څېړنه: لمونځ د ملا درد مخه نيسي

1954
د ورځې پنځه وارې لمونځ د اسلام له نظره فرض دی. له دې سره سره مسلمان کولای شي نور نفلي لمنځونه هم ترسره کړي. اوس نوې اروپايي څېړنې وايي چې د لمونځ حرکتونه د انسان بدن ته هم ډېر ګټور دي.
دغه روغتيايي څېړنه د انګلستان برمنګهم پوهنتون، د امريکا مينيسوټا پوهنتون او پين سټيټ پوهنتون په ګډه ترسره کړې ده. څېړنه کې د اسلام، مسيحيت او يهوديت لمونځ يا عبادت څېړل شوی او کتل شوي چې دغه حرکتونه د انسان پر روغتيا څه اغېزه لري.
په څېړنه کې څرګنده شوې ده چې که څوک پنځه وخته لمونځ وکړي، او په سمه طريقه يې ترسره کړي، لمونځ کوونکی د ملا له دردونو څخه ژغورلای شي. د يادې څېړنې له مخې، په لمانځه کې داسې مختلف حرکتونه ترسره کېږي چې د ملا درد مخه نيسي.
څېړونکو ويلي دي چې د لمانځه حرکتونه داسې دي لکه د ملا روغتيايي حرکتونه. هغوی زياته کړې ده چې د راپورونو له مخې، د لمانځه او روغتيا ترمنځ مستقيمه اړيکه شته.
دوی دغه راز ويلي دي چې د لمانځه پر مهال په رکوع او سجده کې داسې حرکات رامنځ ته کېږي او د ملا زاويه داسې وي چې د ملا درد کمولو کې رول لوبوي. حيرانوونکې خو لا دا ده چې که څوک د لمانځه حرکتونه په سمه توګه ترسره نه کړي، د ملا درد يې ډېرېدای شي.
د يادونې وړ ده چې دغه څېړنه د انډسټريل اينډ سسټمز په نامه نړيوال ژورنال کې خپره شوې ده.