که په نړیوال سیاست ځان پوهول غواړئ ، دغه کتابونه ولولئ!

کتابونه

که په نړیوال سیاست ځان پوهول غواړئ ، دغه کتابونه ولولئ!

4715

د «دې ويک» مجلې په نوې ګڼه کې د هغه کتابونو نوملړ خپور کړی، چې د نړيوال سیاست په پوهاي کې تر ډېره بريده مرستندویه ثابتېدلای شي.

د امريکا د بهرنیو اړيکو کومېټې رئيس رېچرډ هاس چې له ولسمشر کارتر، رېګن او پلار بوش سره يې کار کړی هم ویلي «لاندينيو شپږ کتابونو يې سیاسي پوهه ور زیاته کړې او زه ټولو هغه کسانو ته چې غواړي په نړيوال سیاست ځان پوه کړي د دې کتابونو د لوستلو سپارښتنه کوم».

دغه کتابونه په لاندې ډول دي:

1-        ګډوډه ټولنه: د نړيوال سیاست په چوکاټ کې څېړنه (هېډلي پول)

دغه کتاب په ۱۹۷۷ز کې ليکل شوی.  کتاب کې ليکوال وايي چې یو دولت د ګډوډو قوتونو او ټولنیز نظام ترمنځ پر توازن پېژندل کېږي.

2-        رغېدلې نړۍ – مېټرنيخ، کاسټلريخ او د امن خنډونه- ۱۸۱۲-۱۸۲۲ز  (هنري کسېنجر)

دغه کتاب چې په ۱۹۵۷ز کې ليکل شوی په هارفورډ پوهنتون کې د هنري کسېنجر د دکتوراه تيسېز و. کسېنجر یو له معاصرو مشهورو لیکولانو څخه ګڼل کېږي.

کتاب کې د نولسمې پېړۍ له پیله د ویانا کانفرانس پر تاريخ او شړېدنې بحث شوی.

3-        د غرو څلی – له جګړې څخه د مخه ۱۸۹۰-۱۹۱۴ د نړۍ تصویر (باربارا توچمان)

توچمان د شلمې پېړۍ له نومیالیو تاريخ پوهانو شمېرل کېږي. دغه کتاب  چې په ۱۹۶۶ز کې خپور شوی د لیکوال د هغو اتو مقالو مجموعه ده چې د نړیوال جګړې څخه د مخه يې د اروپا د سیاسي او کلتوري خوځښتونو په اړه ليکلې وې.

4-        منزوي امريکا (ګراهم ګريني)

دغه ناول د لومړي ځل له پاره په ۱۹۵۵ز په منځني آسیا کې  د ښکېلاکګرو له ماتې وروسته خپور شو. ناول په وېتنام کې د امريکا د ماتې څرنګوالی او لاملونه په ډاګه کړي دي.

5-        په بهرنیو چارو وزارت کې څو کلونه (ډین اچېسون)

لیکوال اچېسون څوګند کړی و چې د هاري تورمان ولسمشريزې دورې پرمهال چې دی په کې د بهرنیو چارو وزیر و هېڅ هم نه ليکي، خو په ۱۹۶۹ز کې نوموړي خپل څوګند مات کړ او د خپلې دندې پرمهال د خاطرو کتاب يې خپور کړ. یادو خاطرو د بوليټرز نړیواله جایزه هم وګټله. کتاب کې د امريکا د اوسنۍ خارجه پاليسۍ د نوښتو په اړه بحث شوی دی.

6-        پر وخت فکر کول – د پرېکړې له پاره د تاريخ ګټې- (رېچارډ ای فاینر و)

دغه کتاب چې څه د پاسه درې لسېزې وړاندې ليکل شوی، په نړیواله کچه د امريکا د بریاوو او تېروتنو په اړه غږېدلی.

هغه کسان چې په بهرني سیاست ځان پوهول غواړي خامخا دې دغه کتاب ولولي.



اعلان