له دېوال سره خبرې!

اسلام

له دېوال سره خبرې!

765

یوه شپه مې د قرآن کریم تلاوت کاوه چې نا څاپه د کوټې د دېوال په پورتنۍ برخه کې دَرځ راغی. پر دېوال مې لاس کېښود او په حیرانتیا مې له ځانه وپوښتل چې کور خو مې نوی جوړ کړی، ولې په کې دا درځ را پیدا شو؟ زلزله خو به نه وي شوي؟

ناګهانه دېوال را باندې غږ کړ، ته خبر يې چې له څومره شپو او ورځو زه ستا د دغه «خلوت او ګوښه عبادت» سترګې په لار وم!؟ هغه وختونه دې یاد نه دي، چې په تدبر او سوچ سره به دې د قرآن کریم تلاوت او تفسیر لوست ؟ ډېره موده کېږي چې له ما نه ورک شوی وې، نه پوهېږم چې دا ولې!؟

عبدالله چې دېوال ته يې کتل وویل، ما د خپل رب په حق کې ډېر کمی کړی دی.

دېوال: ته خبر نه يي؟ د قیامت په ورځ به ټول جمادات ستا له پاره شاهدي ورکوي، الله تعالی فرمايي ( وأخرجت الأرض أثقالها وقال الإنسان ما لها يومئذ تحدث أخبارها). ښه کارونه وکړه، څو د قیامت په ورځ ستا له پاره شاهدي ورکړم.

عبدالله: آیا مخکې هم د عبادت له پاره خلک ګوښه «خلوت) کېدل؟

دېوال: هو!. نبي کریم -صلی الله علیه وسلم- د وحي تر راتلو پورې د ورځې په غار حراء کې پاتې کېده او د شپې له خوا به يې الله ته په خلوت کې لمونځ کاوه.

- د رمضان په اخرېنۍ لسیزه کې به يې اعتکاف هم کاوه.

عبدالله : د خلوت یا د عبات له پاره د ځان ګوښه کول څه ګټې لري؟

دېوال:  زه به درته په دې باره کې د سید قطب -رحمه الله- وینا را نقل کړم، هغه وايي « هر هغه روح چې په عملي ډګر کې موثریت غواړي، باید د یو څه وخت له پاره له خلکو ځان لرې او خلوت اختیار کړي، له دنیاوي مصروفیتونو، د ژوند له غالمغال او د خلکو له اندېښنو ځان ګوښه کړي، باید په دې لوی عالم او په نغښتو حقایقو کې د سوچ، فکر او تدبر کولو له پاره لګ څه وخت لري». دې سره به د ده روح پر یو الهامي قدرت پیاوړی او په عملي ډګر کې له موثریت څخه برخمن شي.

عبدالله: تا وايي چې داعي خپل ځواک، قوت او موثریت له خلوت او د ګوښه عبادت څخه اخلي.

دېوال: هو! هغه د الله تعالی له نوره خپله توښه برابروي او هره ورځ په نوي بڼه را وځي.

عبد الله: د خلوت او ګوښه کېدو نورې څه ګټې دي؟

دېوال: د ژبې له آفتونو خوندېتوب، له ریا څخه د زړه خلاصون، د عبادت د خوږوالي وجدان، د سترګو حفاظت او په تدبر او فکر سره د عبادت کولو چانس موندل دي.

عبدالله: دا خو هغه څه دي چې زه يې په تلاش کې یم.

دېوال: سهي وايي، ته مې چې کله په تلاوت ولېدلي خوشحالي مې کابو نه شوه کړای او دغه درځ را کې راغی.

عبدالله: ښه. خو آیا د خلوت او ګوښه کېدو له پاره یواځې شپه شرط ده؟

دېوال: شپه غوره ده، خو د ورځې هم ځان ګوښه کولای شې، مثلا د څاښت لمانځه وخت ځان ته وټاکه.

عبدالله: شپه ولې پر نورو وختونو غوره ده؟

دېوال: ځکه هغه مهال ارامي وي، خلک په سکون کې وي او په عبادت سره سړي ته ډېر خوشحالي نصیب کېږي. بشر الحافي -رحمه الله- وايي، « د خلکو غفلت او له دوی ګوشه نشيني د مؤمن له پاره غنیمت دی».

له همدې کبله کوښښ وکړه چې کم تر کمه په میاشت کې یو ساعت د سوچ، فکر او عبادت له پاره له خلکو ځان ګوښه کړې. جلیل القدر صحابی یعلی بن امیة -رضي الله عنه- به روزانه یو ساعت په مسجد کې له خلکو د اعتکاف په نیت کښېناسته.

د امام احمد بن حنبل -رحمه الله- زوی وايي، چې پلار يې له هر چا څخه په ګوښه توب کې تکړه و، هغه به په مسجد، جنازه او یا د ناروغ پوښتنې پر مهال خلکو لېده او ده بازارونو له چکرو يې ډډه کوله.

دا مې درته د سلفو صالحو مش نمونه خروار مثالونو ذکر کړل، د دوی پر پل خپل پل کېږده، کامیاب به شي.

عبدالله: سره له دې چې په دا ډول عبادت کې دومر ګټې دي، ولې زما په ګډون ډېر خلک ترې ځان څنګ ته کوي؟

دېوال: لامل يې له فضیلت څخه د ذات خالي والی دی. د نفسیاتو ډاکتر ابو حامد الغزالي -رحمه الله- ویلي « چې کله سړی له فضیلت څخه ځان لرې وساتي، بیا له خلکو سره ناسته پاسته کوي او ورته پرې سکون ملاويږي».

عبدالله: رېښتیا وايي. خو د خلوت له پاره کوم برنامه باید غوره کړم؟

دېوال: د الله د عبادت له پاره د خلوت او ګوښه کېدو ډېرې برنامې شته؛ د مثال په ډول د قران کریم تلاوت او تفسیر لوستل، د احادیثو او یا نور ايماني او اخلاقي کتابونه لوستل، د الله تعالی ذکر کول، د کوم ښه عالم تقریر او یا مسلې اورېدل...

ابن تیمیه -رحمه الله- فرمايي، هر بنده باید په ځانته والي کې د الله څخه دعا وغواړي، ذکر، لمونځ او د الله په مخلوقاتو کې سوچ و فکر وکړي، د خپل ځان، زړه او د هغه شیانو چې یواځې ده پورې اړه لري محاسبه وکړي. د دغه کارونو تر سره کولو له پاره ده ته په کور یا له کوره بهر ګوښه ځای په کار دی.

عبد الله:  الله تعالی دې خیر در کړي. کاش چې زموږ ټولونو دېوالونو ستا په څېر درزونه کړي وای، څو نورې خوږې او له پنده ډکې خبرې مو ترې اورېدلې وای.

دېوال: زه یوه اخري خبره هم درته کوم.

عبد الله: وایه!

دېوال: ګوره! لکه څنګه چې پر بدن امتحان راځي، همدا رنګه په زړه هم امتحان راځي. بدن پر ناروغیو او کړاونو مبتلا کېږي، خو زړه بیا په فتنو مبتلا کېږي، الله تعالی فرمايي (وْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى). ګرانه له زړه سره حکیمانه چلند کوه.