پاکستان کې په ښکاره روژه خوړونکي به ۵۰۰ روپۍ جرمانه او درې مياشتې بندي کېږي

اسلام

پاکستان کې په ښکاره روژه خوړونکي به ۵۰۰ روپۍ جرمانه او درې مياشتې بندي کېږي

2046

د پاکستان د سنا مجلس د (احترام رمضان) په نوم يو قانون منلی چې له مخې يې په روژه کې ځينې بنديزونه لګول شوي دي. هغه هوټلونه چې د ۱۹۸۱ ز کال د قانون مخالفت وکړي ۲۵۰۰۰ زره روپۍ جرمانه به پرې لګول کېږي. له دې وړاندې دغه جرمانه ۵۰۰ روپۍ وه.

د ټريبيون د راپور پر بنسټ، هغه کسان چې په روژه کې په ښکاره خوراک او څښاک کوي، ۵۰۰ روپۍ به جرمانه کېږي او درې مياشتې به بندي کېږي. دغه راز کومې سينما ګانې چې د دغه قانون نه سرغړونه وکړي، هغوی به ۵۰۰ زره روپۍ جرمانه ورکوي. دغه قانون د روان کال په جنوري مياشت کې سنا مجلس ته وړاندې شوی و. د ،سنا مجلس د مذهبي چارو کمېسون وړانديز کړی چې د روژې په ورځو کې دې يوازې د سهار او ماښام په دريو ساعتونو کې په سينما ګانو کې په فلمونو ښودلو بنديز ولګول شي؛ خو د پاکستان د مذهبي چارو وزير وړانديز کړی چې سينما ګانې دې په ټوله روژه کې بندې وي.

روژه نيول د خدای تعالی امر دی چې نيول يې په مسلمانانو فر ض دي. اسلام کې په قصدي ډول روژه خوړولو باندې کفاره لازمېږي. د روژې مبارکه مياشت ښايي د روانې زېږدي مياشتې په ۲۶-۲۷ نېټه پېل شي.