خلافت او ملوکيت (مخکتنه)

کتابونه

خلافت او ملوکيت (مخکتنه)

563

خلافت او ملوکيت (مخکتنه)

زاهد خليلي

مولانا سيد ابوالاعلی مودودي د شملې پېړۍ ستر مسلمان مفکر دی. د ده د فکر اغېز نه يوازې د جنوبي اسيا په هېوادونو؛ بلکې په نورو مسلمانو هېوادو باندې هم څرګند دی. مصطفی طحان په يوه مقاله کې لیکلي چې مولانا مودوي په معاصرو اسلامي تحريکونو ژور اغېز لري. وېل کېږي چې د شملې پېړۍ يو بل ستر مسلمان مفکر سيد قطب هم د ده له فکر نه اغېزمن و.

دی په ۱۹۰۳ ز کال کې د برتانوي هند د حيدراباد په دکن سيمه کې زیږېدلی دی. د هند له وېش نه وروسته پاکستان ته راکډه شو. له وېش وړاندې يې خپل جلا سياسي او ټولنيز فکر درلود او په دې تړاو يې ډېر کتابونه ليکلي و. پاکستان ته په راتګ سره يې سياسي فعاليت چټک کړ.

مولانا مودودي د لسګونو کتابونو ليکوال دی. دلته د هغه د يوه مشهور کتاب (خلافت او ملوکيت) مخکتنه وړاندې کېږي. لکه څرنګه چې د کتاب له نوم نه څرګنده ده، مولانا صېب په دې کتاب کې د اسلامي خلافت (حکومت) او دغه راز د ملوکيت په اړه بحث کړی دی. کتاب نهه بابونه او يوه ضميمه لري.

د کتاب په لومړي باب کې يې د کائناتو په تصور او اداره او دغه راز د خلافت او اسلام کې د حاکميت په موضوع باندې بحث کړی دی. دا چې حاکم، اداره کوونکی او نظم راوستونکی څوک دی؟ دې پوښتنو ته يې ځواب ورکړی دی. هغه وايې، حاکميت له الله تعالی سره دی. د قران شريف يو ايات يې ليکلی. ژباړه: د فيصلې واک له هېچا سره نه شته، پرته له الله تعالی نه. ستاسو (مسلمانانو) تر منځ د شخړو حل يوازې الله تعالی سره دی، د بېلګې په ډول، د ميراث مسئله او نور. مولانا صېب په دې باب کې څرګنده کړې چې انسانانو ته د الله تعالی د قانون او احکامو (راوړلو) دنده د هغه د پېغمبر (ص) سره ده. هغه د الله تعالی استازی دی، د هغه د استازي لارښوونې بايد پرته له ځنډ او خند نه ومنل شي. انسان په ځمکه باندې د الله تعالی خليفه دی. انسان به په ځمکه باندې د الله تعالی قانون مني. مولانا صېب د خلافت د تصور په اړه د قران تصور داسې ليکي: په ځمکه باندې چې انسان ته څومره ځواکمني ور په برخه شوې، دا د الله تعالی له اړخه ورکړل شوې. انسان به د الله تعالی له لوري د ورکړل شوي واک او اختيار سره سم په ځمکه باندې واکمني کوي. انسان د خپلې واکمنۍ مالک نه دی؛ بلکې د مالک خليفه (استازی) دی.

مولانا صېب وايي، هېڅ وګړی يا ډله د دې حق نه لري چې د عامو مسلمانانو خلافت سلب کړي او نه د دې حق څوک لري چې د خپل ځان له پاره د خلافت دعوی وکړي. هغه زياتوي «د خلافت او پاچاهۍ، طبقاتي حکومت تر منځ ستر توپير همدا دی».

لوېديځ کې حاکميت له خلکو سره دی؛ خو اسلام (خلافت) کې مسلمانان د الله تعالی حاکميت مني. د خلافت مشر به په چارو کې نېغ د ايمان له خاوندانو يا د هغوی له ټاکلو نمائنده ګانو سره مشوره کوي.

    مودودي صېب د اولا الامر له پاره څلور ځانګړنې ذکر کړي دي. امير بايد ناپوه، بې عقله، فاسق او ظالم نه وي. امیر بايد د باور وړ وي.

مولانا صېب د اساسي حقوقو تر عنوان لاندې په دولت باندې د مسلمانو او غېر مسلمانو اوسېدونکو مسووليتونو ته اشاره کړې. هغه د عقيدې د ازادۍ، د هغوی د ځانونو د ساتنې، عزت ساتنې، مال او شخصي خونديتوب تر څنګ ديارلس اساسي حقوق وړاندې کړي دي او د دې له پاره يې قراني دلايل راوړي دي.

    دغه راز په خلکو باندې يې د حکومت حقونه هم وړاندې کړي دي. د حکومت دفاع، د قانون پېروي، د حکومت اطاعت او په  ښو کارونو کې مرسته کول په خلکو د حکومت حقونه دي. مودودي صېب د اسلام د بهرني سياست له پاره اته اساسي اصول وړاندې کړي دي،.و نړيوال عدل، بې پرې هېوادونو ته څه نه ويل، تړون ته په درنه کتل، په چارو کې ريښتينولي، د سولې غوښتل او نور.

    په دويم باب کې يې په اسلام کې د حکومت کولو په اصول باندې رڼا اچولې ده. هغه په اسلام کې د حکومتي نظام امتيازي ځانګړتياوې بيان کړي دي. هغه ځانګړتياوي چې په مدينه منوره کې يې بنست ايښودل شوی و. د الله تعالی د قانون لوړوالی، د خلکو تر منځ عدل او انصاف، د مسلمانانو تر منځ مساوات، خلکو ته د حکومت ځواب ويل، د شوری شتون او څو نورې ځانګړتياوې بيان کړي چې ټول شمېر يې نهه دی.

په درېيم باب کې يې د راشده خلفاوو د خلافت اووه ځانګړتياوې بيان کړي. لومړی د خليفه ټاکنه، دا چې خليفه به انتخابي وي. هغه زياتوي «د رسول الله ص او خلفاوو تصور دا و چې د خلافت منصب انتخابي دی».  حکومت به شورايي وي. د رای لرونکي خلک به مشوره ورکوي. مودوي صېب وايي، د راشده خلفاوو نظام له عصبيتونو نه پاک نظام و.

په دغه باب کې مولانا صېب له خلافت نه ملوکيت ته اووه پړاوونه ذکر کړي دي. مولانا صېب له خلافت نه ملوکيت ته لومړی پړاو د حضرت عثمان (رض) له لوري ګڼي. هغه چې، د مولانا صېب په اند غلطي يې دا وه چې ځينې اصحاب یې له دندو لرې او نږدې خپلوان يې په منصبونو وټاکل. په مصر، بين النهرين او نورو سيمو کې يې لوړ پوسټونه خپلو خپلوانو ته ورکړل. مولانا مودوي وايي، د حضرت عثمان (رض) دوه کارونه داسې و چې پايلې خطرناکې شوې، يو مروان بن حکم يې خپل سکرتر وټاکه، هغه مروان چې پلار يې رسول الله (ص) مدينې ته له دننه کېدو منع کړی و او دويم د اوږدې مودې له پاره حضرت معاويه (رض) د يوه ستر ولايت د والي په توګه ټاکل. مودوي صېب وايي، د حضرت عثمان (رض) له لوري په لوړو منصبونو باندې د خپلوانو د ټاکلو کار غلط او ناسم کار و. هغه وايي، له دغه يو کار پرته په هغه د نيوکې هېڅ ځان نه پيداکېږي.

      له خلافت نه ملوکيت ته دویم ګام هغه وخت واخيستل شو، کله چې د حضرت عثمان (رض) پر ضد د مصر، کوفې او نورو سيمو اوسېدونکي راپاڅېدل. د تورونو يو لوی لېست يې جوړ کړ چې د مولانا په خبره ډېری يې بې اساسه و. د دوی دغه پاڅون وروسته د درېيم خليفه په شهيدولو پای ته ورسېد.

    په درېيم پړاو کې مولانا صېب درې شيان ذکر کړي چې هغه له خلافت نه ملوکيت ته په لېږد کې رول ولوبوه. لومړی: حضرت علي (رض) ته د هغوی کسانو بيعت کول چې د حضرت عثمان (رض) پر ضد يې په بغاوت کې برخه اخيستې وه چې د مولانا صېب په خبره، د خلافت په کار کې د هغوی ګډون د يوې لويې سترې فتنې سبب وګرځېد. دویم: د ځينو صحابه وو له لوري له حضرت علي (رض) سره بيعت نه کول چې د دغوی شمېر اوولس تنه و. دوی له فتنې نه د ځان ژغورلو په خاطر دا کار وکړ؛ خو مولانا صېب وايي د هغوی دغه کار د سترې فتنې د مرستې لامل وګرځې. درېيم: د حضرت عثمان (رض) د وينې غوښتنه چې دوه ډلې رامنځته شوې. يو خوا حضرت عايشه (رض)، حضرت طلحه او حضرت زبير (رض) او بل خوا حضرت معاويه (رض) و. مولانا صېب وايي چې د دواړو قانوني حالت په هېڅ توګه درست نه شي منل کېدای. هغه زياتوي «دلته يو منظم حکومت و چې د هرې دعوی له پاره يې اصول او قوانين موجود و. د وينې د غوښتلو له پاره راپورته کېدل د مقتول د وارثانو حق چې ژوندي هم و او موجود هم. مولانا صېب د دواړو ډلو د کړنو سخت مخالفت کړی او د هغوی غوښتنې يې غېر قانوني ګڼلي دي.

په څلورم پړاو کې هغه د حضرت علي (رض) او د حضرت عايشې (رض) تر منځ د جمل جګړې ته اشاره کوي چې حضرت علي (رض) په کې بريالی شو. مولانا صېب دغه جګړه خلافت نه ملوکيت ته يو بل پړاو ګڼي.  د صفين جګړه چې د حضرت علي او حضرت معاویه (رض) تر منځ پېښه شوه او پايله يې د تحکيم تړون شو، له خلافت نه ملوکيت ته يو بل پړاو شمېري. شپږم پړاو کې يې د تحکيم په تړون او د هغه په ناکامۍ باندې بحث کړی او په وروستي پړاو کې، د حضرت معاويه (رض) په لاسونو کې د واکمنۍ ورتلل له خلافت نه د ملوکيت په لور د اسلامي دولت بوتلل يو انتقالي پړاو و. يو ځل حضرت معاويه (رض) ويلي و چې انا اول الملوک (زه په مسلمانانو کې لوړی پاچا يم).

مولانا صېب د کتاب په پنځم باب کې د خلافت او ملوکيت تر منځ په توپيرونو بحث کړی. هغه توپيرونه چې د خلفای راشدينو له واکمنۍ وروسته د حضرت معاويه (رض) په خلافت کې وليدل شول. د بېلګې په ډول، د خلفاوو د ټاکلو لار، د هغوی د ژوند په تګلاره کې بدلون، د رای د څرګندولو د ازادۍ پای، د عدليې ازادي، د شورايي حکومت پای، نسلي او قومي عصبيتونه. دغه راز يې د يزيد، بنی مروان، عمر بن عبدالعزيز، د عباسيانو د دور په حالاتو په لنډ ډول رڼا اچولې ده. په مسلمانانو کې يې د سياسي او ديني مشرۍ تر منځ په بېلتون هم بحث کړی دی.

د کتاب په شپږم باب کې يې د مسلمانانو په منځ کې په رامنځته شوو ډلو، شيعه وو، خوارجو، معتزله وو او د مرجئه په تړاو په لنډ ډول بحث کړی دی او د دوی سياسي نظريات يې په لنډ ډول راخيستي دي. د کتاب پاتې درې بابونو کې يې د ستر امام ابوحنيفه په ژوند، نظرياتو، مسلک، کارنامو او د هغه د يو شاګرد امام ابويوسف او د هغه په کارونو باندې بحث کړی دی. په خلافت کې د قريشيت په مسئله چې امام صېب د خليفه قريشيت ته لومړيتوب ورکوي. دغه راز د خليفه په اړه يې د امام صېب نظر راخيستی. د امام صېب په نظر د خلافت له پاره عدالت يو لازم شرط دی. ابوحنيفه (رح) د فاسق او ظالم انسان امامت باطل ګڼي او پر خلکو يې اطاعت واجب نه دی. امام صېب د يو مجلس په جوړولو سره نږدې ۸۳ زره مسايل حل کړل چې دا د امام صېب یو ستر کار و. د امام ابويوسف د ژوند په اړه يې مالومات ورکړي. مولانا صېب د امام ابويوسف د کتاب په حواله د بيت المال، د خليفه په دندو، د نامسلمانو په حقوقو او نور مسئلو په تړاو د امام ابويوسف نظرياتو رانقل کړي دي.

د کتاب په ضميمه کې يې د ځينو مسلمانو مؤرخينو، ابن قتیبه، المسعودي، ابن سعد، ابن طبري، ابن اثير، ابن کثير او څو نورو ليکوالو د کتابونو او فکر په اړه ډېر لنډ مالومات وړاندې کړي دي. د ابن قتيبه په اړه وايي، دا فکر غلط دی چې هغه شيعه و. مولانا صېب په دغه ضميمه کې په هغه د ځينو نيوکو ځوابونه هم ورکړي دي.



اعلان