بې وطنه/ حسن حقيار

ادبي نثرونه

 بې وطنه/ حسن حقيار

681

 بې وطنه

لنډه كيسه   

 د لاهور د ياړي (مزدوري)  خو ټوله سخته وه ،خو چې كله به يې ټاټكى راپرسر كړ نو  لكه په سره تناره كې مې چې دروي  ،ما به چې كله په كوم ختم وخيرات ،  جنازې،  جُمعې  داختر   لمانځه اويا كلي ته د تللو په وخت كې خولۍ پرسر كړه نو دومره به راباندې درنه وه لكه تور غر، او اوس به يې چې لس ساعته پرلپسې له مسالې ډك  شل كيلويي  ټاټكى راپر سر كاوه نو كله مې زغملى شو.

په كابل كې  تنظيمي جګړو دومره وارخطاكړو چې له ډك كور او پريمانه جايداد څخه مو يواځې  يو سراودوه غوږه  ووېستل ،پردى وطن وو  له مزدورۍپرته مو بله لار نه درلوده ،په شپيتو كلدارومزدورۍ مو تش كتغ او اوړه هم نشواى برابرولى، شل روپۍ خو يې دكار ځاى ته په كرايه هم رانه لګېدلې. دغرمې لپاره  وچه ډوډۍموله ځان  سره له كوره وړله خو دكتغ  لپاره به مو پنځه پنځه كلدارې اچولې .  ددې لپاره چې لږې ډېرې پيسې وګټو نو  دكار خاوندته به مو پخپله د اورټايم (اضافه كارۍ )پېشنهادكاوه ،كله به چې ګرمۍ او يا هم درانه كار ډېر بې حوصلې  كړم نوچاچاسادي به مې سترګوته ودراوه ،او دهغه په ليدلو به مې زړه   تسل كاوه.

هغه د  حوصلې او زغم خاوند سپين ږيرى و،هر كارته به يې چې وركړ (نه )به يې پكې نه ويلې ، له  هغه سره مې همدلته د دياړۍ په ځاى كې وليدل ،له رنګه ډېر ،ثقه ،هوښيار،پوه او جهان ديده  ښكارېده .په كار كې چې له يو بل سره لږ بلد شو نو څوڅوځله مې ترې  وغوښتل چې ځان پوره راوپيژني خو همدومره به يې راته ويل چې له تنظيمي جګړو اوپه كابل كې له  نا امنۍ څخه يورا مهاجر شوى افغان يم .

  هغه به پرځان ډېر زحمت تېراوه خو دكار د خاوند او ياهم دګلكار خبروته به يې ځان نه وركاوه ،دپنجاب  ددوبي لمر دواړه دومره تك تور اړولي وو چې په سخته به چا پېژندلي واى .

يوه ورځ مې دمزدورانو دحاضرۍ  په كتاب كې دسعيدي كابلي نوم وليد .د حاضرۍ له مسوول څخه مې په ماته ګوډه اردو  وپوښتل چې داسعيدكابلى يې لاڅوك دى ،چې نوم يې په حاضرۍ كې شته خوخپله يې نه وينو،هغه سمدستي چاچا سادي ته ګوته ونيوه ،پوه شوم چې دوى سعيدي سم تلفظ كولى نشي ،نو ځكه ورته چاچاسادي((سعيدي كاكا)) وايي.

زموږدكارخاوند پروفيسورصادق احمد پراچه  د لاهور پوهنتون د سيمه ييزو مطالعاتو د مركزدمنځنۍ آسيادبرخې مسؤول وو ، يوه ورځ چې له دفتره دكار سرته راغى نو دپه  لاس كې نيولي اخبار غونډه سرخي يې  دافغانستان په اړه  وه ، چاچا سادي ترې په ډېرې عاجزۍ وغوښتل  چې كه يوه شېبه اخبار وركړي   ، پراچه  ترې په حيرانتيا وپوښتل چې ايا اخبار پړاوولى(   لوستلى )شې؟   هغه ورته  دهو سروخوځاوه  . نور به نو   هغه هروخت   له موږسره دافغانستان اومنځنۍ اسياپرتاريخ ،كلتور ،جغرافيې او دسيمې پرګډوارزښتونو ډېر بحث كاوه،او دچاچا سادي له معلوماتوبه يې ډېرخوند اخسته ،هغه به ويل چې دافغانستان پېژندنې په اړه سلګونه كتابونه لري ،خو دى پر هغه   تاريخ ډېرباورلري چې يو افغان ليكلى او دى اوس هم ترې ګټه اخلي .

هغه به له دندې له راستنېدوسمدستي وروسته ، دچاچا سادي خواته راغى او علمي بحث به يې و ر سره پيل كړ ، زه خويې چندان  په ژبه نه پوهېدم خو چاچاسادي  روانه اردو ويلي   .  پروفيسور  هم په پښتوپوهېده  . دواړه پر بحث خوښ وو   موږبه داشېبى    ددمې لپاره غنيمت بللې .

يوه ورځ پروفيسورپراچه  د خپلوخبروپه ترڅ كې وويل داچې په قرآن كې راغلي چې سلطان  سكندرذى القرنين د جوج ماجوج د بندولو لپاره كوم اوسپنيز دېوال جوړ كړ نوداجوج ماجوج په قفقاز كې اوسېدونكي مغل قوم دى او  سلطان سكندر په څلورمه قبل الميلادپېړۍ كې قفقاز ته  دافغانستان له  لارې لاړه ،.ماته خو پدې اړه معلومات نه وو خو چاچاسادي ورته وويل چې دامعلومات ناسم دي ،ځكه چې سلطان سكندر هېڅكله افغانستان ته ندى راغلى ،او په څلورمه قبل الميلادپېړۍ كې پرافغانستان مقدوني سكندر يرغل كړى وو ،ده پروفيسورپراچه ته وويل چې ښايي دى له التباس سره مخ  او د سكندر مقدوني اوسكندرذى القرنين نومونه ترې يوله بل سره ګډشوي وي ،  ديوافغان مزدورلخوا  دده معلوماتو له   ناسم بللوسره   دپراچه رنګ تك سور واوښت   په تنده لهجه يې وويل  : زه داسنادوله مخې غږېږم او ته له ګېډې ،زه دخپلې خبرې ثبوت لرم ، له همدې سره  دخپل كور كتابتون ته ننووت ، څو شېبې وروسته  پداسې حال كې چې  يوضخيم كتاب يې په لاس كې  وو  ځنګېدلى راغى خو لا رارسېدلى نه و چې له چاچاسادي څه يې دبخښنې غوښتل پيل كړل او ورته يې ويل چې  داكتاب هم ستانظر تائيدوي .

چاچاسادي ،چې دپروفيسور په لاس كې كتاب وليدټكان يې وخوړ ،  د لمر وهلي مخ سپين اوسره يې سره ورغلل  ،   بې واكه يې كتاب ته  لاس وغځاوه خو پروفيسور يې په ډېرې بې باكۍ لاس ټيله كړ،:  ته پوهېږې چې  داڅومره مستنداومهم كتاب دى، زه يې په څومره قدر  په شيشه يي المارۍكې ساتم، او ته يې په خيرنواو په سيمنټوسپيرولاسونواخلې ، ته خودې كم تر كمه له لاس څخه داسيمنټ پاك كړه او بيا كتاب واخله!!، چاچا سادي په مايوسۍ د اوبو بيلرته  روان شو ،خو ما خپل لاسونه په خپله لمن ژر پاك كړل ،له پروفيسورپراچه  نه مې كتاب واخست  اوهمدا چې دكتاب پرپوخ مې دليكوال عكس وليد او  (( ليكوال :پوهاند  سعدالدين سعيدي))  مې ولوستل نو ولړزېدم ،  سترګې مې له واكه ووتې كله به دكتاب دليكوال پر عكس اوكله به پر چاچا سادي لګېدلې.   له خولې مې  بې  واره  ووتل داخو چاچاسادي  دى  چاچاسادي چاچا چاچاسا...

  د پروفيسور  رنګ هم زېړشو. ما زيګر چې   منشي   چاچا سادي  ته شپېته كلدارې  مزدوري وركړه نودايې هم ورته وويل چې تاسې سر  له نن څخه چهټي ( رخصت )ياست ځكه چې موږ څو ورځې كاربندوو خو نورومزدورانو ته يې ويل چې تاسو خپل كار ته راځئ . 

  -۷-۱۳۸۸ _۴  



اعلان