ساينس د لومړي ځل له پاره له مرګ وروسته بل ژوند ومانه!

اسلام

ساينس د لومړي ځل له پاره له مرګ وروسته بل ژوند ومانه!

42748

له مرګ وروسته پر بل ژوند (حیاة برزخي) باور لرل د مسلمانانو د عقیدې جز دی، څوک چې ترې منکر شو کافر کېږي.
ساینسپوهانو تر دې دمه باور نه درلود چې انسان له مرګ وروسته بیا را ژوندای کېږي، خو وروستیو څېړنو روښانه کړې چې له مرګ وروسته بل ډول ژوند هم شته.
د «ډیلي میل» ورځپاڼې د راپور له مخې د کاناډا د وېسټرن پوهنتون ډاکترانو په یوه روغتون کې د مړي د دماغو په اړه څېړنه وکړه، چې له مخې يې د انسان دماغ له بشپړ مرګ وروسته فعالیت ثابت شو.
د څېړنې له مخې له مرګ وروسته د انسان په دماغو کې د بيده شوي انسان دماغو ته ورته نوې څپې راپیدا کيږي، چې دا له مرګ وروسته د انسان د یو بل ډول ژوند پیلېدل په ګوته کوي.
ډاکتران وايي چې د څېړنې پر مهال له څلورو تنو څخه په  درېيو کې له مړيني وروسته تر لسو دقیقو پورې د مړي په دماغو کې یو غير طبیعي او نه پوهېدونکی فعالیت رامنځ ته شو. البته دومره روښانه شوه چې له مرګ وروسته د مړي دماغو یو خاص ډول فعالیت پیل کړ.
څېړنه کې راغلي چې له مرګ وروسته د دماغو فعالیت دا په ګوته کوي چې که څه هم د مړي له شاو خوا خلکو سره اړيکې پرې شوي دي، خو نوموړی په عملي ډول نوې زندګۍ ته داخل شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې ساینس پوهان له مرګ وروسته بل ژوند مني او له هغو څرګندونو را ګرځي چې دوهم ژوند يې له عقل او ساینس سره په ټکر کې ګڼلو. په داسې حال کې چې قران کريم څه د پاسه ۱۴۰۰کاله مخکې په ډاګه کړې وه چې له مرګ وروسته بل ژوند، چې علما ورته «برزخي» ژوند وايي شته دی.
دغه څېړنه د هغو ملحدینو او ماده پرستو له پاره ښکاره دلیل دی چې مرګ د انسان پای ګڼي او د برزخي ژوند څخه انکار کوي.



اعلان