقه کي د نفس تزکیه کول.

 ۶۸. په دې پوهېدل، چي تهجد د الله تعالی د محبت تر لاسه کولو سبب دئ.

 ۶۹. د ډیري خندا او بېځایه خبرو څخه ځان ساتل.

۷۰. سلفو صالحینو ژوند نه خوښاوه مګر (په تهجد کي) د اوږدې ولاړي لپاره.

۷۱. د آخرت سره تعلق ساتل.

۷۲. په دې پوهېدل، چي تهجد د مخ د روښانه کېدلو او ښائست سبب کیږي.
۷۳. د اُمیدونو لنډول او د مرګ ډېر ډېر یادول.

۷۴. په دې پوهېدل، چي تهجد د تکلیفونو او لویو مشکلاتو سره په مخامخ کېدو کي کومک کوونکئ دئ.
۷۵. د تهجد لپاره د خپلي کوروالا او نورو کورنیانو راکښېنول.

۷۶. په دې پوهېدل، چي د شپې ولاړه د قیامت په ورځ د کوونکي لپاره شفاعت کوي.
۷۷. سلفو صالحینو په داسي حال کي د تهجد پر قضاء کېدلو افسوس کاوه، چي بې هوښۍ په حالت کي به وه.

۷۸. په دې پوهېدل، چي تهجد کوونکئ په خلګو کي تر نورو زیات رسوخ (اثر) لري.

 ۷۹. په دې پوهېدل چي دا زما دوست احمدجنید مبارز د دعاء کولو لیاقت لري، نو زه به د تهجد د لمانځه وروسته احمدجنید په نوم سره په دعاء کي یاد کړم.