د کعبې امام: کفر ويونکي او دين ته سپکاوی کوونکي شخص ته بايد لارښوونه وشي

اسلام

د کعبې امام: کفر ويونکي او دين ته سپکاوی کوونکي شخص ته بايد لارښوونه وشي

2812

د کعبې شريفي امام شېخ صالح بن محمد بن ابرهيم په يوه مرکه کې ويلي، هغه کسان چې کفر وايي او د اسلام سپکاوی کوي، اړينه ده چې لارښوونه او زده کړه ور کړل شي. هغه د جيو تلويزيون سره مرکه کې ويلي، دوه ډوله کسان د اسلام سپکاوی کوي. يو هغه چې نالوستي دي او دويم هغه چې (په قصدي ډول) د اسلام نه د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړلو له پاره غلطه استفاده کوي. شېخ صالح وويل، د دويمې ډلې کسانو له پاره په اسلام کې هېڅ ډول مرسته او خلاصون نه شته. امام زياته کړې، هغوی چې نالوستي دي، نه پوهېږي او د کفر يا سپکاوي تور پرې پورې وي، اړينه ده چې لارښوونه ورته وشي او اړوند او مناسب مالومات ورته ورکړل شي. شېخ ويلي، د هغوی زړونه چې په ناروغۍ او بلا اوښتي، په قصدي ډول اسلام غلط استعمالوي. امام له علماوو غوښتنه کړې چې خلکو ته د اسلام لارښوونې ور وښيي، دا د علماوو مسووليت دی چې خلک له ترهګرۍ او سخت دريځۍ نه لرې وساتي. شېخ صالح ويلي «اسلام د سولې، بخښنې او زغم دين دی».