چين پر مسلمانو ماشومانو اسلامي نومونه اېښودل بند کړل

اسلام

چين پر مسلمانو ماشومانو اسلامي نومونه اېښودل بند کړل

1711

چينايي حکومت د سنګيانګ يا شرقي ترکستان په ايالت کې د هغو اسلامي نومونو لېست خپور کړی دی چې له دې وروسته به پر ماشومانو نه اېښودل کېږي.
ګارډين انګلستانۍ ورځپاڼه راپور ورکوي چې چينايي حکومت دغه کار د دين پر ضد د روانې مبارزې په لړ کې ترسره کړی دی. دغه راپور چې نن خپور شوی، په کې راغلي چې له دې وروسته بايد په چين کې مسلمانې کورنۍ د خپلو ماشومانو په نوم غوره کولو کې له احتياط څخه کار واخلي، که نه د دوی نومونه به حکومت نه ثبتوي.
د دغو بندو نومونو لېست کې د اسلام، قران، صدام، مکه او نور اسلامي نومونه شامل دي، چې د واکمن کمونېست ګوند له لورې بند نومونه اعلان شوي او هغه څوک چې پر خپلو ماشومانو دغه نومونه ږدي نو حکومت به د صحت، روغتيا او نورو آسانتياوو څخه هغه محروموي.