ننګرهار کې نن د نارنج ګل مشاعره ده

ادبي نثرونه

ننګرهار کې نن د نارنج ګل مشاعره ده

1489

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې نن د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره ده. دغه مېله او مشاعره د جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې جوړه شوې ده.

نارنج ګل مشاعره چې شاوخوا پنځوس کاله مخينه لري، هر کال جلال اباد ښار کې جوړېږي او د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو او کوزې پښتونخوا څخه په کې شاعران ګډون کوي.

خو د جلال اباد ښار او نورو سيمو خلک چې د نارنج ګل مشاعرې مينان دي، ګيله لري چې مشاعره په اوسنيو کلونو کې هغسې نه کېږي لکه پخوا چې کېده او د دولتي چارواکو له لوري پرې ګڼ بنديزونه لګول کېږي.

د ټولنيزو رسنيو ګڼو فعالانو نيوکه کړې ده، چې چارواکي شاعران د خپلې خوښې شعر ويلو ته نه پرېږدي او مشاعره يې يو ډول فرمايشي کړې ده. دوی ليکلي دي، چې پخوا شاعرانو هر ډول شعرونه ويلی شو، خو اوس د چارواکو له لوري له ټاکل شوي چوکاټ د باندې شعر نه شي ويلي، چې دې کار د ډېرو خلکو زړونه مات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار والي او نورو چارواکو وړمه ورځ د نارنج ګل د ننۍ مشاعرې په اړه جوړې شوې غونډه کې له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې يوازې علمي او ادبي شعرونه ولولي او بس.

دغه راز ننۍ مشاعره کې هر شاعر ته يوازې د يوه شعر د ويلو اجازه شوې ده، چې ډېری شاعران له دې کبله هم ناخوښ دي.



اعلان