د ګيدړې نصيحت

ادبي نثرونه

د ګيدړې نصيحت

558

 د نوې دورې وتلی عربي شاعر احمد شوقي، چې ادب کې په امير الشعراء پېژندل کيږي او ديوان يې «شوقيات» د نولسمې پېړۍ په اول کتار کې راځي.
 احمد شوقي په خپل شعر کې مدح، مرثيه، ترانې، ملي کيسې، دين، وطن، پوهنه، سياست، ټولنه او د انساني ژوند هره برخه په داسې کمال ځای کړې، چې لوستونکي ته د شعر تر څنګ يو قوي پيغام هم لري.
ارواښاد شوقي په خپل شعر کې د ملت هغو خلکو ته اشاره کړې، چې په ظاهره ډېره ښه قواره جوړه کړي، خوږې
خبرې کوي او د خلکو په ذهن کې د حقيقت ضد څېره ورکوي.
احمد شوقي داسې خلک له ګيدړ سره مشابه کړي دي او وايي:
يوه ورځ ګيدړه د واعظانو په جامو کې راووته، په لاره ځي، خلکو ته نصيحتونه کوي او مکرجنو ته ښکنځل کوي.
وايي: ټول ثنا او صفت الله تعالی لپاره دی، چې د ټولو مخلوقاتو پالنه کوي.
اې د الله بند‌ه‌ګانو توبې وباسئ الله تعالی د خپلو بنده‌ګانو توبې قبلوي.
د مارغانو ازار مه اخلئ، پرېږدئ خپل ژوند وکړي.
چرګ راوغواړئ، چې موږ ته د سهار اذان وکړي.
چرګ ته د ګيدړ استازی راغی او ورته يې وويل او وايي، چې د ګيدړ مهرباني ومني.
چرګ په ډېره عاجزي وويل: بښنه غواړم دا ګيدړ د نېکانو بې لارې کوونکی دی.
زما پلار نېکه يې په دې خبرو تېروتلي وو او په ډېره بې رحمانه توګه يې د خپل خوراک ښکار کړي وو.
دوی ويلي و او د دوی خبرې زما لپاره تر ټولو ښه عبرت دی.
چرګ وويل، چې څوک ګيدړ دينداره بولي، نو هغه تېروتی دی.
د ارواښاد احمد شوقي په دې شعر کې زموږ لپاره څه دي؟
ايا هغه خلکو ته د متوجه کېدو اشاره ده، چې ظاهر يې پاک او زړونه يې له وحشته ډک وي؟
ايا هغه سوداګر ترې مراد دی، چې په خپله ظاهري قواره او تسبو جعلي سودا پلوري؟
ايا هغه واعظ او خواخوږی ترې مراد دی، چې د دين او وطن په شعار د خلکو په تېرويستو پسې راوتي وي.
ايا هغه ښځه ترې مراد ده، چې په اسلامي حجاب کې پټه وي، خو عمل يې له شريعت سره په ټکر کې وي.
 او يا هغه حکومتي چارواکي، قومي مشران او نور فعالان ترې مراد دي، چې په څو خوږو خبرو خپل ولس تېرباسي، د پرديو ګټو لپاره خپل هېواد او ولس پر نورو پلوري او ټوله موخه يې دا وي، چې دی دې په قدرت کې پاتې شي.
 هر څوک دې خپل ژوند کې شاوخوا وګوري او کولای شي، چې د سپينو پردو لاندې ډېر تور او تت مخونه وويني او له کړنو او دسيسو يې ځانونه وژغوري.



اعلان